آيا سیاست مور او پلار نه لري؟/ ډاکټر صلاح الدین سعیدي

0 1,313

 هو سياست كې دایمی دوست او دشمن نه شته هغه څه چې دایمي دي، منافع او مصالح دي. ددې خبرې یو عام اما خطاء تعبير همدا دې. چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ځلي ډېر کسان پرې باور لري او تصور کوي چې هرڅه کې دې منافع او مصالح وې نو هماغه د هيڅ بل اصل له مراعاته پرته کوه. هو دا د خبرې ظاهر کې په معین تعبیر ښه او درسته اما معنا کې داده چې د خېر خواه، وطنپال، پر ولس مېن او د ولس خادم انسان تل هغه منافع او مصالح لري چې د خلکو او د ملت د منافعو او ګټو سره مطابقت لري. دده منافع او مصالح په همدغه چوکات کې حرکت کوي او تل په همدغه چوکات کې ځان عیاروي. اما بې پرنسیبه او بې خرکتره انسان بیا هرڅه كوي چې خپلو شومو اهدافو ته ورسي. په دې توګه ھغوی چې د قضیې یو مخ او منفي مخ پېژني، نو دوی د ټول تصویر یوه او منفي برخه انځوروي. او په ده اساس او تعریف نو بیا داسې ښکاري چې سیاست او سیاست وال یعنې فریبکاره، دوکه باز او څو مخي او عامیانه خبر لکه صابون ښویه دی. در حال چې دا د قضیې یو او منفي اما عام غلط تصویر او انځور دی. همدا تصوراو همدا پوھه له مطلبه له ‌‌‌‌‌‌ډېرو سره تر دا نن او ما هم تر څو کلو مخکې درلوده. اما د تېرې سدې د نوییمو کلو په لمړۍ نیمایي کې مې کله چې د چکوسلواکیا نوي هومانیست او خیر اندیشه جمهور رئيس ته په یوه نسبتاً وړه غون‌‌‌‌‌‌ډه کې خبرې کولې او بیا هغه په خبرو پېل و کړې په ده پوه شوم او ورسیدم چې هر سیاست مدار حتما بې خرکتره او شپږمخی او سهار یو څه او مازیګر بل څه والی حتمي نه ده.

بیا په ده نتیجه او پایله ورسیدم او پوه شوم چې سیاست عبادت او د خلق الله خدمت او د ثواب او ښه اصولو کار دی او دا هغه وخت کیدای شي چې خادم او صادق انسانان سیاست کوي او د چارو واګې په کې اخیستل غواړي. داغلطه خبر ده چې وایي سیاسي قدرت ته رسیدل نه غواړم. سیاسي قدرت ته په مشروع لارو رسیدل غواړم چې خلکو ته خدمت وکړم. داسې وسایل کاروم چې هدف د وسیلې قرباني نه شي. د طالب حركت ادعا كوي چې د اسلام ، مسلمانانو او افغانستان دفاع کوي خو عملاً د دښمن او هغه هم د پاکستاني دښمن. په خدمت کې د مسلمان. او هغه هم د لمونځ او عبادت. پر وخت د مسلمان وینه تویوي او کفري عمل كوي( مزارشريف كې درې ورځې مخکې). هو منافع او مصالح د خبرې اساس دی خو د خیر خواه او باعزته سیاست وال همیشه د ملت او خلکو منافع او مصالح او د وطن مصالح او منافع دي. د چوکۍ او د جیب نوکر، د زور او زر نوکر بیا همدغه زور او زر کې منافع او مصالح دي او ټول هغه کوي چې په هر قیمت یې ولري. نو بیا سهار یو څه او ماښام بل کوي. او په همدغه تړاو یوبله او هغه دا چې: سیاسي سوله او تفاهم او د وطن سیاسي ستیج د ټولو موجوده واقعی ځواکونو ته د فرصت زمینه ورکول ، کوم چې د یو آزاد رقابت پر بنیاد او د ګ‌‌‌‌‌‌ډژوند د اصول پربنا او هڅه چې زما رور د دښمن له خدمته ووځي او د رور وژنې پر ځای د ګ‌‌‌‌‌‌ډ مشترک کور د ګ‌‌‌‌‌‌ډو اصولو د مراعات پر بنیاد د سیاسي او نور مال ژوند پېل وکړي، هغه درست هدف او موخه او درسته موضع ده چې بل ښه الترناتیف نه لره او نه لري. دا سیاست یو درست او پر ځای سیاست وه او دی. قرآني قصه ده چې هابیل خپل رور قابل وواژه او په ښخولو یې نه پوهیده او … اما هابیل د قابیل رور وه.

افغان طالب که د چا خوښه ويکه نه خو ددې وطن اولاد دی کوم چې د مزار شریف په جنایت کې یې خپله خطاء او جنایت ثابت کړ. داچې ای اس ای وغلوه او یا خپله کوي دا بل بحث دی. اما دوامداره هڅه کول چې افغانان د تقابل پر ځای د ګ‌‌‌‌‌‌ډو تفاهماتو ژبه پيدا کړي په ځای او اړین کار وه او دی. داچې پرونمې ورته رور ویلې او نن ورته وایم چې نور نو د زغم نه یې په دغه خبر کې کوم اساسي تغیر زما له خوا نه شته او لکه بعضې چې ګمان کوپ، د دې خبرې سره هیڅ تړاو نه لري چې داسې د سیاست تغیر د دې پر بنیاد دی چې سیاست مور او پلار نه لري. هو متجاوز باید په تمام قوت پر خپل ځای كښېنولای شي، اما دا ددې مانا نه ده چې د تمامې دروازې وتړو. سیاسي سوله ټوپک ايښول واځې مذاکره نه ده. جنګ او دفاع حق ادامه لري او سیاسي مصالحه کې دا حق نه نفیه کیږي او نه اخیستل کیږي. متجاوز پرخپل حد او محل کښېنول ضروري خبر ده خو دخبرو لار هم خلاصه پريښودل چې مخکې له دې چې متجاوز باندې مسلط شو هغه حق ته تسلیم او د تفاهم لار ونیسي پر ځای او معقوله خبر ده. دواړه لارې لرل هغه ضرورتونه دي چې سالم عقل یې نه شي ردولای. الله دې زمونږ وطن کې با عزته سوله راوړي او الله تعالی دې مونږ ته د وطن او ولس تد خدمت د جوګه کېدو ستر توان راکړي .

آمین ٢٣/٤/٢٠١٧

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply