اوس دې نو د بېلتانه لاس خلاص وي

0 1,617

اوس د نړۍ چټکې الوتکې جنګي جيټ دي چې تېز رفتار کوي، خو پوهېږئ ژر به مسافر وړونکې الوتکې هم همداسې چټکې شي.
اوس د مسافر وړونکيو الوتکو د بهرنۍ باډي د جوړولو په موخه داسې سراميكي مواد توليد شوي دي چې د سانټي ګراډ په كچه تر ۳ زره درجو پورې د تودوخې پر وړاندې مقاومت لري.
كه چېرې ساينس‌پوهان په دې وتوانېږي چې له دې ډول موادو څخه د الوتكې باډي جوړه شي؛ نو د لندن او نيويارك تر منځ د الوتنې وخت به له نهو ساعتو څخه ۲ ساعتونو ته راټيټ شي.
دا ځانګړي مواد په انګلستان كې د مانچسټر د پوهانو له‌خوا په چين كې د منځني سوېل د پوهنتون د پوهانو په همكارۍ د اوږدې مودې لابراتواري هلو ځلو په پايله كې توليد كړي دي.
د دې موادو په تركيب كې ټايټانيوم، كاربن او بوريم كارول شوي دي.
كه چېرې پوهان بريالي شي چې نوې الوتكه توليد كړي؛ نو د غږ د سرعت په پرتله به ۵۵ برابره لا زياته پرمختللې او چټكه وي.
تمه کېږي چې دا الوتكې به د الوتنې پر مهال د ځمكې د اټوموسفېر په تر ټولو لوړې طبقې كې حركت وكړي؛ څو د سرعت مخه يې و نه نيول شي.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply