لاريون چا په تاوتريخوالي واړوو؟ / خوشحال آصفي

0 706

وروسته له هغې چې وړمه ورځ د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې مرګونی خونړی بريد وشو او په کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته؛ تيره ورځ په سلګونو افغانانو او يو شمېر مدني فعالانو غوښتل چې دغه بريد د يو لاريون په ترڅ کې وغندي او د ملي يووالي حکومت ته خپل اعتراض وړاندې کړي چې ولې د ولس امنيت نشي نيولی، خو لاريون د يو شمېر مزدورو کړيو له لوري په تاوتريخوالي بدل کړلی شو چې په کې ۷ تنه ووژل شول او له شلو ډير ټپيان شول. دوى چې د ښار له بېلابېلو سيمو څخه د تېرې چهارشنبې د ورځې د پېښې ځاى زنبق څلور لارې کې راټول شوي و، د طالبانو او حقاني شبکې د زندانيانو د اعدام غوښتنه هم کوله.

لاريون تر يوې مودې ښه روان و خو وروسته بيا په تاوتريخوالي واوښت. ځينو لاريون کوونکو پوليس پر تيږو وويشتل او بيا د پوليسو له غبرګون سره مخ شول. پوليسو هوايي ډزې وکړې، د اوبو او اوښکې بهونکي ګاز په کارولو سره يې لاريون کوونکي تيت او پرک کړل. بل لور ته ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې لاريون د خلکو حق دى او دوى سوله ييز لاريونونو ته درناوى لري، خو لاريون کوونکي دې هغو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې ددوى له دې حرکت څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

اوس پوښتنه دا ده چې د تيرې ورځې لاريون چا سياسي کړ او چا ترې ناوړه ګټه واخيستله؟

لومړی خو په داسې ترينګلي امنيتي حالت کې چې خلک آن په پلازمېنه کې هم خوندي نه دي او د تير خونړي بريد د مړو جنازې هم لا خاورو ته نه دي سپارل شوي؛ د لاريون ترسره کول هيڅ اړين نه و. بيا که چيري خلکو خپل احساسات نه شول کنټرول کولی او لاريون يې ترسره کولو نو بايد د لاريون د اصولو مطابق يې ترسره کړی وای څو نور يې له احساساتو منفي ګټه پورته نه کړي. خو له بده مرغه داسې ونه شول او د پاکستان او ايران جاسوسانو خپل کار وکړ او د خلکو ذهنيتونه يې بل لوري ته واړول.

چا او ولې د خلکو ذهنيتونه بل لوري ته واړول؟

مخکې له دې چې دغې پوښتنې ته ځواب ورکړو؛ يو ځل بيا د تيرې چهارشنبې خونړي بريد ته اشاره کوو چې په سلګونو افغانانو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د تيرې چهارشنبې مرګونی بريد چې د زنبق په څلور لارې کې وشو افغان حکومت يې پړه پر پاکستان واچوله چې د حقاني شبکې پر مټ يې دغه بريد ترسره کړی دی. همداراز د ورکړل شويو راپورونو له مخې په دغه بريد کې کارول شوي چاودېدونکي توکي روسي و او د ايران په سفارت کې په موټر کې ځای پر ځای شوي و. له دغې بريد وروسته د پاکستان او ايران په اړه د خلکو توند غبرګونونه راپاريدونکي و چې سملاسي ايران او پاکستان د خلکو د ذهنيت بدلولو لپاره خپلو پلورل شويو کسانو ته دنده ورکړه څو په يوه نه يوه طريقه د خلکو ذهنيت بدل کړي.

په همدې موخه يې د افغانانو په جامه کې خپلو جاسوسانو ته امر وکړ چې د خلکو له سپيڅلو احساساتو ګټه پورته کړي، لاريون وکړي او بيا لاريون په تاوتريخوالي واړوي څو د خلکو مخ د حکومت طرف ته واړوي. د تيرې ورځې لاريون هم تر يوه مهاله ښه روان و خو په منځ کې يې په ولسي جرګه کې د خلکو وکيل لطيف پدرام چې څه موده وړاندې يې له افغان حکومته د ډيورنډ کرښې په رسميت پيژندلو غوښتنه کړې وه؛ هڅه وکړه چې لاريون سياسي کړي او د حکومت پر ضد خلک راوپاروي نو نوموړي پورې اړوندو کسانو يې پر پوليسو د ډبرو ګوزارونه وکړل. پوليسو هوايي ډزې وکړې، د اوبو او اوښکې بهونکي ګاز په کارولو سره يې لاريون کوونکي تيت او پرک کړل، خو په دې منځ کې جاسوسو کړيو د دې لپاره چې د خلکو غبرګون د افغان حکومت په خلاف راوپاروي؛ په خپلو بې غږه توفنګچو يې يو شمېر لاريون کوونکي وويشتل.

دغو جاسوسانو له فرصت نه په ګټې اخيستنې په داسې مهال په خلکو د بې غږه توفنګچو په مرسته ډزې وکړې چې پوليسو هوايې ډزې کولې. لاريون کوونکي همدغو د ايران او پاکستان جاسوسانو وويشتل او تور يې په پوليسو پورې کړ څو له يوې خوا له ايران او پاکستان اړوند د خلکو ذهنيت بدل کړي او له بلې خوا دوی خپلو هغو شومو موخو ته ورسيږي چې له وړاندې يې پلان کړي څو د حکومت پر وړاندې خلک راوپاروي. د دغې لاريون په ګډوډۍ کې د احمد ضيا مسعود؛ هغه چې له دندې ګوښه کېدلو وروسته يې د حکومت د راپرځولو هڅې پيل کړي، او د لطيف پدرام چې د دولت په منځ کې د دولت اپوزيسون او د پاکستان لاسپوڅی دی؛ پراخ لاس و. تر څنګ يې احمد سعيدي د شهرت ليونی چې غواړی په هر قسم چې وي ؛ ځان شهرت ته ورسوي؛ هم د لاريون په تاوتريخوالي بدلولو کې پراخه ونډه درلودله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply