امنیتي سکتور دې د ونډو له قیده خلاص شي /خالد سنګر

0 1,068

د رسنیو  د ګردي میزونو په بحثونو کې د سیاسي چارو  شنونکي، امنیتي چارواکي او عام خلک تل دا خبره کوي ، چې د هېواد امنیتي شرایط ډېر اضطراري دي او افغانستان له یو حساس پړاو څخه تېرېږي، خو هیچا هم په دې اړه فکر ونه کړ چې د دومره امنیتي ځواکونو او امکاناتو په شتون کې ولې امنیتي وضعیت هره ورځ اظطراري وي؟ ولې د امنیتي ځواکونو په مرکزونو د مخالفینو له لوري مرګوني بریدونه کېږي؟ دې بریدونو ته کومو عناصرو زمینه برابره کړې او لامل یې څه دی؟

له تروریزم سره جګړه ریښتیا هم سخته ده او د ګټلو لپاره یې ډېرې قربانۍ ، سرښندنې  او د حکومت قوي تدبیر ته اړتیا ده.  په افغانستان کې مختلفو تروریستي ډلو  او تروریستانو  د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې روانه جګړه ډ‌ېره پېچلې کړې ده  او د خپلو جنګي تکتیکونو د بڼو په بدلولو  او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ضعف د نقطو په نښه کولو سره یې ډېری وخت د دوی  په لیکو کې ځای نیولی او مرګوني بریدونه یې پرې کړې دي.

په تېرو څو کلونو کې تروریستانو افغان او  دفاعي امنیتي ځواکونو ته، د مخامخ جګړې په پرتله په خپلو چیریکي او نفوذي بریدونو کې خورا زیاته مرګ ژوبله اړولې ده. په کابل کې د ملي امنیت په لسم ریاست برید، د کمپنۍ په سیمه کې له اګاډمۍ د تازه فارغو شویو سرتېرو په موټریز کاروان برید،  د سردار محمد داود خان په روغتون برید او په مزار شریف کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو په مرکز وروستی مرګونی برید چې ټول هېواد یې ولړزوه، په جګړه کې د تروریستانو د مختلفو جنګي تکتیکونو روښانه بېلګې ګڼلی شو.

تروریستان هره ورځ په دې کار کوي چې   له افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې لپاره  نوې طرحې او تکتیکونه رامنځته کړي، تر څو دوی ته درنه مرګ ژوبله واړوي، خو افغان حکومت د دې پر ځای چې د راتلونکو ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره لاس پکار شي، ترې عبرت او تجربه واخلي، خپل ټول وخت د پېښو په غندلو،  د پلاوي په ټاکلو ، د  کمیسیو په جوړولو ، د پېښې په څېړلو تېروي. دغه چاره تروریستانو ته د نورو بریدونو فرصت  په لاس ورکوي او حکومت د زړې پېښې د څېړنو پایلو ته په تمه ناست وي.
د پېښو د څېړلو لپاره پلاوی یا کمېسیون هم د ونډې پر اساس ټاکل کېږي چې وروسته یې راپور  ضد او نقیض وي ، پایلې یې هم له ولس او رسنیو سره نه شریک کېږي او بلاخره د پېښې په اړه هر څه ګونګ پاتې شي. تر اوسه چې څومره امنیتي پېښې رامنځته شوي، افغان حکومت یې په اړه سطحي اقدامات کړي، د پېښو د مخنیوي لپاره یې څنګه چې لازمه ده، هغسې اجراات نه دي ترسره کړي او یوازې د پېښې پر څېړلو یې بسنه کړې.  کله یې چې پېښه هم څېړلې د هغې پېښې نه یې هیڅ داسې مثبته نتیجه نه ده اخیستې چې د راتلونکې پېښې  د مخنیوي لپاره ترې الهام واخلي.

کله چې دغسې مرګونې بریدونه کېږي، حکومت باید د زړې پېښې د څېړلو تر څنګ د نورو دغسې ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره نوې طرحې جوړې کړي او پر دې فکر وکړي چې د کومو لارو چارو څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د تروریستانو  نفوذي خلک په نښه او د نورو د ورننوتلو مخه ونیسي.

یوازې دا کافي نه ده، چې ووایو موږ د دومره تعداد په شاوخوا کې امنیتي ځواکونه او امکانات لرو، مهمه او بنسټیزه خبر دا ده چې د دغو امنیتي ځواکونو رهبري د چا په لاس کې ده.

متل دی وایي په ډېرو قصابانو کې غوا مرداریږي، تر څو چې امنیتي سکتور غیر سیاسي شوی نه وي او د امنیتي چارواکو په مقررۍ کې د فرمایشونو منل پای ته ونه رسیږي، دا شرایط به تر هغې پورې اضطراري وي او کراره ورځ به ونه وینو.

د ملي وحدت حکومت مشران باید په دې پوه شي چې امنیتي سکتور د یو هېواد بنسټ دی تر کله چې په دې  بنسټ د فرمایشونو په اساس ټاکنې کېږي، د امنیتي ځواکونو روحیه به ځپل کېږي او د افغان ځواکونو د بې شمیره مرګ ژوبلي شاهدان به اوسو. د حکومت مشرانو ته پکار ده چې امنیتي سکتور د ونډو له قیده خلاص کړي، واحد شخص ته یې وسپاري او د لیاقت او ښه مدیریت د ځانګړنې لرونکي اشخاص په دندو وګماري.

ځینې کړۍ شته چې د امنیتي ځواکونو په سر معامله کوي او تروریستانو ته د امنیتي ځواکونو په مرکزونو د بریدونو زمینه برابروي.  حکومت باید دغه خلک وپېژني او د له منځه وړلو لپاره یې جدي اقدامات وکړي.

د افغان امنیتي ځواکونو په سرښندنه او قربانۍ کې ذره هومره شک هم نشته، اساسي ستونزه په رهبرۍ کې د غیر مسلکي خلکو ګمارل دي چې دغه برخه یې له ډېرو ننګونو او مشکلاتو سره مخامخ کړې ده. حکومت باید له زړه نه د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې په اصلاحاتو لاس پورې کړي او غیر مسلکي خلک ګوښه کړي، له دې چارې سره به نه یوازې دا چې امنیتي سکتور د مسلکي خلکو لاس ته ورشي، بلکې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې به اغیزمن ګام پورته شوی وي.

که چېرې حکومت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په رهبرۍ کې مسلکي خلک وګماري، له دې سره ځوانان هڅیږي، په حکومت باور زیاتیږي، د امنیتي ځواکونو لیکې پیاوړې کېږي، جنګي روحیه یې لوړیږي او تروریستان هم کمزروي کېږي.

ولس په هر حال په یوه پیاوړې روحیه  له امنیتي ځواکونو سره مرستې ته چمتو دی، حکومت هم باید سر له همدا اوسه د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ کې د مسلکي خلکو د ګمارنې لپاره جدي اقدامات پیل کړي او د تروریستانو پر وړاندې دې هر ورځ له نویو جنګي تکتیکونو سره  مخکې لاړ شي. که چېرته دغه لارې عملي نه شي، په هیڅ صورت د داسې پېښو مخنیوي نه شي کېدای او د نورو دغسې ناوړه پېښو عیني شاهدان او قربانیان به اوسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply