آلله اکبرـ آلله اکبر /اکبري

0 669

د خوارملا آذان واورئ

ای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورو مشرانو او باتورو کشرانو، خویندو او وروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!

په کلو اوبانډو کې دا خبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیو سمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټو ملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې تور دوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامو او خاصو  ولسونوخویندو،میندو،پلرونو،ماشومانواوځوانانوخپل کلۍ اوکور اور اوتنور ګرځیدلی دی.ویر دی، ژړا اوواویلا اوزړه بوږنوونکي چیغي دي دځمکې اوهواڅخه دوینواوباروتوګډ بوی پورته کیږي.

نو ځکه په زغرده وایم چې زما دخوار ملا اذان اودزړه کړیکي ته غوږشئ:

ای د خوار او زاروطن خواروزاروهیوادوالو!

سیا اوای،اس ،اې دیوي منحوسي اوپردۍ سیکې دوه مخونه دي چې د دوی دسیکواو دسیسو په وسیله موږ مسلمان افغانان په ستر ناورین اوویرجن ناتاراخته یود سیا ډالرواودای،اس،ای کلدارو زموږ ګلالی وطن ټوټه، ټوټه اوولس په سرو وینو کې لاهوکړی دی اوپه دغو نغدو، چغدویې هم پرون وطن پلورونکي روزلي او پیرلي دي اوهم یې نـن طالب اوداعش د دغوبنډلو،بنډلو ډالرو او کلداروپه زورافغان وژنې اووطن ورانونې په ابلیسانه اواستکباري دسیسه رامنځته کړی اود خپلوښکیلاکي سترونقشواوموخولپاره یې خونړۍ چاړې ،بمي  واسکټونه اوبمي ټانکرونه د هغو په واک کې ورکړي اودشرغوبل ناپایه سریال دسپیني ماڼۍ اوکریملین ماڼۍ فرعونانود تهران بې ضمیره اخوندانواودتورپنجاب بې غیرته دهیرا رنډیوحرامونو څارګرو پوځیانوته په زړه پوري نـنداره او تماشاده چې ۴۰ کاله څه چې لانوربه څوکاله روانه وي.

د خوار ملا دزړه کړیکي ته غوږشئ:

ع اوغ هم د یوي بلې کیري سیکې دکېردوه مخونه دي چې پوره درې کاله دسرپرستانوپه چنووهلواورسۍ کشولو بوخت دي یوتسبیح په لاس پګړۍ پرسراوبل په دیرش زریزه ډالري دریشۍ اوالماسي ګړۍ اومدرنه نکټایې کې د یواوبل دسلامت اوملامت په لیکچرونوبوخت دي که دارګ اوسپیدارماڼیوپه چم ګاونډکې دمور بم ټانکري خوربم چوي اوپه سلګونو،سلګونونارینه اوښځینه هیوادوال ځوانان اوماشومان پخپلو وینو کې رغړیږي خو دوی په مبتذلوویناوود ولس په سترګو کې خاوري شیندي اوویاړي چې دع اوغ اولادونه اود ډبل ع ډبل میرمنې په ډیلي،پاریس اومریم جان اوطارق جان په امریکا کې استوګن دي که ټول کابل اووطن اور واخلي خو دوی هغه مرغاوي دي چې اوبه یې تر خنګروپوري رسي.

دخوارملا دزړه چیغه واوری:

ای د افغان مستضعفه اودرپه درباتورولسه!

دهیواد ټولودیني عالمانوته قرآن مجید په سراوخپله خواره لمن غوړوم اوزما سپین زړي اومخلص وړاندیز ته دعمل جامه ورواغوندی اوهغه داچې:

افغان ستر او ویاړلی امپراتوراعلیحظرت احمدشاه بابا دشیر سرخ په جرګه کې دملنګ صابرشاه په وساطت د غنم د وږي په وسیله بریمن اوویاړن پاچا شوهغه افغان اتل چې فارس اوهند یې تر نګین لاندې و.

د هغه یوه ستره کارنامه دهغه مهال دبدخشان دځایې واکمن څخه دحضرت محمد(ص) دمبارکې خرقې ترلاسه کول او کندهار ته رالیږدول و. هغه مبارکه خرقه چې دبدخشان مرکز دهغه په برکت دپخواني نوم وګوزګون د پرځای د فیض آباد په نوم ونومول شواولوی کندهار داحمد شاه بابا پلازمېنه داشرف البلاد نوم خپل کړ.

دغه خرقه مبارکه په ټوله میلیاردي اسلامي نړۍ کې دحضرت رسول اکرم (ص) ځاني چپنه ده .اوله شک پرته تقدس اوتبارک هم لري.دهیواد داوسني سترخونړي بحران اوناپایه غمیزي ته دپای ټکي دایښودلولپاره وړاندیز کوم  چې دهیواد د ۳۴ ولایتونوعالمان او مشران دی د سوله ییزي اسلامي جرګې په دود دخرقې مبارکې مزار  ته ولاړشي اوداسلامي نړۍ ترټولونوموتی،نومیالی اودقرآن کریم دتلاوت په څونړیوالو مسابقوکې لومړی درجه ګټونکی متدین اوفاضل قاري فضیلت مآب الحاج قاري صیب برکت الله سلیم په مبارکو اوږو واچوي اودخرقي مبارکې دجامع جومات یوټوک قرآن عظیم الشان په غیږکې په اسلامي جسارت او اخوت دهیواد بیلابیلو سیموته دی سوله یېز،جرګه ییزحرکت پیل اورښتیني افغاني طالبانوته دی د قرآن مجید اوخرقي مبارکي په شفاعت دسولې اوپه افغانستان دامن اوټیکاودراوستلواواستحکام بلنه ورکړي د استحمار،استکباراوستعمارکفري اوشیطاني دسیسې ته دی دآبد لپاره دپای ټکی کیږدي.انشا آلله رښتیني افغان مسلمان طالبان اومتدین عالمان اووطنپال مشران به ټولي نړۍ ته دافغانانودجرګو،مرکوویاړلی بیرغ اوخپل اسلامي صلابت او تاریخي وړتیا په ډاګه اواثبات کړي.

لویه خدایه !لویه خدایه!

افغان ولس درته لاسونه لپه نیولي ته پخپل کرم اومرحمت افغانانوته داخوت اوجوړجاړي توفیق اوبرکت ورکړه.آمین یارب العالمین

اکبري

 دروژې دمبارکې شپږمه دزیارت متبارکه ورځ

۱/۶/۲۰۱۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply