ملګري ملتونه؛ د سولې له‌پاره له شته فرصتونو دې ګټه واخیستل شي

0 599

د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي، د کابل پروسې راتلونکې غونډه د سولې او ثبات له‌پاره یو ښه چانس دی او باید ګټه ترې واخیستل شي.
تدامیچي یماموتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې پر طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې خبرې پیل کړي.
(( دا فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي، زه د حکومت پر مخالفو وسله‌والو طالبانو یو ځل بیا غږ کوم چې سیاسي جوړجاړې ته لېوالتیا وښيي، څو د سولې لومړني مذاکرات پیل شي.))
په کابل کې د یوناما مشر همدا ډول د راتلونکو ټاکنو په کېدو تاکید وکړ او ډاډ یې ورکړ چې ملګري ملتونه په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي. هغه له افغان حکومت وغوښتل چې د ټاکنو د کېدو له‌پاره د امنیت په ښه کېدو کې چټګ ګامونه واخلي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي همدا ډول د سیمې له هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو پر ښه کېدو هم تاکید وکړ.
خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل بیا پاکستان تورن کړ چې له افغانستان سره د ښو اړیکو اراده نه لري.
((پاکستان ټول کال ډېورنډ کرښې ته نږدې پر افغانستان توپونه وورول چې دا د کرښې له اصولو څخه سرغړونه ده. دا راکټي بریدونو تل د بې‌ګناه انسانانو ژوند اخلي او په کې ډېری وخت کلي هم ویجاړېږي.))
ښاغلي صیقل په کور دننه د ثبات او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرمختګونو هم خبرې وکړي او زیاته یې کړه، په افغانستان کې د تېر په پرتله د ګواښونو کچه ډېره راټیټه شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply