د اسراييلو لخوا د سعودي له مفتي نه قدردانى او بلنه!

0 727

 د سعودي عربستان نامتو مفتي عبدالعزيز آل الشخ ته اسراييلو بلنه وركړه تر څو د دوى له هېواده رسمي ليدنه ترسره كړي.

عبدالعزيز آل الشیخ  وروسته له هغه د اسراييلي مقاماتو د پام وړ وګرځېد چې پر اسراييلو باندې يې بريدونه غير مشروع  وبلل او له حماس نه يې د يوې ترهګرې ډلې په توګه يادونه وكړه.

د اسراييلو د اړيكو وزير ايوب كارا څرګنده كړه چې د سعودي عربستان د مفتي او د علماو د پلاوي د مشر عبدالعزيز آل الشیخ د څرګندونو له امله مننه كوي. نوموړي زياته كړه چې آل الشیخ ته ددې جسارت له امله مباركي وايي او نوموړي ته بلنه وركوي چې له اسراييلو ليدنه وكړي.

حماس ترهګره ډله ده.

مفتي عبدالعزيز آل الشیخ په عربستان كې يو ټلويزيوني كانال سره په ټيلفوني مركه كې د يوې پوښتنې په ځواب كې چې د مسجد الاقصى په اړه وه، وويل چې حماس ترهګره ډله ده او د اسراييلو سره جګړه جايزه نه ده. د نوموړي په وينا د حزب الله په وړاندې د اسراييلو سره د همكارۍ پر چارو بايد غور وشي.

دا لومړى ځل دى چې د سعودي عربستان تر ټولو مهم ديني مشر د اسراييلو سره جګړه ناجايزه او حماس ترهګره ډله بولي.

TRT PASHTO

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply