مشرانو جرګې د نن ورځې (یک شنبه) په عمومي غونډه کې د نفوسو احوالو ثبت قانون شپږمې مادې تعدیل په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت تایید کړ.
سناتوران په پېژندپاڼه کې د “افغان” او “قوم” کلیمو لیکل د مليیووالي ټینګښت لهپاره مهم بولي او وايي، چې د دغه قانون په پلي کولو سره باید د برېښنايي تذکرو وېش لړۍ ژر تر ژره پیل شي.
د مشرانو جرګې کورني کمېسیون غړي هاشم الکوزي غونډې ته وویل، چې دا کمېسیون غواړي د “افغان” او “قوم” کلیمې پېژندپاڼه کې زیاتې او تایید شي او دا دولس د خیر لهپاره ده.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي، د نیکهمرغه له یو ممتنع کارت پرته؛ د نفوسو احوالو ثبت قانون شپږمې مادې تعدیل په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اتفاق تایید شو.
د ولسمشر دغه تقنیني فرمان تردې مخکې ولسي جرګې رد کړی دی، چې اوس مشرانو جرګې تایید او تمه کېږي؛ د دواړو جرګو له غړیو یو کمېسیون جوړ او په دې اړه پرېکړه وکړي.
د نفوسو احوالو ثبت قانون په ۱۳۹۲ لمریز کال کې ولسي جرګې په ۵ څپرکیو او ۳۹ مادو کې تصویب کړی و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320