ننګرهار کې سیاسي مذهبي ریاکاري/ خوشال خلیل

0 981

ننګرهار کې سیاسي مذهبي ریاکاري
په دې عکس کې د ننګرهار د کلتور رئیس چې تر نامه مخکې حتما د الحاج مختاړی ورسره لیکي، ښار ته وتلی او د طالبانو د مذهبي پولیسو په څیر له اخلاقي فساد سره د مبارزې په نوم له سیمسارۍ او جامو له دوکانونو نانځکې او هغه ښځینه توکي چې فکر کوی د نرانو شهوت پاروي د شرم په نوم راټولي او بندوي.
دا جناب چې زه پيژنم هیڅ مذهبي مخینه نه لري، خو د ننګرهار مذهبي او افراطي ماحول مجبور کړی دی چې داسې ریاکارانه کارونه وکړي او تر دې ډېر مهم کارونه چې د کلتور رئیس ته په کار دي هغه نظرانداز او په همدې څو کارونو د خلکو توجه راواړوي.
دا یوه ډېره بده ریاکاري ده، او په ټول افغانستان په ځانګړي ډول ننګرهار کې دا سیاسي او مذهبي ریاکاري له بده مرغه د اوبا ناروغۍ غوندې د خوریدو په حال کې ده، هسې خو ریاکاري که مذهبي وي که سیاسي بد ټولنیز تاثیرات لري، خو چې کله سیاست او مذهب دواړه سره مکس او د ریاکارۍ په بڼه راڅرګند شي بیا نو د هر پرمختګ په مقابل کې لکه د سیاسي اوبا په څیر ټول نوي او زاړه اقدار له مخې لري کوي او ټولنه ناروغه او فاسدوي، بده یې لا دا چې ټولنه دا ناروغي نشي احساسولی خو ناروغه به وي. سیاسي مذهبي ریاکاري اصل کې هغه غیر اخلاقي کړني دي چې د مذهبي ادبیاتو په چوکاټ کې په ریاکارانه توګه خلکو ته وړاندې کېږي. یعنې ریاکاري هغه نقاب دی چې په بېلابېلو موقعیتونو کې یې چارواکي او سیاسیون په مخ راکاږي او یو منفي حقیقت ته د تظاهر په چوکاټ کې مثبت لوری ورکوي.
خو د داسې ریاکارۍ جرړه موږ په سیاسي ایډیالوژیکه او ټولنیزه اډانه او روزنځای کې موندلی شو، که ایډیالوژي او روزنځای یې له یو بله جلا وي، نو تاثیر به یې هم جلا وي خو که دواړه سره یو ځای او مدغم شي لکه ننګرهار بیا نو دوه چنده خطرناک کېږي. د طالبانو وخت کې تندلاره ایډیالوژي له بهره راغلې وه، ټولنې جذب کړې نه وه او تاثیر یې کم و، خو اوس یې روزنځایونه هم ننګرهار کې دي او تاثیریې هم زیات دی.
ننګرهار چې د ادب او علم ټاټوبی دی، خلک یې حق لري له خپلو ځايي چارواکو وپوښتي چې تیرو دوو کلونو کې یې د کلتور رئیس او فرهنګیانو څو علمي سمنیارونه نیولي؟ څو دودیزې میلې یې بیا احیا کړي او جوړې کړي دي؟ څو مشاعرې او د محلي موسیقۍ د ودې لپاره یې دېرې مجلسونه کړي دي؟ د کلتور د ودې لپاره یې څومره پروګرامونه د تلویزیون او راډيوګانو له لارې خپاره کړي دي، د محلي لاسي صنایعو او تاریخي سیمو د ساتنې لپاره یې څومره هڅې کړي دي، کوم جوماتونه او ودانۍ چې جوړیږي د کلتور رئیس په کې نظر ورکړی دی چې زموږ له افغاني او دودیزې اسلامي معمارۍ سره برابرې دي او کنه؟ د پاکستاني ورځپاڼو او متشدده کتابونو او سي ډي ګانو مخه یې نیولې ده او کنه؟ د پارکونو د پاک ساتلو لپاره یې څومره تبلیغات کړي او په دغو پارکونو کې يې د چرسیانو مخه یې نیولې او کنه؟
د کلتور رئیس پوهېږي چې دا پوښتنې اوس ورنه ننګرهار کې څوک نه کوي، ځکه ننګرهار اوس د ادب او علم نه زیات د تبلیغانو، داعشیانو، طالبانو او افراطیت فکري مرکز دی او داسې ځای کې دا پاس خبرې بازار نه لري، خو که بازار ته ووځي او له دوکانونو نانځکې راټولې کړي او ځیني فیشني شیان بند او عکسونه فیس بوک کې خپاره کړي لایکونه اخلي او خلک خوشالېږي، نو څه ضرور چې ځان ته تکلیف ورکوي، بس همدا سیاسي مذهبي ریاکاري ده چې دده چوکۍ او مصب تضمینوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply