د مکتبۍ پیغلې له بکسې څه را ووتل؟

0 1,370

اکرام الله اکرام

د څارګرې ادارې ډله د پوهنځي په دروازه ننوته، شاید شک یې درلود، غوښتل یې د نجونو له ټولګیو لیدنه او پلټنه وکړي.
په ټولګیو ورسم شول، پلټنه پیل شوه او د هرې نجلۍ بکس یې وپلټه خو په همدې وخت کې یوه جالبه پېښه وشوه.
یوې محصلې نه غوښتل بکس یې ولیدل شي، لانجه جوړه شوه او د پلټنې ډلې فکر کاوه چې خپله ورکه یې وموندله.
نجلۍ هم وارخطا وه، رنګ یې الوتی او خولې پرې راماتې وې،خو باید بکس یې پلټل شوی وای د پلټونکو سره بله لاره نه وه.
په ټولګي کې شور جوړ وو، اخر د ټولګي استاد رامخکې شو.
لورې بکسه ورکړه چې ویې ګوري خو نجلۍ بیا هم نه غوښتل چې بکسه یې وکتل شي.
بل اخره له ډېر جنجال وروسته د نجلۍ بکسه ترې په زور واخیستل شوه او پلټل یې پیل شو.
په ټولګي کې خاموشي خپره شوه او ټولو خپلې سترګې د نجلۍ په بکسه ګنډلې وې.
د نجلۍ په بکسه کې د کتابونو او قلمونو ترڅنګ څو توکړې وچه ډوډۍ او په پلاستیک کې سړې وریجې ولیدل شوې.
پوښتنه ترې وشوه دا څه دي او ولې دې یې په نه لیدلو ټینګار کاوه؟
نجلۍ نورې خپلې اوښکې تم نه شوې کړای.
وې وویل: پلار مې نشته، ورونه مې کوچنیان دي، مور مې ناروغه ده او په کور کې د خوراک لپاره هیڅ نه لرو، دلته د لیلې د نجونو څخه چې کوم خواړه پاتې کیږي زه یې اخلم او کورته یې وړم تر څو پرې وږې ګیډې مړې شي.
نه مې غوښتل له غریبۍ مې ټولګیوالې خبرې شي ځکه له پېغوره ویریږم چې څوک راته ونه وایي چې تاسې زموږ پاتې شوني خورئ!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply