د امریکا په نوې سټراټېژي کې پام‌وړ ټکي / سید غفور احمد جاوید

0 1,734

د امریکا ولسمشر، ټرمپ د افغانستان له‌پاره نوې سټراټېژي اعلان کړه چې ورسره سم په هېواد دننه د یو شمېر سیاستوال او افغانانو غبرګونونه ښکاره شول، ډېری سیاستوالو دا مساله د افغانستان په اړه منفي تبلیغ کړه او کوښښ یې وکړ چې ګواکې په دې سټراټېژي کې افغان له حکومته مشوره نه ده اخيستل شوې او دا بیا هم د افغانانو په ګټه نه ده، دې او دې ته ورته نورې پوښتني غواړم دلته له خپله انده ځواب کړم؛

له افغان حکومت سره مشوره
په داسې حال کې چې په تېرو ۸ میاشتو کې د امریکا دفاع وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د CIA ريیس کابل ته سفرونه وکړل او له افغان چارواکيو سره یې په دې اړه خبرې وکړې، په ورته وخت کې د ملي وحدت حکومت چارواکي د امریکا له مرستیال ولسمشر سره په اړیکه کې وو او د پالیسي په برخه کې یې ورسره خپل نظرونه شریک کړي دي چې له امله یې امریکا د خپلو عسکرو ایستلو ته مهالوېش و نه ټاکه، پر پاکستان یې د فشار راوړلو مساله په پالیسي کې ځای کړه، تر څنګ یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او مرستو ته چمتووالی هغه څه دي چې د افغان حکومت غوښتنې وي، د بېلګې په ډول یې په سپټمبر کې افغان امنیتي ځواکونو ته د پرمختللو چورلکو د ورکړې د لړۍ پیلېدا یادولای شو.

د عسکرو ايستلو ته د مهالوېش نه ټاکل
د عسکرو د وتلو د مهالوېش اعلان هغه پالیسي وه چې کله په ۲۰۱۴۴ کال کې بارک اوباما عملي کړه او بدبختانه د مهالوېش د وتلو تر څنګ یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او ټروریسټي ګروپونو فکر وکړ چې کولای شې په افغانستان کې بری تر لاسه او اوسنی نظام رانسکور کړي او دي ټکې ته په کتو په هم‌مهالي شکل په ۲۱ ولایتونو کې جګړې زور واخيست، خو هغه مېړانه چې زموږ افغان امنیتي ځواکونو وښووله دوښمن و نه توانېدلو چې خپلې موخې ته ورسېږي، خو ولي د افغانستان په اقتصادي، سیاسي او نظامې برخه یې د پام وړ تاثیر درلود، خو اوس چې امریکا د خپلو ځواکونو ایستلو ته مهالوېش اعلان نه کړ؛ نو د سیمې هېوادونو او تر څنګ یې ټروریسټي ګروپونو ته واضح پیغام دا دی چې یو باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی او نړیواله ټولنه نور نه غواړي چې افغانستان تر شا پرېږدي، بلکې دوی د اوږدمهال په مخه په افغانستان کې پاتېږي او دا د دې لامل کېږي چې ټروریسټي ګروپونه په افغانستان کې بری نه‌شي تر لاسه کولای؛ نو ښه لار دا ده چې دوی د سولې له پروسې سره یو ځای شي او د سیاسي امتیاز په اخيستلو سره په افغانستان کې واک ته ورسېږي.

دويم مهم ټکی دا دی چې افغانستان د نړۍ د امنیت کرښه ده او د افغانستان ناامني اوس کولای شي پر ټوله نړۍ سيوری وغوړوي او د افغانستان ثبات کولای شي سیمه او نړۍ باثباته کړي، دې ټکي ته په کتو نړیوالو دا ګډ مسوولیت منلی چې له افغانستانه د اوږدمهاله ثبات د خپرېدو په لړ کې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

په پوځي ــ اقتصادي پالیسي، د پوځي پالیسي بدلېدل
په تېرو ۱۶۶کالو کې امریکا یوازې خپله سټراټېژي په پوځي اړخ پورې تړلې وه او خپله د امریکایي سیاستوالو په وینا چې دا زموږ لویه تېروتنه وه، ځکه اقتصادي او سیاسي اړخ مو په‌کې له پامه غورځولی و او د پالیسي د بریا له‌پاره دا ډېره اړینه ده چې ټولې برخې هم‌مهالي عملي شي، خو په اوسنۍ پالیسي کې په ښکاره اقتصادي، سیاسي او پوځي اړخونو ته اشاره شوې ده او امریکا کوښښ کوي چې په پوځي برخه کې وسله‌وال طالبان تر فشار لاندي ونیسي او له دې لارې د افغانستان د سولې پروسې سره یو ځای شي، تر څنګ یې اقتصادمحوره پالیسي کولای شي په سیمه کې د افغانستان د پرمختګ له امله د سیمې هېوادونو په ملتونو کې د امریکا خواخوږي پیدا کړي، له یوه لوري اقتصادي سیمه‌یز ثبات را منځ ته کوي او له بل لوري د کاري فرصتونو په برابرولو سره د حکومت او ملت تر منځ واټن کموي چې دا خپله د دې پالیسي یو قوي او پام‌وړ ټکی دی چې موږ کولای شو، دغه بدلون ته د نورو پالیسو په پرتله د بدلون په سترګه وګورو.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا
د سمیې حالاتو ته په کتلو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو نظامي ځواک ته په کتلو په افغانستان کې د ثبات راوستلو له‌پاره د قوي افغان امنیتي ځواکونو شتون هغه څه دی چې له یوې خوا په سیمه کې د قوت بلانس ساتي او له بل پلوه افغانستان او د افغانستان پولې د ترهګرو څخه ژغوري، ولې په هغه شکل چې لازمه وه په تېرو ۱۶ کلونو کې دې برخې ته ځانګړي پاملرنه و نه‌شوه او د افغانستان موقعیت ته په کتلو سره افغان امنیتي ځواکونه تجهیز او سمبال شوي وي، و نه‌شول، خو په نوې پالیسي کې د دې یادونه په ښکاره شوې ده او ویل شوي دي چې موږ د افغانستان د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ یو او هڅه مو دا ده چې دا ځواکونه په ټولو برخو کې د خپل هېواد په بشپړه توګه د دفاع له‌پاره چمتو شي چې دا هغه ټکی دی چې افغان ملي وحدت حکومت هر وخت له نړیوالو غوښت، دې نظریې ته په کتلو سره افغان حکومت د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا ۴ کلن امنیتي پلان هم ترتیب کړ چې هماغه مهال د امریکا د ملي امنیت دسلاکار مک ماسټر لخوا دتاید وړ وګرځیدلو چې اوس مهال امریکا افغان امنیتی ځواکونو ته د پرمختللو بلک هاک چورلکو دورکړي لړۍ هم تیزه کړي ده او دسیټمبر په میاشت کې به پیل شي .چې فکر کوم دا یې دپالیسۍ یو ترټولو قوي او مثبت ټکی دی.

په پاکستان فشار
پاکستان هغه هېواد دی چې له ټروریزم سره د امریکا په پیل شوې جګړه کې یې هر وخت دوه ګونی سیاست غوره کړی دی، په یو لاس یې له امریکا پیسې اخيستې دي او په بل لاس یې هماغه پیسې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په تمویل تجهیز او روزنه لګولې دي او دا مساله د دې لامل شوې وه چې هر وخت افغانانو پر امریکا انتقاد کاوه چې پر پاکستان فشار راوړي او د ټروریزم ځالې په هغه ځای کې خنثا کړي، له کومو څخه چې دوی افغانستان ته داخلېږي، خو په تېرو ۱۶ کلونو کې امریکا په دومره ښکاره شکل باندې پر پاکستان انتقاد نه و کړی لکه د ټرمپ په دې پالیسۍ کې چې پاکستان ته خط کش کړای شو او ورته وویل شول چې نور باید خپله تګلاره بدله کړي او که یې تغیير نه کړي؛ نو دامریکا له هر ډول عکس‌العمل سره به مخ شي.

دا په ښکاره شکل پر پاکستان د فشار راوړلو مساله ده، تر څنګ یې امریکا په افغانستان کې هندوستان ته د لا ډېر حضور وړاندیز وکړ چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې لا ډېره ونډه واخلي چې له دې لارې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ سره مرسته وشي، دا پخپله پر پاکستان د فشار راوړلو یوه ښکاره بېلګه ده او دا ښکاره کوي چې نور امریکا په سیمه کې له پاکستان سره خپله سټراټیژیکه ملګرتیا په هندوستان بدلوي او هند هم دا ظرفیت لري چې دا سټراټیژکه ملګرتیا د دواړو هېوادونو د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره وساتي.

د اصلاحاتو په تړاو د افغان حکومت ملاتړ
په اخېر کې تر ټولو مهم ټکی چې امریکايي چارواکيو ورته اشاره کړې ده، هغه له افغان حکومته د اداري فساد او تر څنګ یې په افغان امنیتي ځواکونو کې د اصلاحاتو راوستلو پر ضد مبارزه ده چې دا یو تر ټولو مهم اصل دی چې کولای شي د نړیوالو په مرسته موږ د دې اصل په پلي کولو سره داخلي جوړښتونه قوي او د مرستو د جلب و جذب لا ډېر توان پيدا کړو، له دې سره به د امنیتي سکتور اصلاحات زموږ د ډېری ځوانانو د تلفاتو مخه ونیسي او تر څنګ یې هغه مرستې چې له موږ سره کېږي، موږ به وتوانېږو چې هغه سمې يې مصرف کړو او د خپل اقتصاد په جوړښت کې به مرسته راسره وکړي.

پایله
ـ پورته ذکر شويو مواردو ته په کتلو سره اوس یو شمېر هغه مسایل مهم دي چې کولای شي دا سټراټېژي د کاغذ له مخه د عمل په ډګر کې پیاده کړي.
ـ پر پاکستان د امریکا واقعي فشار
ـ د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، تمویل او روزنه
ـ افغان حکومت بايد کورنيو اصلاحاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د نړیوالو په ملاتړ نور له جنګسالارانو وېره احساس نه کړي
ـ د زېربینایي پروژو پيل
ـ د سولې پروسې چټکول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply