اول یې بې دفاع دولتي کارکوونکي وژل موږ به ویل، په موږ یې څه؟/ خوشال خلیل

0 787

اول یې بې دفاع دولتي کارکوونکي وژل موږ به حجرو او جوماتونو کې ویل کېدای شي د دې خلکو مرګ به رواه وي، په موږ یې څه؟
بیا یې معلمان ووژل او مکتبونه وسوځول، موږ ویل، کفري نصاب تدریسوي او حکومت نه معاش اخلي، کېدی شي دا کار رواه وي، په موږ یې څه؟
په حجرو او د قومي مشرانو په غونډو کې بمونه والوتل، موږ ویل، اربکیان و، چې ووژل شول، موږ په کې نه یوو.
بل ځل یې زیارتونه او جوماتونه وران کړل، موږ ویل، زیارت ته تګ بدعت دی او دغو جوماتونو کې به هم کوم فساد و، مه کوه چې وران یې کړي.
د جومات ممبر کې یې په قران شریف کې بم کېښود والي ووژل شو، موږ ویل، جنګ دی او په عشق او جنګ کې هر څه رواه دي، موږ بې طرفه خلک یوو په موږ یې څه؟
نن یې په جلال اباد کې د جنازې په لمونځ کونکو برید کړی او عام خلک په کې وژل شوي، بیا به هم موږ دې ته دلایل تراشو او ځان به ورنه خلاصوو چې په موږ یې څه؟
اوس داسې وخت راغی چې هیڅ مقدس ځای نه دی در پاتې او هیڅ ځای او ارزښت دې خوندي نه دی.
که موږ د دین په نامه په لومړني جنایت ټکان خوړلی او ځان را ویښ کړی وای، خبره به تر دې ځایه نه رارسېده، که د روان حالت په وړاندې ولس دومره بې تفاوته وي تر دې بدې ورځې یې په انتظار کې دي، ولس ځکه یادوم چې حکومت له همدغه ولس نه جوړیږي، حکومتونه هیڅ ځای هم په خپله خوښه سم کارونه نه کوي دا ولسونه دي چې له حکومتونه د ځان په ګټه یې څرخوي. که یې نه منی لاړ شی، همدې افعانستان کې داسې سیمې او ولسونه شته چې ارام ژوند لري نه ډز شته، نه مکتب بند دی او نه حکومت سره کومه لانجه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply