لیلا بهنسالي په بله بلا واوښت

0 794

د ملا هبة الله، ایمن‌الظواهري او ابوبکر بغدادي په اړه خو به مو اورېدلي چې وي چې خورا خطرناک ترهګر دي او امريکا ورباندې انعام ايښی دی چې که چا په لاس ورکړل، يا يې ووژل، نو پرېمانه پيسې به ورکوي، خو راځئ نن په سرخط کې د يو فلمي سړي پر سر له انعامه خبر شئ.

کیسه داسې ده چې د پدوماتي فلم لارښود او مالک لیلا بهنسالي په خپل دې فلم کې د راجپوت قوم یوه مشهوره کیسه را پورته کړې، که څه هم دا فلم په ځلونو د همدې قوم د مشرانو له‌خوا وکتل شو او بیا اجازه ورکړل شوه چې خپور شي، خو اوس د راجپوت قوم یوه مشر ویلي، که هر چا د لیلا بهنسالي سر له تنې پرې کړ، ۵ کروړه هندۍ روپۍ به انعام ورکړي.

دې قومي مشر ویلي، په دې فلم کې د راجپوت قوم د ژوند مهم اړخونو پټ شوي او یوازې یوه څو برخې راپورته شي چې هغه هم په هغه ډول نه دي چې باید انځور شوې وای، له همدې کبله دوی دا فلم د خپل قوم توهین ګڼي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply