حکومت فساد قانوني کړ؛ په دولتي روغتونونو کې فيس ورکول کيږي / خوشحال آصفي

0 751

په داسې حال کې چې د هېواد روغتيايي سيستم له ګډوډۍ سره مخامخ دی، وړ ډاکټران لږ دي، د درملنې وسايل او تجهيزات نيمګړي  او په روغتونونو کې د روغتيا څارنې معيارونه ټيټ دي؛ له ننه وروسته به ولس په دولتي روغتونونو کې هم د پيسو په مقابل کې درملنه کوي. په تازه اقدام کې د ملي يووالي حکومت کابينې په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستلو مقرره تاييد کړه. تيره ورځ د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز وويل چې د زمري د مياشتې په ۱۸ نېټه، په دولتي روغتونونو کې د حق الاجرات (فيس) مقرره تاييد شوه. له دې وروسته به هر ناروغ په دولتي روغتونونو کې هم د پيسو په مقابل کې تداوي کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسي قانون دوه پنځوسمه ماده حکم کوي چې : دولت دافغانستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او د وړيا علاج وسيلې او روغتايي آسانتياوې د قانون له حكمونو سره سم تأمينوي.

اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چې آيا د ملي يووالي حکومت په کابينه کې داسې څوک نه و چې له اساسي قانونه خبرداره وي او له دغې طرحې سره مخالفت وکړي؟

که کابينه له اساسي قانونه خبرداره وي نو يې قصداً د ولس وينو زبېښلو مقرره تاييد کړې او که مجبوره و؟

حکومت په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستلو مقررې د تاييد لپاره دليل راوړي چې له وړاندې هم په دولتي روغتونو کې خلکو په مرموز شکل پيسې ورکولې، نو د دې لپاره چې د دغې فساد مخه يې نيولې وي؛ د پيسو ورکړه يې قانوني کړه. دا سمه ده چې له وړاندې هم په دولتي روغتونو نو کې پيسې ورکول کيدلې خو اصلي علت يې دا نه و چې ولس پيسې ورکولې. اصلي خبره دا ده چې ډاکټرانو له ناروغانو پيسې غوښتلې او يا ناروغان داسې اړ کيدل څو ډاکټر ته پيسې ورکړې څو د ناروغ درملنه يې وکړي. دغه اصلي فساد دی. دا فساد نه دی چې ولس يې له مجبوريته ډاکټرانو ته پيسې ورکولې. اصلي فساد دا دی چې د دولتي روغتونو ډاکټران په فساد ککړ دي.

همدا اوس دولتي روغتونونو دومره په فساد کې ډوب دي چې غوټې په کې وهي. فساد يواځې دا نه دی چې یو څوک دې د ناقانونه کار کولو په مقابل کې پيسې واخلي يا يې ورکړي. بلکې دا هم فساد دی چې چارواکي په خپل وخت کار ته نه حاضريږي، په کار کې ناغيړي کوي، له عامو خلکو سره  بده رويه کوي، ولس په خپلوانو او پرديو ویشي او …..

په دولتي روغتونونو کې همدا اوس د حکومت لخوا څار نشته، ډاکټران په خپل وخت دندې ته نه حاضريږي، د ډوډۍ وخت يې معلوم نه دی، د لمونځ وخت يې معلوم نه دی، که څه هم دوی د خوراک او لمونځ لپاره فقط يو ساعت وخت لري خو دغه ډاکټران په ساعتونو ساعتونو ورک وي، چې کله راشې داسې وي ته به وایې چې د نړۍ تر ټولو نابغه ډاکټر دی، له خلکو سره به تنده لهجه خبرې کوي. د ناروغ او مراجعينو انساني کرامت تر پښو لاندې کوي، ناروغ داسې رټي لکه په قصداً چې يې ځان ناروغ کړی وي.

همداراز د ډاکټرانو تر څنګ د روغتون پياده ګان هم کلانکاره شوي دي، له ناروغانو او مراجعينو سره داسې چلند کوي لکه شخصي دښمن چې يې وي. دغه پياده ګان بيا له هغوی چې په روغتون کې يې ماشوم وزيږيږي؛ په سلګونو افغانۍ د شيرينۍ په نوم اخلي، که يو څوک غريب وي او سل يا دوه سوه  افغانۍ ورکړي نو هاخوا يې ورته ګوزاروي، ته وايې چې قانوني حق يې درسره دی. تر هغو چې د پنځو سوو يا زرو نوټ ورنه کړل شي؛ په کراره دې نه پريږدي. همداراز داسې خبرونه هم شته چې په روغتونونو کې دغه پياده ګان له ناروغانو دواګانې پټوي او بيا يې په درملتونونو پلوري.

د دې تر څنګ په دولتي روغتونونو کې دواګانې شتون نه لري، هر دولتي دروغتون ته که ورشې؛ ډاکټر يې په خپلې يا د خپل ملګري يا د خپل قراردادي درملتون نسخه درکوي چې له فلاني درملتونه بايد دوا واخلې.

که حکومت په دولتي روغتونونو کې د فيس اخيستل په دې توجیه کوي چې په روغتونونو کې د فساد د مخنيوي لپاره يې دا پيسې قانوني کړي دي؛ نو دغه فاسد ډاکټران چې ناروغان يې مجبورول چې پيسې ورکړې؛ بايد په قانوني سزا رسولی وای. دغه پياده ګان يې اصلاح کړی وای. حکومت بايد له ناروغانو سره د ډاکټرانو او پياده ګانو رويه سمه کړی وای. حکومت بايد عامه روغتيايي خدماتو پروسه شفافه کړی وای، حکومت بايد په دولتي روغتونو څار کړی وای. په دغې توګه د فساد مخه نيول کيدلی شوای. په دې د فسا مخه نه نيول کيږي چې هغه پيسې چې ډاکټرانو په ناقانونه توګه له ولس اخيستلې هغې ته دې قانوني بڼه ورکړل شي. دا خو په دې معنا شوه چې حکومت په لوی لاس فساد ته قانوني بڼه ورکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply