مودي صاحب هم انوشکا ته نېکې هيلې ډالۍ کړې

0 790

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي د څو کارونو له کبله ډېره مشهور دی.
لومړی دا چې ډېر شیک پوشه دی، زموږ تر ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله که ډېر نه وي، کم هم نه دی.

دویم جدي دی، هو یې هو او نه یې نه ده او درېیم بیا دا چې له بالیووډ او کریکټ سره ډېره مینه لري، د هيڅ یوې ستورې/ ستوري او کریکټر واده او یا هم د هغوی بلنه پر ځمکه نه غورځوي او که په ټوکو یې ووایو، کله کله نابللی هم ورځي.

تاسې به هم خبر شوي یاست چې د هندوستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبډل‌مشر ویرات کوهلي له هندۍ ستورې انوشکا شرما سره په ایټالیا کې واده وکړ، هني‌مون یې هله تېر کړ، خو اوس یې خوښۍ په هندوستان کې هم روانې دي.

هندوستان ته په راتګ سره یې په یوه پروګرام کې مودي صاحب هم ګډون کړی او په څو ساعته يې خورا په جوش او خروش تېر کړي دي.
د هند صدراعظم تر دې وړاندې هم د هندي ستوریو او کریکټرانو په ودونو کې او د خوښیو په مراسمو کې ګډون کړی او خپل زړه یې تش کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply