د سینما سپينه پرده/محمود نظری

0 880

اخیر ته هم سوې ورته  په کټ کټ

د لومې دانو ته ګورې په پټ پټ

دې دانو ته څوک تینګیدای نسي

ته به هم سې په مرداریو کې لټ پټ

***

ټوله ړانده دلته  دبینا اکت کوي

ټول بدرنګه د ښکلا اکت کوي

دا دنیا اوس سپینه د سینما پرده ده

توره ورځ کې تندر د ړنا اکت کوي

امریکا ته وطنپلور د شرابو له خمه پاک راویستې

د ګناه د مرداریو له څاه څخه یې صاف را ویستې

ته وطنپلور په کومه ژبه  له خپله پلاره  مننه کوې

ته د پشې وچ غول یې لکه طلا له خاک راویستې

داچېاوسیېهرېنغارېتهنڅیږيعجیبهنهده

ته يې  د خپل نښې لپاره له خاورو  لکهتاکراویستی

***

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply