مخامخ جګړه توره وي که سپینه / بریالی نایاب

0 695

د آمریکا د ستراتیژي په اعلان سره نه یوازې د پاکستان آورپکې ډلې بلکې حکومت هم خپله نارضایتي څرګنده کړه او د آمریکا د دې ستراتیژي اعلان یې د پاکستان لپاره یو بد خبر وګاڼه د حکومت ترڅنګ هغو ډلو ټپلو چې د اسلام ترنامه لاندې په سیمه کې د جنګ جګړې طرفدار دي او انسان وژنه یې تر هر نامه لاندې اصلي موخه ده د آمریکا ستراتیژي وغندله او په افغانستان کې یې  له جنګ جګړو څخه خپل پوره ملاتړ اعلان کړ.

دا لومړی ځل نده چې د پاکستان هیواد په نامه اسلام پاله ډلې په افغانستان کې د جګړې په روا والي ټینګار کوي او له جنګیدونکو ډلو څخه خپل ملاتړ اعلانوي، په پاکستان کې ډیرې ډلې همدا اوس په افغان جګړه کې مستقیم لاس لري او په ځینو مواردو کې افغان دولت ادعا کړې چې په جګړه کې په مستقیم ډول پنجابی عسکر او نظامیان نیول شوي او وژل شویدي، څه موده وړاندې د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ په سقوط کې ملکي خلک ګواهي ورکوي چې پاکستاني نظامیان وژل شوی وو او افغان حکومت هم همدا تور پورې کړی وو.

د دفاع پاکستان کونسل په نامه د مذهبي سياسي ګوندونو د اتحاد مشر، مولاسميع الحق، وایي چې د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې پر ضد اقدام نه کوي.

ښاغلي سمیع الحق چې د جمیعت علما اسلام (س) مشر هم دی په اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل د دوی په اتحاد کې شاملې ډلې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي.

مولانا سميع الحق دغه څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې ده او ویلي یې دي چې پاکستان هغو ترهگرو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې پر امریکایي قواو مرگوني بریدونه کوي.

د دفاع پاکستان کونسل د مذهبي گوندونو په اتحاد کې نژدې څلویښت افراطي مذهبي ډلې شاملې دي چې یو شمیر یې د امریکا متحده ایالاتو او د پاکستان د حکومت له خوا، تحریم شوي هم دي.

امريکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې د افغان طالبانو ډلې حقانی شبکې ته خوندي ځالې ورکړي او د دغه هیواد استخبارات په افغانستان کې د عملياتو په وخت د حقاني شبکې سره مرستې کوي. امريکا په کال ۲۰۱۲ کې د حقاني شبکه یوه بهرنۍ ترهګره ډله وبلله.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي چې په هیواد کې يې د ۲۰۱۴ کال راهیسې په پېل کړو پوځي عملياتو کې د ټولو ترهګرو ډلو په ضد، پرته له کوم توپیره، يو رنګ عمليات کړي دي.

د مولانا سميع الحق سره جهادي مشر فضل الرحمان خليل او د پخواني پوځي مشر ضیأ الحق ځوی اعجازالحق هم ملګري دي. ښاغلی خلیل وایي دا ممکنه نه ده چې پاکستان د حقاني ډلې په ضد کوم ګام پورته کړي.

ښاغلي سميع الحق د چهارشنبې په ورځ په خلکو د جهاد غږ کړی او ويلي يې دي مونږ په افغانستان کې د امريکايانو په ضد جنګېږو.

اصلي خبره داده چې آیا د پاکستان حکومت پداسې ځایونو کې لکه اسلام آباد د دې توانایې نلري چې د دې ډلو د فعالیت مخه ونیسي او که په لوی لاس د اور لمن ته پکی وهل دي مولانا سمیع الحق په اسلام آباد کې پډاګه اعلان کوي چې د دې شورا آړوند ډلې په افغانستان کې د آمریکایانو پرضد په جګړه بوختې دي، داچې سمیع الحق خپله په جار نارې وهي او پاکستان بیا په پاکستان کې د جګړه مارو ډلو شتون ردوی آیا پاکستان ړوند ده که د پاکستان استخباراتی آداره آی آیس آی چې دا خبرې دروغ دي او که څنګه.

په اوس وختکې افغان حکومت ته پکار ده چې له امنیت شورا څخه په کلکه غوښتنه وکړي چې د پاکستان هیواد ترهګرو په تمویل کوونکو، روزونکو او پالونکو هیوادونو په لیست کې شامل کړي او لدې سره سره دې یو لړ سیاسی بندیزونه او فشارونه پرې وضع شي.

پاکستان په تیرو څو کلونو کې له نړیوالې ټولنې د آمریکا په مشري ایتلاف څخه پدې بهانه چې ترهګر ځپي مرستې ترلاسه کړې نه یوازې ترهګر یې له منځه یو نه وړل بلکې ترهګر یې وروزل او د جګړې میدان ته یې را ولیږل، دا لومړی ځل نده چې په افغانستان کې له ترهګرو او جنګیدونکو ډلو څخه پاکستاني مذهبي ټیکداران په ډاګه ملاتړ کوي مولا فضل الرحمن وړاندې تر دې په بار بار سره پدې اظهار کړی چې زموږ کسان په افغانستان کې د دوی په آند په جهاد بوخت دي او دوی لدې کار څخه په پوره ملاتړ کوي خو پاکستان دولت او استخباراتي اداره یې په ډیره سپین سترګی سره داخبره ردوي او ځان سپین چرګ ګڼي او له نړیوالو څخه په میلیاردونو ډالر مرستې ترلاسه کوي او هماغه ترلاسه شوې پیسې په افغانستان کې جنګیدونکو ډلو ته ورکوي او خپلې سیاسي موخې ترلاسه کوي.

که چیرې پاکستان همداسې په سپین سترګی له ترهګرو ډلو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي نو د افغانستان حکومت راتلونکې به له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شي، او افغان حکومت په راتلونکو کلونو کې د سترو جګړو او بدبختیو ګواه و اوسي، که چیرې د نړیوالې ټولنې مرستې کمیږي کیدای شی د ترهګرو د تجهیز او تمویل پروسې هم له خنډ او ځنډ سره مخ شي خو پاکستان په کراره نه کیني او د یو بل تمویلونکې په لټه کې ده چې پدې کې د چین او روسیې ټاکل لرې ندی او روسیې تر دې وړاندې هم له طالبانو سره د خپلو آړیکو لرل ندي رد کړي او ویلي وو چې له طالبانو سره زموږ آړیکې زموږد ملي ګټو پر اساس دي او که آړتیاوي دې آړیکو ته به دوام ورکړل شي ترڅو طالبان زموږ ملي ګټې وساتي.

د طالبانو د تمویل او تجهیز لپاره د چین را میدان ته کیدل هم لرې خبره نده کې چیرې د چین هیواد ته دا ګواښ ډیریږي چې آمریکا غواړي زموږ تر پولو جنګ را واړوي نولرې نده چې طالبان د چینایانو په مشري خپل جنګ ته د آمریکا په وړاندې دوام ورکړي خو هغه څه چې یو تریخ حقیقت ده داده چې پاکستان د طالبانو د یو جیزګر په حیث خپل رول دوام ورکړی او لا یې هم ورکوي او لدې لارې خپل اهداف تعقیبوي.

افغان حکومت ته یوازې دا لاره پاتې ده چې پر پاکستان د نړیوالې امنیت شورا او ملګرو ملتونو له لارې سیاسي فشارونه ډیر کړي او دیته یې آړ کړي ترڅو پاکستان په افغانستان له جنګیدونکو ډلو څخه لاس په سر شي او افغان ملت هم یوه ورځ د آرامي ساه واخلي لدې پرته دا ممکنه نده چې په افغانستان کې دې د جنګ جګړو ټغر راټول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply