روژه او ګاونډي/محمود حقاني

0 1,501
پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ګاونډي د حقوقو د يوې پوښتنې په ځواب کې داسې فرمايي “که رنځور شي نو پوښتنه يې وکړئ که د مرستې غوښتنه درڅخه وکړي نو مرسته يې وکړئ او که چېرته غائب شي نو د کور او عيال ساتنه يې وکړئ”  يو لورې ته که رمضان د رحمتونو، برکتونو، ثوابونو، د ګناهونو د بښنې او د يو بل سره د خير ښېګڼې مياشت راغله بل لورې ته بیا زموږ هیواد او هیوادوال له ډېرې مودې راهيسې د راز راز ناورينونو، بدبختیو، درغليو او پيچيدلې جګړې سره مخ دي. د همدغې بدمرغۍ له امله مو هر کور ويران، هره مور بوره، هر بچی يتیم او هره کورنۍ د فقر، غربت بې سرپرستۍ او داسې ورته نورو فجایعو سره مخ ده او دغه ملت له دې ستونزمن، کړکيچن او ناببره حالاتو څخه راويستل زموږ ديني او ملي وجيبه ده
ځکه چې دا وطن مو خپل دی ملت مو خپل دی يتيمان بچي او بوري مېندې مو خپلې دي. ددوی حيا زموږ حیا ده ددوی ناموس زموږ ناموس دی او دوی د خوښيو په څپاند سيند کې ورګډول زموږ نيکمرغي او بريا ده
راځئ چې د خپل بې وزله ملت او د نفقې له بحران سره مخ ګاونډيانو لاس نيوی وکړو او خپل بندکړي لاسونه ددوی پرمخ پرانيزو چې اقلًّا  ددوی نغري هم په دې روژه کې بل او ګرم پاتې شي له يو اړخ نه خو به مو خپل مسئوليت ادا شي ځکه چې د ستر لارښودصلی الله علیه وسلم وينا ده چې” په تاسې کې غوره هغه څوک دی چې د خپل ګاونډي سره ښه وي” يعنې د اړتيا په وخت کې د هغه مرسته د ناروغۍ په وخت کې د هغه پوښتنه او د سونزې د راتلو په وخت کې په هغه خفه کېدل او هغه سره تعاون کول او بل اړخ ته به دوی هم په دې خوښيو کې راسره مل اوسي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply