د هغه شاعر دانې وشه پر ژبه / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 797

یوه احصايیه راووتله چې په دریو ورځو کې شپېته زره کسان د حکمتیار په حضور مشرف شوي دي.
بله د سلو زرو، ورپسې د دوو سوو زرو هغه وړاندې کړای شوه. اوس د “مفتي سنګر” په جمع ضرب کې دا ټولې احصایې شپږویشت ملیونو ته رسېدلې دي.

که په دغسې چټکي کار جریان ولري؛ په میاشت نیمه کې به د افغانستان د نفوس دوه برابره ته خبره ورسېږي.
د ثور تر کودتا وړاندې د افغانستان نفوس ۱۸ملیونو ته رسېده. په پاکستان کې تنظیمي او په کابل کې د خلقي، پرچمي خپرونو احصایې که راواخلو، له دواړو لوریو سل ميلیونه افغانان وژل شوي دي.
دې ته په کتو له دومره ضایعاتو او تلفاتو سره بیا هم خبره څرنګه دېرش ملیونو ته ورسېده، د نفوسو دغسې چټکه وده څومره ممکنه ده؟

دا اوس چې رسنۍ ګورې، لولې، اورې د ورځې اوسط دېرش طالبان وژل شوي وي، دغه شمېره کله له اتیا او سلو هم لوړه راووځي – د ولسي خلکو، امنیتي ارګانونو هغه خو پرځای پرېږده .
خبره د حکمتیار صاحب د ملاقاتونو نه، بلکې د ده په حضور د مشرف کېدو وه. ماته چا ټلېفون وکړ چې څو تنه لیکوالان غواړي له حکمتیار صاحب سره وګوري؛ په نوملړ کې ستا نوم هم شته.

ما ورته کړه، زه خو اول د غویانو ډاکټر یم بیا لیکوال، که ځم، نو له خپلو مسلکي ملګرو سره به ځم. کند همجنس با همجنس پرواز.
له دې سره مې دخدای بښلې معشوق سلطان او ملکه ترنم نور جهان د وروستیو مرکو یادونه وکړه.
خبریال ملکه ترنم پوښتي؛
که خدای بیا ځلې ژوند درکړ “دوسرا جنم” په هغه کې به هم له هنر او سندرو سره پېيلې اوسې؟

نورجهان ورته کړ، که سل ځله خدای بیا ژوند راکړي، له هنر او موسیقۍ سره یې نه‌شم شلولای، بیا به سندرې وایم، بیا او بیا… خو معشوق سلطان ورته کړ؛
خدای دې د دې راته وبښي، بل ژوند نه‌شم خرابولای.
زما دریځ د معشوق سلطان هغه دی.
څو ورځې زموږ ستاسې یوه مشر شاعر د حکمتیار صاحب په حضور له مشرف کېدو وروسته سم‌لاسي د ده په مدحه او ستاینه خپله اوږده قصیده تېره کړه.
خو د حکمتیار صاحب په مخ کې څوک کوټه متاع نه‌شي تېرولای. ده ته پته وه چې شاعر په دغه شعر کې د څو ټکو او نومونو په اړولو او را اړولو؛ له تره‌کي تر رباني، ملا عمر، کرزي او اشرف غني ټول سنت کړي.
ځکه خو یې شاعر ته وریاده کړه چې دی په‌کې نه دی.
خوشحال بابا وايي؛
د هغه شاعر دانې وشه پر ژبه
چې د شعر دردانې پلوري په کنجکو

د حزب اطلاعاتو هغه وخت دغه شاعر پام‌وړ وګاڼه چې دی لاس پر سینه له حکمتیار سره مخه ښې ته ودرېده.
اطلاعاتیان متوجه شول چې د شاعر اوږده نوکان یو ډول له شنو موادو ډک دي، هغه ده چې مامور لړزانک سم‌لاسي د خطر زنګ کېکاږه او شاعر یې له حکمتیار سره له مخه ښې، نه دا چې ایسار کړ؛ بلکې سملاسي یې له کوټې ویوست.
د مامور لړزانک اندېښنه بلکې وېره دا وه چې هسې نه د اسلام او جهاد دښمنانو د شاعر په نوکانو کې انټراکس پوډر یا نور زهرجن مواد ځای پرځای کړي وي؛ چې له مشر سره په تماس یې پر هغه ور ایله کړي.

ده ته پته نه وه چې د کې‌جي‌بي پخوانی مامور چې په روسي جمېزبانډ مشهور و، له کې‌جي‌بي پر مخ اړولو روسي استخباراتي ځریو په همدغسې یوه طریقه مړ کړ.
مامور لړزانک د دې له‌پاره چې د دغې توطيې ټول اړخونه کشف کړای شي؛ فوراً د لابراتوار د اړتیا خبره وکړه، خو ستونزه لابراتوار ته د دغو موادو په لېږد کې وه.

اطلاعتیان چې تر وېش پر تالان خوښ دي، وړاندیز يې وکړ چې د شاعر ګوته د لابراتواري کشف له‌پاره پرې کړای شي.
خو ډاکټرخانو دا خبره سمه و نه بلله، بلکې په ځانګړو خفاظتي وسایلو یې د ده له نوکانو د موادو په راایستلو هغه لابراتوار ته ولېږل‎.
یو نیم ساعت وروسته د لابراتوار نتېجه راورسېده چې مازې عادي خیري تثبیت شوي ول.

دغه پرمختیا د حزب یوه شاعر ځکه لېک کړه چې نورو شاعرانو ته تنبیه ګرځېدلې وي چې د حکمتیار صاحب پر وړاندې د کوټه متاع د تېرولو ګستاخي و نه کړي.
په دې لاسو کې نن ګل دي سبا کاڼي
د دې خلکو الفتونه ماته یاد دي

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply