پاکستان د زوال په څنډه/ خوشحال آصفي

0 603

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت رامنځته شو او ولسمشر غني د افغانستان په اړه د پاکستان د نيت د بدلولو په خاطر له هندوستانه ليرې او پاکستان ته ډير نیږدې شو، پاکستان لکه د تيرو حکومتونو په شان د ولسمشر غني د تيرايستلو لپاره هم لاس واچولو. ولسمشر غني د پاکستان د منافقانه سياست د بدلولو په خاطر دغې هيواد ته په يو شمېر يو طرفه امتيازونو هم قايل شو لکه دغې هيواد ته د پوځي زده کړو لپاره د نظامي افسرانو استول، له پاکستان سره د پټو استخباراتي معلوماتو د شريکولو توافق، دغې هيواد ته د غني سفر، د پاکستانيو چارواکو پر مخ د کابل دروازې خلاصول او دلته يې د چارواکو راتلل، او له هندوستان سره د پخواني ولسمشر کرزي د مهال د وسلو د قرارداد لغوه کول.

خو سره د دغو امتيازاتو چې پاکستان ته ورکړل شوي ول؛ بيا هم پاکستان د سپي لکۍ وه،سيده نه شوه او کومه تمه چې ولسمشر غني ترې لرله؛ ترلاسه نه شوه. پاکستان بيا هم د خپلو اجيرو وسله والو طالبانو پر مټ په کابل او بيلابيلو ولايتونو کې خونړي بريدونه وکړل. د بېلګې په توګه يې تر ټولو خونړی د شاه شهيد سيمې بريد يادولی شو چې له امله يې ولسمشر غني پاکستان له افغانستان سره په ښکاره دښمنۍ تورن کړ او د کابل او اسلام آباد اړيکې په ټپه ودرېدلې.

له هماغه ورځې ولسمشر غني درک کړله چې پر پاکستان باور کول د وخت ضايع کول او لور په لوټه تيره کول دي. له هماغه وخته غني په نړيواله کچه د پاکستان د منزوي کولو او نړۍ ته يې د منحوسې څېرې ښکاره کولو لپاره ملا وتړله. په هر کورني او نړيوال ټریبيون به يې داسې چيغه اوچتوله چې پاکستان به يې په لړزه راوستلو، په وارسا کنفرانس کې، آسيا زړه کنفرانس کې، د ناټو په غونډه کې او په ټولو نړيوالو غونډو کې ولسمشر غني پاکستان ته داسې سياسي ګوزارونه ورکړل چې له پښو يې وغورځاوه. ښه بېلګه يې د آسيا زړه کنفرانس کې د پاکستان ۵۰۰ ميلوني مرسته ردول يادولی شو.

د هند په امریتسر کې د اسیا زړه کنفرانس ته په وینا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان نیوکې وکړې او وویل پاکستان د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړي، خو ښه به دا وي، چې دغه هیواد “له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي.”

د دغو ټولو هڅو نتيجه دا شوه چې پاکستان په نړيواله کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړ، د امریکا په شان ستراتيژيک ملګري يې له لاسه ورکړل او آن د غني پاکستان ضد هڅو دومره کار ورکړ چې پخپله پاکستاني سياستوال او چارواکي اړ شول چې په خپله کړې ګناه او منحوسې څېرې اعتراف وکړي. په امريکا کې د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني څو ځله پخپله په پاکستان وربلوسلي دي. همدا اوس په تازه کې يو ځل بيا د پاکستان پخواني سفیر په واشنګټن کې د خاقان عباسي وروستۍ خبرې رد کړي او پاکستان یې د سخت دریځو ځاله بللې چې افراطیانو ته یې پناه ورکړې ده.

همداراز تر ټولو غټ کار چې د پاکستان د منزوي کيدو او زوال زيری راکوي هغه د پاکستان په اړه د امريکا د دريځ بدلون دی چې د افغانستان او سيمې لپاره د ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې ليدل کيږي. په دغه ستراتيژي کې امریکا له هندوستانه غوښتي څو په افغانستان کې خپل سياسي او اقتصادي رول زيات کړي او پاکستان ته بيا اخطار ورکړل شوی امریکا نور په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځايونو پر وړاندې غلې نه شي کېناستلی. ټرمپ ويلي چې امريکا په ميلياردونو ډالره د پاکستان په واک کې ورکړي خو نوموړي هيواد په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه جوړ کړي دي.

په ټوله کې ويلی شو چې ولسمشر غني نړیوال قانع کړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې جدي شي او پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي. د ولسمشر غني د هڅو په نتيجه کې اوس نړيوال په دې ډاډمن شوي چې په سيمه کې ترهګري خپرونکی هيواد پاکستان دی او بايد چې پر ضد يې ګامونه پورته شي. اوس تر ټولو اړينه دا ده چې ولسمشر غني د بهرني پاليسي تر څنګ بايد په کور دننه اصلاحاتو ته هم پاملرنه ډيره او د قدرت هغه جزيرې وچې کړي چې د حکومت له منځه د حکومت د نړولو هڅه کوي. تر ټولو اړين فکتور همدا دی چې په کورني سياست پاملرنه ډيره شي څو د حکومت دننه د پنځم ستون موقف لرونکي چارواکي په نښه او د خپل عمل په سزا ورسول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply