د افغانستان- هند هوایي سوداګریز دهلیز موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصاد کچې لوړول او د ترانزیټې خنډونو لیرې کول ښودل شوي دي. په لومړۍ الوتنه کې د ۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه کرنېز محصولات د دغه هوایي دهلیز له لارې ډهلي ته ولیږدول شول.
د وخت په تېریدو سره به دا پروازونه یوازې له کابل څخه نه، بلکې له کندهار، هرات، مزار، جلال آباد او همداډول د هېواد له نورو ولایتونو څخه هم هندوستان ته بېلابېل توکي په ځانګړي توګه تازه او وچې میوې ولیږدوي، چې په دې سره به د افغان بزګرانو حاصلاتو ته په نړیوالو مارکیټونو کې د پلورلو زمینه برابره شي څو خپل حاصلات په لږ وخت کې په ښه بیه وپلوري.
د هېواد د ترانزیټي لارو د پراختیا لپاره د حکومت هڅې لکه د آقینه-ترکمنستان اوسپنې پټلۍ، له چین سره ترانزیټي اړیکې، د چابهار بندر پرانیسته، د ایران- تورغونډۍ او د یاد هوایي سوداګریز دهلیز پرانیسته د سوداګرۍ د ودې او پرمختګ زمېنه برابروي، چې کولي شي د کرنیزو ځمکو په خړوبولو او د افغان محصولاتو د صادریدو په زیاتولو سره به لوی اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي
داچې هندوستان غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، د سیمې او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته هم یو ښه فرصت دی چې له دې چانس څخه ګټه پورته کړي او له افغانستان سره په سوله ایزه او خوندي فضا کې خپلې سوداګریزې راګړو او ورکړو ته دوام ورکړي.
ښاغلي ولسمشر د هند د دولت او خلکو له همکارۍ او د افغانستان خلکو ته د هغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه، او زیاته کړه زه او مودي د هوایي سوداګریز دهلیز د جوړیدو په اړه ژر پایلې ته ورسېدو او عملاً یې د پایلو شاهد یو.
ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه چې د افغاني محصولاتو په صادراتو باید زیات تمرکز وشي او په بازار کې باید له مشتري سره د ګډ کار زمېنه برابره شي. د افغانستان دولت پانګوالو، سوداګرو او خصوصي سکتور ته دا ډاډ ورکوي چې د هغوی تولیدات نه ضایع کېږي او د ودې او د لا ډېرو افغاني صادراتو زمینې به ورته برابرې شي.
افغانستان دولت هڅه کوي چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو لپاره بېلابېلې د لیږد او صادریدو لارې چارې برابرې کړي، څو په یوه مسیر کې د ستونزو پرمهال له نورو لارو ګټه واخیستل شي، چې افغان تولیدوونکي خپل تولیدات نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.
په کابل کې د هند استوګن سفیر هم څرګنده کړې ده، د افغانستان د ترانزیټ ستونزه دا مهال د افغانستان د ولسمشر د عالي مفکورو له امله په فرصت بدله شوې، چې د افغانستان-هند هوایي دهلیز یې ښه بیلګه ده. هغه زیاته کړې، هند ژمن دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري ته دوام ورکړي.
افغانستان یو کرنیز هېواد دی چې وچې او ډیرۍ تازه میوې یې د نړۍ په کچه شهرت لري، چې د ښه خوند لرونکي دي، خو له وختونو راهیسې دا تازه او وچې میوې ډيرۍ یې پاکستان ته لیږدول کیږي او نورو هېوادونو ته یې صادریدل لږ دي، اوس چې له هند سره هوایې دهلیز پرانیستل شو د افغانستان بېلابېل کرنیز محصولات به د هند بازارونو ته ولیږدول شي چې په دې سره به بزګران هم وهڅول شي، چې خپل محصولات ته پاملرنه ډیره کړي، څو کال تر راتلونکي کال ښه محصولات ولري او د خپل ژوند ټولې برخې یې د حاصلاتو د عاید له پلوه بشپړې شی.
په وروستیو کې د سوداګرۍ د ودې لپاره د ځمکنیو لارو ترڅنګ هوایې دهلیز هم پرانیستل شو او وروسته لدې ټول سوداګر کولی شي، چې خپل توکي د هوایې دهلیز له لارې هم هند او بیا ټولې نړۍ ته ولیږدوي.
ورځ تر بلې دولت خپلې ژمنې بشپړوي او د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره هڅه کوي چې خپلو سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړي او د افغانستان محصولات له بیلابیلو لارو نورو هېوادونو ته صادر کړي.
لکه څنګه چې د خدمتونو او صنعت سکتور ترڅنګ کرنه هم د افغانستان په کورنیو تولیداتو کې مهم رول لري، د افغانستان دولت باید د کرنیزو محصولاتو د ودې په موخه پراخ پروګرامونه په لاره واچوي، تر څو زموږ د بڼوالو او کروندګرو د صادراتو ترڅنګ د هغوی په ژوند کې هم مثبت بدلون راشي او د دوی په پخلنځي کې بدلون د افغانستان په اقتصاد او کلني عوایدو کې بدلون دی، ځکه د افغانستان نږدې ۶۵ سلنه خلک کرنیزو محصولاتو له لارې د ژوند کولو عواید برابروي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320