د روژې باره کې مسايل او احکام/مفتی عبدلوالی

0 2,305

————————————-
په هېره خوراك او څښاك كول روژه نه ماتوي!
رسول اللهﷺ فرمايي:
چا كه په هېره سره په روژه كې خوراك څښاك وكړ، نو دی دې خپله روژه پوره كړي (روژه يې نه ماتېږي بلکې) الله تعالٰی پر ده خوراك څښاك وكړ. (صحيح البخاري: 1933، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

د روژه ماتي وركولو ثواب

رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې روژه دار ته روژه ماتی (افطاري) ورکړ، نو د ده لپاره د روژه دار په مثل اجر دی، او د روژه دار په اجر کې هم هېڅ کمی نه راځي. (جامع الترمذي:807، د زيد بن خالد جهني رضي الله عنه په روايت)

د خپلې روژو خيال وساتئ

رسول اللهﷺ فرمايي: ډېر روژه دار داسې وي چې هغو ته له خپلې روژې نه يواځې لوږه په نصيب کېږي، او ډېر قيام کوونکي داسې وي
چې هغو ته له خپل قيام نه يواځې شوګيره په نصيب کېږي. (سنن ابن ماجه: 16900 د ابو هريره رضي الله عنه په روايت)

د روژې په حالت كې اُلټۍ (كانګې)
رسول اللهﷺ فرمايي: چا ته چې په روژه کې اُلټۍ (کانګې) راغلې، نو د ده په ذمه قضا نشته، د ده روژه نه ده ماته خو چا چې قصدًا اُلټۍ وکړې، نو دی دې قضا راوړي. (سنن الترمذي:720، د ابو هريره رضي الله عنه په روايت)

په رمضان كې عمره

رسول اللهﷺ فرمايي: په رمضان كې عمره كول د حج برابر دي. (صحيح البخاري: 1782، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
پر نابالغ روژه نشته

رسول اللهﷺ فرمايي: له درې كسانو نه قلم پورته شوى دى (مُكَلّف نه دي) له ويده نه تر دې چې بيدار شي، له نابالغ ماشوم نه تر دې چې بالغ شي او له ليوني نه تر دې چې عاقل شي. (سنن أبي داود: 4403، د علي رضي الله عنه په روايت)
د روژې نيت له سبا صادق نه مخكې

رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې له فجر (سبا صادق) نه مخكې د روژې نيت ونه كړ، نو د هغه روژه نشته. (جامع الترمذي: 730، د حفصې رضي الله عنها په روايت)
د جنت رَيّان دروازه
رسول اللهﷺ فرمايي: په جنت كې يوه دروازه ده چې رَيّان ورته وايي، له دې دروازې نه به يواځې روژه دار ننوځي، ويل به شي، روژه دار چېرته دي؟ نو دوى به ورپاڅېږي او يواځې هم دوى به ترې ننوځي، كله چې دوى ننوځي بيا به بنده كړى شي. (صحيح البخاري: 1797، د سهل رضي الله عنه په روايت)
د روژې په حالت كې سفر او روژه ماتول
ابن عباسww وايي چې رسول اللهﷺ مكې ته په رمضان كې روان شو، روژه يې هم نيولې وه خو كله چې كَدِيد نومې ځاى ته ورسېده، نو روژه يې ماته كړه، بيا نورو خلكو هم روژه ماته كړه. (صحيح البخاري: 1944، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
په سفر كې روژه
حمزه بن عمرو اسلميtt، چې ډېر زيات روژه نيونكى و؛ له نبيﷺ نه پوښتنه وكړه چې ايا زه په سفر كې روژه نيسم؟ ورته ويې فرمايل: كه وغواړې نو ويې نيسه او كه وغواړې نو مه يې نيسه. (صحيح البخاري: 1943، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
په سفر كې روژه خوړل عيب نه دى

انس بن مالكt وايي چې مونږ له رسول اللهﷺ سره پر سفر وو، نو روژه دارو به روژه نه نيوونكو ته څه بد نه ويل او نه روژه نه نيوونكو روژه نيوونكو ته څه بد ويل. (صحيح البخاري: 1947، د انس بن مالك رضي الله عنه په روايت)
ټوله شپه قيام؟
ام المؤمنين عايشهrr فرمايي: ما رسول اللهﷺ داسې نه دی ليدلی چې ټوله شپه، يعنې تر سبا يې قيام کړی وي. (صحيح مسلم:1778، د عايشې رضي الله عنها په روايت)

| رمضان ګناهونه ختموي رسول اللهﷺ فرمايي: پنځه لمونځونه، جمعه تر بلې جمعې او رمضان تر بل رمضانه، دا ټول د صغيره ګناهونو ختموونكي دي كله چې له لويو ګناهونو نه ځان وساتل شي. (صحيح مسلم: 233، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
| د رمضان المبارک برکتونه رسول اللهﷺ فرمايي: کله چې د رمضان مياشت شروع شي، نو د اسمان دروازې پرانستل شي او د جهنم (دوزخ) دروازې بندې کړى شي او (سرکشه) شيطانان په ځنځيرونو کې وتړل شي. (صحيح البخاري:1899، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
| د پېشلمي کولو فضيلت رسول اللهﷺ فرمايي: پېشلمى کوئ، ځکه چې په پېشلمي کولو کې برکت دى. (صحيح البخاري:1923، د انس بن مالك په روايت)
| د روژې بدله رسول اللهﷺ فرمايي چې الله تعالٰی فرمايي: د بني ادم هر عمل د همده لپاره دى، سوا له روژې نه، دا روژه زما لپاره ده، او د دې بدله به زه ورکوم. (صحيح البخاري: 1904، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
| د روژې حقيقت رسول اللهﷺ فرمايي: روژه (د ګناهونو په مقابل کې) سپر (ډال) ده. (صحيح البخاري: 1904، د ابوهريرهرضي الله عنه په روايت)
| رښتينى روژه دار رسول اللهﷺ فرمايي: په تاسو کې چې د چا روژه وي، نو نه دې فحشې جنسي خبرې کوي او نه دې شور زوګ کوي، که ده ته څوک کنځلې وکړي يا ورسره جنګ وکړي، نو دى دې ووايي: زه روژه يم (نو له تا سره جنګ کول نه غواړم). (صحيح البخاري: 1904، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply