د فرانسې د تیرې ورځې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هیڅکوم نوماند ونه توانید چې ۵۰ جمع یو رای ترلاسه کړي.د همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.
د فرانسې د تیرې ورځې د ټولټاکنو د پایلو له مخې دوو مخکښو نوماندانو مکرون او لي پن دویم پړاو ته لار پیدا کړه.
د فرانسې د تیرې ورځې په ټاکنو کې غوځښت د غورځنګ مشر امانویل مکرون د ۲۳ عشاریه ۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په لومړني کتار کې او د ښې ارخه ملي جبهې د ګوند مشرې مارین لي پن د ۲۱ عشاریه ۷ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په دویم کتار کې ځای ونیول.
د ویلو ده چې د فرانسې د ولسمشرۍ په پرونۍ ټاکنو کې ۱۱ تنو نوماندانو سیالۍ وکړه چې ددوې د جمع نه ۲ تنو دویم پړاو ته لار پیدا کړه.
د فرانسې ۲ دولتي تلویزیون د رای اچونې بهیر د پایته رسیدو نه لنډه موده وروسته اعلان وکړ چې هیڅکوم نوماند ۵۰ جمع یو رایې ندې ترلاسه کړي . دهمدې امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې.
په دویم پړاو کې به د غوځښت د غورځنګ د مشر امانویل مکرون او د ښي اړخه ملي جبهې د ګوند د مشرې لي پن ترمنځه به سیالي وشي.
د ټولټاکنو دویم پړاو د مې د میاشتې په ۷ مه نيټه ترسره کیږي. د دویم پړاو ګټوونکی به د مې به ۱۴ مه نیټه د ولسمشر فرانسوا اولاندا نه د ولسمشرۍ واک تسلیم شي.
د فرانسې د ولسمشرۍ د تیرې ورځې د ټاکنو رسمي پایلې به د اپریل د میاشتې د ۲۶ مې نیټې تر ماښام ساعتونو پورې اعلان شي.
د فرانسې د تیرو ورځې د ټاکنو غالب مکرون د رای اچونې د سرته رسیدو او غیرې رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
هغه وویل « که چیرې دوه اوونۍ وروسته د ټاکنو په دویم پړاو کې هم بریالی شم د هیواد په سیستم کې به چې د ۳۰ کلونو راهیسې د ستونزو د حل پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی جدي اصلاحات رامنځته کړم. »
هغه وویل چې د فرانسې په سیاست کې د نوې پاڼې د پرانیستو وخت رارسیدلی دی . هغه په خپلو پلویانو غږ وکړ چې په فرانسه کې ډیر کارونه شتون لري چې باید ترسره شي. د بري په صورت کې حاضر یم چې ستاسې په مرسته او ملاتړ دا ټولې ستونزې حل کړم.
هغه زیاته کړه چې په فرانسه کې د لومړي ځل لپاره ښي اړخه او کین اړخه دوه ګوندونه تر ټولو ستر بری ترلاسه کوي. د فرانسې خلک پدې باور دي چې د بدلون وخت رارسیدلی دی. د ټاکنو پایلو ته په کتو سره د فرانسې خلکو په هیواد کې جدي بدلون رامنځته کړ.
هغه وویل چې د یو کال په دننه کې به د فرانسې د سیاست څیرې ته به تغیر ورکړو.
د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به د ټولو فرانسویانو ولسمشر شي. ټولو ته به په یوه سترګه وګوري. د فرانسې د خلکو یووالی به زما لومړنۍ دنده وي.
هغه زیاته کړه چې د قوي فرانسې سره به د اروپايي ټولنې بیا رغولونې مشري وکړو.
هغه د ولسمشرۍ د نوماندانو فرانچویس فیلون او بینویت حامون نه چې ویلي دي په دویم پړاو کې به د مکرون نه ملاتړ وکړي مننه وکړه.
همداشان د غیرې رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته لي پن هم خپلو پلویانو ته وینا وکړه. هغه وینا د خپلو پلویانو او ټولو هغه خلکو نه چې دېته يي رای ورکړې ده په مننې پیل کړه.
هغې وویل چې د فرانسې خلکو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته زمونږ د تګ په خاطر لومړنی خنډ لرې کړ.
هغې وویل چې دې پایلو د ازادۍ او ډیموکراسۍ سره د فرانسې د خلکو مینه او باور په ډاګه کړ.
هغې وویل چې د ټاکنو په دویم پړاو کې انتخاب د فرانسې د خلکو په لاس کې دی.
هغې وویل چې د فرانسې د خلکو په مخ کې دوه انتخابونه شتون لري. هیواد د کډوالو په مرکز د بدلیدل، بې نظمي، په ازاده توګه د ترهګرو کرځیدل او دویم د خپل واقعي هویت نه دفاع کوونکي، د کډوالو پر مخ د خپلو پولو د تړولو او د اروپايي ټولنې نه خپلواکه یو سیستم.
هغه وویل چې په دویم پړاو کې د مکرون بری به د فرانسې لپاره یو ډیر ستر ګوزار وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320