افغان ژورنالیستان د پاڼ او پړانګ ترمنځ خبریالي کوي/محمدالله شېرزی

0 1,063

د مې دریمه نیټه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ده، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په ځانګړو راټولیدنو سره نمانځل کیږي.

ددغې ورځې نمانځل په مختلفو هیوادونو کې په مختلفو بڼو سره ترسره کیږي، د نړۍ لوی امپراطوران چې په نیمه نړۍ به یې راج چلیده، د مطبوعاتو به یې دومره سترګه کیدله، چې خپل زوال به یې له دې برخې ګاڼه.

 ددې ورځې له نمانځلو سره نړیوال د مطبوعاتو د کار او فعالیت درناوی کوي او ورسره یې د کار پر وړاندې د خنډونو د ختمیدو غوښتنه کوي، خو په افغانستان کې خبریالان د خپلې مرګ ژوبلې، وهنې ډبونې او سپکو سپورو خاطرې پر خوالو رسنیو  په داسې مهال شریکوي، چې ګواکې هیڅ مدافع نلري.

د هيواد په روانو جګړو که خبریال د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوي، خو ډير ځلې بې سرپرسته کورنۍ ترې په میراث پاتې کیږي او د خبر رسونې وسایل یې یا ټوټې کیږي او یا هم د یادګار په ډول پاتې کیږي.

په روانه جګړه کې که خبریال هر څومره بې پرې پاتې کیږي، قضاوت پر ولسونو کوي، خو بیا هم په سره خط کې ژوند ته دوام ورکوي. د پېښو پرمهال لوږه تنده زغمي، خو له دخیلو دقیقو سرچینو مالومات ترلاسه کول غواړي، بیا هم تل له اوږده انتظار سره مخ وي، یادې سرچینې نه غواړي، چې په وخت سره دقیق مالومات ورکړي، که وي هم د ګوتو په شمار له لسګونو اړیکو وروسته.

مخالفه غاړه تل ترې د یوه طرفه قضاوت په نوم سر ټکوي، زیاتره وخت یې تر خپل مرګوني هدف لاندې نیسي او یا هم د ګواښونو له لارې پرې خپل شوم نظرونه تحمیلوي.

دلته که وګورو، د نوي دورې په راتګ سره دیموکراسي بلا غښتلي شوه، په هېواد کې سلګونه بیلابیلې رسنۍ د دوی په مالي لګښت رامخې ته شوې، داچې دلته هغه وخت دغه مسلک دومره پیاوړی نه و، نو تجارتي بڼه یې ځانته غوره کړه، د یوې سوداګریزې وسیلې په توګه هغه څوک په دندو وګمارل شول،

چې یا یې پیسې کمې غوښتې او یا هم ځینې نورې ملحوظاتي خبرې وې، نو که له یوې خوا دې رسنیو په لویه پیمانه د پوهې لپاره د ذهنون تنویر وکړ، خو له بلې خوا یې ټولنه په سختو ستونزو کې هم دخیله کړه او پردی کلتور یې دلته لکه غر راته پیاوړی کړ.

اوس چې د نړیوالې ټولنې په بیلابیلو نومونو مالي لګښت کمزوری شو، نو د رسنیو حالت هم ستونزمن شو، ان تر دې چې لسګونه رسنۍ تر سقوطه ورسیدې.

اوس چې خبریالي د ډېریو خبریالانو د ژوند وسیله ګرځیدلي ده، د پاڼ او پړانګ ترمنځ خپلو کړنو ته دوام ورکوي، په یوه نسبتاً وړه دایره کې خپلې چارې په ډېر احتیاط سره پرمخ وړي، د دولتي چارواکو درناوی، د نفوذي جهادیانو فرمایشونه، د فاسدو وکیلانو د کړنو نه انعکاس او د مخالفو وسله والو اعلامیې هغه ستونزې دي، چې که په پوره فکر ونه لوبول شي، د سر په بیه ورته تمامیږي.

د افغانستان مطبوعاتیان په داسې حال کې دغه نړیواله ورځ نمانځي،چې د یوې تازه سروې له مخې د تېرکال په پرتله په دې هېواد کې د بیان د ازادۍ کچه راکمه شوېده او افغان خبریالان ګیله لري،چې د ولسمشرغني لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له توشیح وروسته هم دوی معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

پدې هیله چې په دې هېواد کې په رښتيني ډول د څلورمې قوې په ډول مطبوعاتو ته نظر وشي او دوی په پوره مسلکي او معیاري ډول د ولس او حکومت ترمنځ د پل حیثیت غوره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply