دا به د اورښتونو اوونۍ وي

0 1,407

د هوا پېژندنې د نړیوالو ادارو د اټکلونو له مخې به، د روانې اوونۍ له دوشنبې نیولې تر پنج‌شنبې ورځې پورې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بارانونه او واورې واوري.

د کندهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لا وار له مخه باران پیل شوی دی.

د اکیو ویدر په نوم د هوا پېژندنې ادارې په خپله وېب‌پاڼه لیکلي، د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو به په پایتخت کابل کې باران اوري او چهارشنبه او پنج‌شنبه به له باران سره واوره هم ملګرې شي.
ننګرهار، لغمان او کونړ هم باراني ښوول شوي دي.

هاخوا د هېواد په شمال کې، بلخ، جوزجان، فاریاب، بغلان او نور هم باراني اټکل شوي دي.
بامیان بيا تر ټولو یخ ولایت ښوول شوی چې شاید واوره په‌کې وشي.

پکتیا، روزګان او ځينې نور ولایتونه هم تر پنج‌شنبې باراني ښوول شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply