د ترهګرو مالي سرچینې/ محمد روښان ښاد

0 699
په ساده عبارت له نشه یي توکو، انسان تښتونې، د کانونو غیر قانوني کېندنو او غیر رسمي یا قاچاقي سوداګرۍ څخه ترلاسه کېدونکې تورې پیسې جرمي اقتصاد دی. ترهګر او جنګ  مستقیماً له همدغو پیسو یا جرمي اقتصاد څخه تمویلېږي. 
د هلمند جنګ له جرمي اقتصاد څخه د ترهګرۍ د تغذیې او تمویل ښه مثال دی. نشه یي توکي، رخام ډبرې او مافیا په هلمند کې د روان جنګ اصلي لوري دي. دغو لورو د خپلو شخصي ګټو یا جرمي اقتصاد لپاره په هلمند کې جنګ روان ساتلی دی.
د نشه یي توکو او رخام ډبرو قاچاقبران او مافیا د هلمند ثبات او امنیت د خپلو شخصي ګټو لپاره جدي خطر بولي، نو له همدې امله په هلمند نړیواله او داخلي مافیا او قاچاقبر په یاد ولایت کې د وسله والو مخالفانو او ترهګرو جنګي تمویل او  تجهیز کوي.
تروریزم او جرمي اقتصاد د بشر د هوساینې، سوکالۍ، پرمختګ او د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره ګډ خطر او جدي تهدید دی. د دغو دواړو نړیوالو شومو پدیدو پر وړاندې ګډې او جدي مبارزې ته اړتیا ده.
د نشه یي توکو تولید او قاچاق د افغانستان په لمن هغه تور داغ دی، چې د نړیوالې بدنامۍ تر څنګ زموږ سلګونه زره ځوانان یې معتاد کړي او په بدحالت کې قرار لري. چې پلازمېنه کابل کې د واټونو او کابل سیند په غاړه په خراب حالت کې لیدل کېږي.
د نشه یي توکو د کرلو او تولید نړیواله بدنامي موږ ته را ترغاړې ده، زحمت او خواري زموږ بزګر ګالي، خو میلیاردونه ډالر عاید قاچاقبرانو، مافیا او بهرنیو هېوادونو ته ورځي او له دغو لارو تر لاسه شوې پیسې بېرته زموږ د هېواد او هېوادوالو د ناامنۍ او تباهۍ په موخه د جنګ په دوام لګول کېږي.
د نشه یي توکو د تولید او قاچاق عاید د هغه جرمي اقتصاد برخه تشکیلوي چې بېرته زموږ په هېواد کې د روانې جګړې د دوام او شدت لپاره مصرفېږي او همدغه جګړه زموږ د بزګرو، هېواد او هېوادوالو د بدمرغۍ لامل کېږي.
له همدې امله تروریستي، افراطي، جګړه مارې او مافیایي ډلې په ناامنه سیمو او ولایتونو کې وسله وال مخالفین بزګر په زور د نشه یي توکو کرلوته اړباسي. د قېمتي ډبرو سیمې او کانونه د خپلې ولکې او جرمي اقتصاد د قوي کولو په موخه نارامه کوي.
د هېواد په ډېرو سیمو کې هغه طبیعي زېرمې چې په قانوني توګه له پلټلو وروسته باید د هېواد او هېوادوالو د پرمختګ او خدمتونو د برابرولو په موخه ولګول شي، مګر ترهګر او جنګي ډلې د افغانستان دغه زېرمې په غیر قانوني توګه کېندي او بیا یې بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کوي.
د ترهګرۍ د شومې پدیدې د محدودولو په موخه باید د دوی د عاید سرچینې وچې شي او په دې برخه کې دې ولس یوازې حکومت ته سترګې نه نیسي، بلکې په ګډه دې د ترهګرو او قاچاقبرانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، دخپل قوت او امکانات په کارولو سره دې هېواد او ولس د دغو انسان دښمنه ډلو له شر څخه خوندي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply