د مدیر وحشت د افغانستان د معارف محترم وزارت ته! / حفیظ الله تراب

0 1,087


سهار اته بجې به وې چې ستړی ستوړی د کار ځای ته روان شوم. ستړی په دې وم چې په دې ورځو کې د يوه ټلوېزيوني سیریال په جوړولو بوخت یم. پنځه دقيقې وروسته مې راته زوی په ټلېفون کې په مظلومانه غږ وويل؛
پلاره يو ځل زموږ ښوونځي ته راشه.
مدیر راته وايي چې پتلون در نه وباسم.
په منډه منډه د لېسې ادارې ته ورغلم. تر اجازې او سلام وروسته مدیر ته نږدې کښېناستم. خبر شوم چې زما له موبایله د لېسې مدیر ته کوم مسيج لېږل شوی، موبایل مې وکوت، مسيج په‌کې نه و، پرته له دې چې د مدیر موبایل د مسيج له‌پاره وګورم، هغه ته مې وويل؛
زه ډېره بښنه غواړم، تاسې به ډېر خوابدي شوي او دردېدلي یاست، که مو زما پر کوم زوی شک وي، نو تاسې اجازه وکړئ چې په همدې اداره کې زه سزا ورکړم. مدیر څه و نه ويل، خو لږ وروسته يې يوه بل ته امر وکړ؛
قيچي راوړئ، هغه هم د خیاطانو له قیچي سره راننوت، زما د زوی وېښتو ته نږدې شو، هغه ورته وويل؛
که چېرته د ټولو کمېږي، نو زما هم بیا داسې کړه.

دا خبره نه وه، مدیر د يوه ځناور په څېر زما پر زوی حمله وکړه، لومړی يې هغه کوتک را واخیست چې په لاس کې يې ګرځوي، بیا يې د يوه مسلکي بوکس مین په څېر زما پر هغه زوی چې په ټول ټولګي او زموږ په کور کې ترې شریف انسان نه‌شته، بې‌رحمانه ګوزارونه پیل کړل، حیران وم چې څه وکړم.

شېبه وروسته چې پر خپلې څوکۍ کښېناست او د زوی له خولې مې وینې روانې وې، نو ورته ومې ویل؛
ته مدیر نه، يو وحشي يې، دا لومړی ځل دی‎ چې په يوه تعلیمي دستګاه کې په دې کچه يوه لېوه وینم.
که چېرته زما زوی، کومه بې‌ادبي کړې وای، نو په دې به مې هم خپل زړه ته تسل ورکړای وای، خو ما چې د خپل زوی مظلومیت وليد، نو کرۍ شپه مې خوب و نه کړ.

د خپل زوی پر وړاندې راته ځان ډېر ملامت ښکاره شو، خو بیا مې وويل چې که ما ورته عمل کړی وای، نو ښايي چې تر دې هم دردېدلی وای او هغه ځکه چې له داسې خلکو سره داسې څه په کار دي چې نورو ته پند شي.
د افسوس ځای دا دی چې د کابل په زړه “د استاد مصباح” په لېسه کې داسې وحشت روان وي، نو د لېري ښوونځیو به څه حال وي!؟

د نړۍ په يوه قانون کې به هم داسې وحشت نه وي چې پر دومره وړه خبره دې د يوه زلمي هلک دومره سپکاوی، د هغه د پلار په مخکې وشي او بیا هغو ته به يې زغمل څومره ګران وي چې لسیزې لسیزې يې پر مظلومانو لیکنې کړې وي، د هغوی له حقوقو يې دفاع کړې وي، خو نن يې يو بېګناه زوی، پر وړاندې له داسې يوه نه زغمونکي حالت سره مخامخ کېږي.
که چېرته د افغانستان د معارف وزارت د داسې وحشیانو غم ژر تر ژره و نه خوري، نو بله ورځ به زما غوندې يو بې‌غرضه قلموال دې ته اړ شي چې د وحشت ځواب په وحشت ورکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply