ایا دا ځل به د سولې خبرې بریالۍ شي؟/ اسد الله دلاور

0 1,011

راتلونکو شپږو مياشتو کې څه پيښيږي؟ طالبان په کومو شرایطو سوله کوي ؟

په دې وروستيو کې له طالبانو سره د سولې خبرو بیا زور اخيستی او خلکو ته له يو اوږد ځنډ وروسته د سولې يوه بله هيله مندي ورکړل شوې  له دې ټولو اعتراضونو سره سره بیا هم خلک په دې باور لري چې له سولې پرته بله لار نشته .

د امریکا د متحده ایالاتو له ستراتيژي وروسته پر پاکستان د امریکا او نړيوالو ملګرو فشارونه يې زیات شوي ،اوس پاکستان اړ دی چې په په امریکا او طالبانو کې يو انتخاب وکړي ،د طالبانو  ټاکنه به د ۲۰۰۱ کال په څير ورته بیا ګرانه وي نو پاکستانيان اړ دي چې امریکا د خپل ملګري په توګه وټاکي .د امريکا د ټاکلو لپاره ځينې شرایط دي چې پاکستان بايد دغه شرایط ومني ،پاکستان تل هڅه کړې چې دوه رولونه ولوبوي خو دا ځل فکر کوم د پاکستان دوهم رول ته امریکا متوجې ده او له پاکستان يې غوښتي چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره صادقانه اقدامات وکړي .

اوس پاکستان اړ دی  چې پر طالبانو فشار راوړي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کيني ،چې تیره اونۍ د پاکستان د فوځ د مشر راتګ کابل ته او په راتلونکې کې د ولسمشر غني سفر اسلام اباد ته د سولې د خبرو پيل ګڼلای شوو .

نيږدې يو مياشت وړاندې اسوشيټيډ پرېس يو خبر خپور کړ چې د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنيت معصوم ستانکزي له طالبانو سره اړيکې ټينګې کړې دا خبره ريښتا ده خو دغه خبرې تر اوسه په اپراتیفي کچه باندې دي او هیله ده چې ډیر ژر به عملي ميدان ته لاړې شي .

څنګه سوله راځي ؟

طالبان خپله هم له جنګه ستړي دي او پاکستان به يې هم مجبور کړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کيني .پلان داسې ترتيب شوی چې تر راتلونکې يو مياشتې به طالبان دسولې د مذاکراتو د پرمخ بيولو لپاره ،د حزب اسلامي په څير ، یو نوی پلاوی وټاکي تر څو کابل ته راشي او افغان حکومت ته د طالبانو غوښتنې راوړي او مخامخ ورسره خبرې وکړي .

په دوهم قدم کې به د طالبانو نيږدې ۷۰ سلنه غړي راشي او له افغان حکومت سره به په ځينو شرایطو سوله وکړي چې شرایط به لاندې ذکر شي .اوس  پوښتنه دا د چې هغه ۳۰ سلنه وسلوال چې پاتې کيږي او له حکومت سره نه يو ځای کيږي د هغو برخلیک به څه وي ؟

د هغو وسلوالو چې سوله نه کوي او د جګړې لار نيسي دوه انتخابه به ولري یا به د جنګ په ميدان کې وژل کيږي او يا به هم له داعش سره یو ځای کيږي .

په مکمله توګه په افغانستان کې د جګړې اور نه مړ کيږي ،خو دا باوري ده چې نيږدې ۸۰ سلنه به جګړه راکمه شي او د هیواد نيږدې ۸۰ سلنه خاوره چې د ټرمپ په ستراتيژي کې هم دغه مسله شتون لري ،د افغان حکومت تر واک لاندې به راشي  .

د جګړې لپاره چې هلته به داعش پکې فعالیت کوي ،مشخصي ۸ تر ۷ سيمې په نښه شوې چې داعش به په هغو سيمو کې د اور د سکروټو په څير فعالیت کوي ،که کله هم د داعش اصلي ملاتړ کوونکو ته په دغه سيمه کې کوم خطر پيښږي کيدای شي په ډيرې اسانۍ سره دغه سکروټې تازه کړي او اور ترې جوړ کړي .په دغو ۸ سيمو کې چې د جګړې لپاره په نښه شوې ډيرې د هيواد په شمال کې موقعيت لري .

طالبان په کومو شرایطو سوله کوي ؟

په تير کې به تاسې ډير ځله د کرزي د حکومت د مشرانو خبرې د سولې په اړه اوريدلې وي ،هر وخت به چې له حکومته د شرایطو پوښتنه کيدلای نو حکومت به هم يو سلسله شرایط د سولې لپاره وړاندې کول ،د بېلګې په توګه طالبان د اساسي قانون ومني ،د ښځو حقونو دې ومني او داسې نور شرایط خو تاسې څو ورځې وړاندې د سولې د شورا د  دارلانشا د مشر ډاکټر اکرم خپلواک په خبرو کې چې له شمشاد سره يې لرلې ،واوريدل چې حکومت د طالبانو لپاره هيڅ ډول شرایط نلري دا په دې معنا چې اساسي قانون تغیر کیدای  او نور ټول موارد منلی کیدای شي .

کله چې غربي رسنيو خبرونه خپاره کړل چې افغان حکومت د قطر دفتر تړي ،طالبانو سمدلاسه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوي په سولې باور لري او که د قطر دفتر وتړل شي نو دا په دا معني چې افغان حکومت د سولې دراوزې تړي ،دغه خبرې دا ښيي چې طالبان هم له پخوا نه  سولې ته لیواله شوي او غواړي چې له افغان حکومت سره په شرایطو ولاړه سوله وکړي .

د طالبانو شرایط چې پخوا يې درلودل ممکن يو څه بدل شي ،د بهرنيو ځواکونو وتل به کيدای شي د افغان حکومت او طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په خبرو کې د حزب اسلامي په څير وي ،له حزب اسلامي سره د سولې په تړون کې راغلي ( موږ به په هيواد کې د سولې راوستو لپاره هڅې کوو او  د جګړې له بندیدو وروسته به بهرني ځواکونه چې اړتيا يې نه وي له افغانستانه وځي )

په نورو شرایطو کې ممکن حکومت کومه خاصه ستونزه ونلري ،د سولې د راتګ لپاره لازمه ده چې هم حکومت له يو شمیر شرایطو تير شي او هم وسلوالو طالبان .

څه به کيږي ؟

راتلونکې پارلماني او ولسمشري ټاکنې په خپل وخت ترسره نشي  ،  د سولې له خبرو ورسته بايد حکومت  لویه جرګه راوغواړي  خو د اوس لپاره د لويې جرګې لپاره شرایط نه دي پوره نو حکومت به  یوه  عنعنوي لویه جرګه راوغواړي په جرګه کې به لاندې څو کارونه ترسره کړي .

په لومړي قدم کې به په اساسي قانون کې ځينې تعدیلات چې طالبان ورسره مخالف دي راولي .

په دوهم قدم کې به واک يو عبوري حکومت ته وسپارل شي او عنعنوي لویه جرګه به د ټولو ټاکنو لپاره نېټه وټاکي .

په دريم قدم کې به يا پارلمان لغوه کيږي او يا به هم د اساسي قانون خلاف چې بیا به وروسته به په اساسي قانون کې ځای پر ځای شي له يو زيات شمیر ولایتونو  د طالبانو استازي په انتصابي توګه ولسي جرګې ته راوستل شي .

په څلورم قدم کې  طالبان يوه بله غوښتنه هم لري ،دوي غواړي چې د نظام ساتنې لپاره يوه شورا جوړه کړي لکه د ايران د شورا نګهبانان په څير چې په دې شورا کې د طالبانو،جمعيت اسلامي ،حزب اسلامي او نورو ډلو استازي برخه ولري او دغه شورا به د حکومت په ډيرو برخو کې واک لري .

طالبان ځينې نورې وړې غوښتنې هم لري لکه د يو سیاسي ګوند جوړول ،سياسي بنديان يې ازدول او داسې نور چې هغه غوښتنې د سولې د راتګ خنډ نشي کرځيدلای او اساسي هم نه دي .

کله چې د ولسواليو د شوراګانو په ګډون ټولې ټاکنې وشوې، نو له هغه وروسته به نوی حکومت بیا د اساسي قانون لویه جرګه راوغواړي او هغه ټول موارد به په قانون کې ځای پر ځای کړي چې عنعنوي لويې جرګې تعدیل کړي .

اوس د سولې د راتګ لپاره ټولو ډلو ،ټولو قومونو او ټولو خواوو ته پکار دي چې له هر څه وړاندې افغانستان او د افغان انسان د ژوند فکر وکړي ،زړې خبرې او پخوانۍ کرکې بايد هير شي ، په هيواد کې د ننه بايد د ټولو سياسيو او د نظر خاوندانو تر منځ د سولې په اړه يو نظر رامنځته شي ،طالبانو ته هم دغه يو ښه چانس دی چې سوله وکړي ،نور خلک پريږدي چې په خپله خوښ ارام او ښه ژوند وکړي .

په هيواد کې د سرتاسري سولې په هيله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply