د تاجکستان د سټراټيژیکو مطالعاتو مرکز ويلي چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د ناامنيو ورځ تر بلې ډېرېدو او پراخېدو اندېښمن کړي دي.
دغه مرکز ادعا کړې چې ځينې کړۍ په قصدي توګه جګړه د افغانستان شمال ته ټېل وهي او پلان لري چې په دې توګه تاجکستان هم ناامن کړي.
په دې کې شک نهشته چې په دې وروستيو کې د جګړې لمبې د افغانستان شمالي ولايتونو ته هم پراخې شوې دي او ورځ تر بلې هلته ناامنۍ زياتېږي، خو د افغانستان د وروستيو جګړو په تاريخ کې داسې نه دي شوي چې له افغانستان څخه دې ترهګر او جګړهمار کوم ګاونډي هېواد ته تللي او هلته يې خلک وژلي وي.
خو له بله اړخه بيا که وګورو، تقريبا د افغانستان د ټولو ګاونډيو هېوادونو افراطيان، جګړهمار او نور مجرمان په افغانستان کې د خلکو په وژلو بوخت دي.
پاکستانيان خو هره ورځ په وسلو بار راروان وي، ايرانيان، ازبک، چيچن، تاجک، ترکمن او نور بلا بتر له کلونو راهيسې په افغانستان کې د نظام پر ضد جګړې کوي. دا اوس اوس د دغسې بهرنيو ترهګرو تر شلو ډېرې ډلې په افغانستان کې له سرتېرو سره پنجې نرموي.
په دغسې حال کې که د تاجکستان د سټراټيژيکو مطالعاتو مرکز بيا هم اندېښنه لري چې ګواکې افغانستان به د دوی لهپاره جګړهمار چاغوي، ادعا يې د سرتاج عزيز د وروستيو څرګندونو غوندې مسخره ده چې وايي، افغان ولسمشر د طالبانو ملاتړ کوي.
د افغانستان حکومت که هر څومره ستونزې لري، خو په دې برخه کې يې دريځ بېخي پاک دی چې ترهګر، ترهګر بولي او چې په مخه ورځي، وژني يې.
له بده مرغه زموږ ډېر ګاونډيان داسې نه دي. هغوی ښه او بد، خپل او پردي ترهګر لري او په منظمه توګه يې په وسلو بار افغانستان ته د جګړې لهپاره رالېږي.
د تاجکستان د سټراټيژيکو مطالعاتو مرکز دغسې څرګندونې په اوسنيو حالاتو کې له بېخوندي، د اړيکو له خرابولو او د اذهانو له ګډوډولو پرته هيڅ نه لري.
که دغه هېواد رښتيا هم وېره لري چې د افغانستان د شمال ناامنۍ به د دوی لمنې ته هم اور ورکړي، را دې شي، د افغانستان له حکومت سره دې په ګډه د ستونزې د حل لهپاره پر پلان کار وکړي.
زموږ سرتېري عملا له ترهګرو سره د هېواد په ټولو سيمو کې په جګړه بوخت دي، د تاجکستان حکومت دې يې ملا ورتړي، هغه طالب او نور اورپکي چې په شمال کې تر ټپي کېدو وروسته تر پوله پورې غاړه تداوي کېږي، هغوی دې يا راوشړي، يا دې يې ووژني.
ترهګر د هيچا نه خپلېږي او ترهګر هيڅ پوله نه پېژني. د دې هيڅ ګرنټي نهشته چې د افغانستان د لمبو تاو دې ګاونډيان و نه سوځي، نو ښه دا ده چې تر بېمانا او بېځايه څرګندونو تېر شو، په ګډه کار وکړو او د شريک خطر مخه، په شريکه ونيسو.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320