راځۍ چې د قدر شپه وپېژنو!/ ژباړن: محمد خالد ملکزی

0 2,336

لیکنه: فضل الله ممتاز د شرعي علومو متخصص

ژباړه: محمد خالد ملکزی

د قدر شپه په حقیقت کې د کال د بهترینو شپو څخه هغه غوره شپه ده چې لوی څښتن تعالی په خپل بې ساري فضل او لورینې سره دا نعمت خپل دې وروستي امت ته ورکړیدی په داسې حال کې چې پخواني امتونه ددې ارزښتمن نعمت څخه نه ؤ برخمن شوي.

په دې لیکنه کې غواړو په لنډه توګه سره د قدر د مبارکې شپې ځانګړتیاوی، فضیلتونه او برکتونه له خپلو درنو مینه والو سره شریک کړو.

د قدر شپه به کله لټوو؟

که څه هم چې د لیلة القدر شپه د علماؤ له نظره مُتقلِّبه ده(یعنې ثابته شپه او نیټه نه لري، بلکه دا شپه کله په یو تاریخ او کله په بل تاریخ باندی وي، او علماء ددې شپې د وخت په اړه مختلف نظریات لري،  أما بیا هم  ددې په خاطر چې یو مسلمان ددې شپې د سترو برکتونو او بې شمېره خیر څخه محروم او بې برخې نشي؛ نو  د روژې د میاشتې په لسو وروستیو ورځو او شپو کې دې دا شپه ولټول شي، په ځانګړې توګه چې وِتَر(طاقې شپې وي، لکه 21 ـ 23ـ 25…) او په طاقو شپو کې هم بیا په ځانګړې توګه چې د روژې د مبارکې میاشتې 27  شپه وي .

په دې شپه کې څه کول پکار دي؟

وروڼو او خوېندو ته ښايي چې دا شپه په وېښه باندی تېره کړي او نه یواځې دا چې په خپله وېښ پاتې شي، بلکه د کورنۍ نور غړي او خپل خپلوان او دوستان  هم باید وېښ پاتې کېدلو ته  وهڅوي، ځکه چې دا قدرمنه او ارزښتمنه شپه د زرو میاشتو څخه غوره ده.(یعنې دا یوه شپه دومره مبارکه او د برکتونو څخه ډکه ده چې د  83 کالو  او 4 میاشتو سره هم نشي برابره کیدلی، بلکه له دې څخه هم غوره شپه ده چې په قرآن کریم کې ورته (خَیرٌ من ألفِ شَهر) ویل شویدي؛ نو غوره به دا وی چې دا شپه په عبادت باندی رڼه او ویښه تېره شي، البته د ویښ پاتې کېدلو لپاره یوه مناسبه او اغېزمنه لاره غسل کول دي، ځکه په دې شپه کې غسل کول مستحب دی او له مونږ سره  په ویښ پاتې کېدلو کې مرستندویه واقع کېدلی شي.(1)

د دې قدرمنې شپې فضیلتونه خورا زیات دي، نه یواځې دا چې ددې یوې شپې عبادت(که هغه لمونځ ،صدقه، زکات او داسې نور صالح اعمال وي) د زرو(1000) میاشتو دعبادت څخه غوره دی. همداراز په همدې مبارکه شپه قرآن کریم هم نازل شویدی، لکه چې لوی څښتن تعالی په سورة القدر کې په دې اړه مونږ ته داسې مهرباني کوي او ارشاد فرمايي:[إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ * لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ * تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ *سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ].

ترجمه:  بېشکه مونږ دغه(دقدر او عزت کتاب قرآن کریم) د قدر په شپه کې نازل کړیدی ــ او ته څه پوهیږی (اۍ محمده ! صلی الله علیه وسلم) چې دا د قدر شپه څه ده ــ د قدر شپه د زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده(چې که چیری څوک ېې بیامومي او تر سهاره پوری پکې په عبادت باندی ځان مشغول وساتي) ــ پرښتې او روح (جبرائیل علیه السلام)  په هغې کې د لوی څښتن تعالی په اجازه هر حکم له ځان سره راخلي او راکوزیري ــ (خورا زیاتې ملائیکې پکې ځمکې ته راکوزیږي او له ځانونو سره برکت، رحمت او مغفرت راوړي) (دغه) شپه تر سهارختلو پوری سرتاسري سلامتیا ده.

همداراز مؤمن مسلمان ته ښايي چې په دې شپه کې د هیڅ ډول عبادت او الهي طاعت څخه خپل ځان محروم او بې برخې نه کړي، بلکه ورته ښايي چې  په خورا لیوالتیا او بې ساري اخلاص سره د کال په دې بهترینه شپه کې زیاتې هلې ځلی وکړي او کېدای شي چې د هغه دعاګانې د همدې شپې سره سمون وخوري او قبولی شي.

د کبیره او صغیره ګناهونو د مغفرت شپه:

په  دې اړه د امام بخاري او امام مسلم (رحمهما الله)  نه په یو روایت شوي حدیث شریف کې نبي(علیه السلام) فرمايي چې: ((مَنْ قَامَ لَيْلَةَ الْقَدرِ إيماناً واحْتِساباً غُفِر لَه مَا تَقَدَّم مِن ذَنبِهِ).

ترجمه: څوک چې د لیلة القدر شپه د ایمان او اجر غوښتلو په نیت رڼه(په ویښه باندی ېې)تېره کړي؛ نو د هغه ټول پخواني ګناهونه به ورته وبښل شي.

علامةعبدالغني النابلسي(رحمه الله) د ګناهونو د بخښنې په اړه وايي چې: (په دې ګناهونو  کې صغیره او کبیره ګناهونو دواړه شامل دي (او دا به ورته بخښل کیږي)،ځکه چې د مهربان او لورونکي الله تعالی(جلت عظمته) رحمت خو له دې څخه هم ډېر پراخه دی).

په دې شپه به کومه دعا وايي؟

 په یو بل مبارک حدیث کې چې امام ترمذي او حاکم روایت کړیدی او دا حدیث ېې صحیح حدیث ګڼلی دی چې ام المؤمنین حضرت عائشه (رضي الله عنها) وفرمایل: اۍ د الله تعالی رسوله! که چیری مې د لیلة ُ القدر شپه وموندله؛ نو کومه دعاء به وایم؟ وې فرمایل: ووایه:((اللُّهُمّ إِنّكَ عَفَوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنّيْ)).(2):

ترجمه: اۍ لویه پروردګاره! ته زیات بښونکی ییاو بښنه خوښوی؛ نو ما ته بښنه وکړی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(1): ژباړن

(2): (په عربي ژبه کې د عَفُوٌ کلیمه د لوی څښتن د اسماء الحسنی یا د سپېڅلو نومونو څخه یو نوم دی چې د زیات بښونکي په معنا سره ده)

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply