د بلخ والي د وړو حریفانو جنګ ته ټانکونه راوایستل

0 989

 

هغه عطا محمد نور ‌چې په امپراتوري کې یې مرغانو په خپل سر پرواز نه کاوه، اوس هغې سویې ته راټیټ شوی چې له عادي حریفانو سره د دواړو لاسونو او غبرګو پښو زور کاروي.

داسې هم شي چې کله کله له اخېري قهر او مکملې انرژي کار اخلي. کله چې انسان کمزوری شي، په زکام هم مري، عطا له دغه زکام نه خدای خبر که روغ ووځي.

د ولایتي شورا د وکیل مومند او عطا محمد نور تر منځ له ډېره وخته زرګري جګړه روانه ده، مومند د عطا په واکمنۍ کې یوازېنی بلخی دی چې عطا ته مېز ډبولای شي او کله کله ښه تېز پرې ورځي، دا کیسه ټول وخت له فساده راشروع ده، داسې فساد چې مومند عطا پکې قلمداد کوي.

په عطا کې خو ډېرې ګوتې دي، فساد یې لکه د بلخ د تېلو پمپونه، لکه مارکېټونه، لکه دنګې ماڼۍ او لکه ښارګوټي په جار چیغې وهي چې د عطا فامیلي مربوط یوو، خو په بلخ کې داسې څوک کله هم پیدا نه‌شول چې د دې فساد په اړه لااقل د مالوماتو د خپرولو تر سرحده جرات وکړي.

مالومه نه ده چې مومند په کوم حد کې کمزورتیاوې لري چې عطا یې تر فشار لاندې نیولای شي، خو مومند دې خطر ته غاړه ایښې ده.

پخوا که کله چا داسې نسبي جرات کړی، حتا په شخصي مجالسو کې یې عطا ننګولی، بیا یې خیر نه دی لیدلی، بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلې، خو مومند په دې ټولو ورتېر شو.
دا چې په هوايي ډګر کې څه پېښ شول، په هغو بحث نه کوو، بحث په دې په کار دی چې عطا ولې توپک ته لاس کړ، ولې یې د داسې شورا پر یوه عادي وکیل د اټوم په شان زور مصرف کړ چې ده یې لا سلام نه علیک کاوه؟

فکر کېږي چې عطا په ورستیو کې د خپل بخت د بېړۍ د ډوبېدو نندارې ته د سیلابي دریاب پر څنډه ولاړ دی، دا څووم ځل دی چې اقتدار دبدبه یې چېلنج کېږي.

یو وار جمعيتیان پسې راپورته شول، دی یې تورن کړ چې د جمعيت د مشرۍ له‌پاره د مکر تاکتیکونه کاروي او غواړي دا هسته او پکې د عمل ابتکار بلخ ته یوسي او خپله پر دې مسند کښېني، بیا یې صفایانې ورکولې چې داسې نه ده، بیا یې له ولسمشر سره پټې مباحثې شروع کړې چې بیا جمعيتي حریفانو وننګاوه چې په خپل سر یې تر خپل صلاحیت لوی کارونه شروع کړي، ورپسې یې عبدالله عبدالله ته لاس ورواچاوه او هغه یې له خاورو سره سم کړ ‌چې زما او زموږ د انتخاباتي ټیم نمایندګي نه‌شې کولای او زه له رایه ورکوونکيو شخصاً بښنه غواړم، ورپسې یې په مزار کې ولسمشر غني ته سړکونه د اعزاز په عکسونو ولړل ‌چې لږ نور یې هم د ځینو په زړه کې که ښه کړ، د ډېرو په زړونو کې یې چلباز معرفي کړ، اخېري ځل یې له دوستم سره لاس یو کړ، خو دوستم یې له هوا راکوز نه کړای شوای، الوتکه منځنۍ اسیا ته ولاړه، عطا کور ته ماته تمه راستون شو.

نو ځکه اوس دا دی خپل کارتوس په داسې چا مصرفوي چې فکر هم نه کېده چې دی دې د مومند غوندې یو وکیل په خبره چورت خراب کړي.

دا د کمزوري او د تنهایي انتها ده چې په میدان کې ډزې کېږي، هغه هم د یوه والي پر وړوکي حریف، خو فکر کېږي چې عطا نور اړ شوی چې له عادي خلکو سره هم د حساب کتاب له‌پاره میدان ته ودانګي او هماغه لوی عطا په اصلي مانا همدومره وړکی، کمزوری او یوازې شوی دی، همدومره غوسه دی او زړه یې درزېږي.

له مومند سره په دې سفر کې د جمعه خان همدرد زوی هم و، خو عطا له جمعه خان سره مستقیم ځان و نه وهلای شوای، ځکه له یوې خوا حزب اسلامي پته پخه کړې، له بلې خوا په شمال کې یو زوږ جوړ شوی او له بله اړخه عطا ته سرخوږی او مشکلات دومره زیات شوي چې لاره ځنې ورکه ده، اول چاته غېږ ورکړي.

دا مقابله یو بل پیغام هم لري، داسې چې ښايي همدا عادي وکیل په دې تقابل کې تر عطا قوي وخېژي، کېدای شي بریالی شي او کېدای شي همدا وکیل د مشروعیت او مصوونیت له کارته په استفادې، عطا ته د دوستم او ایشچي په شان ماجرا شي.

دا حالت په ډاګه کوي چې نور نو عطا په نورمال شکل د ارګ مرحمت او کرم ته په راماتېدو دی، نور عطا هغه عطا نه دی ‌چې زور ووهي، هغه که زمری و هم اوس د موږک په تلک کې راګېر دی او دا ځکه ویل کېدای شي ‌چې څو ورځې وړاندې يې واشنګټن پوسټ ته په ډېر مایوسانه انداز ویلي وو چې امریکایانو موږ لکه د پيپسي بوتلونه تر ضرورت وروسته ایسته وغورځولو.

د دې خبرې مانا دا ده چې عطا پوهېږي، امریکایان دانه نه ورته اچوي او په ډېرو عادي حریفانو به یې له صحنې وباسي، خو غټ شواخون یې دا دی چې که له سیاسي صحنې وځي؛ نو دا حرامې او د ملت پر وینو ګټلې سرمایې به څنګه خوندي کوي او حتا دا واړه جنګونه به څنګه کوي، دا وړه سیالي به دوی دومره زهیروي.

د عطا حال د ډېرو نورو په مخ کې هم دنګ ولاړ دی، وګورو چې له دوستمه چا درس واخیست او له عطا یې څوک زده کوي؟

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply