د مسافر پلار نصیحتونه خپلو غبرګونو ځامنو ته!/هلمند پردیس

0 2,263


زما د مسافر پلارجان ( الحاج ګل عباس) نصیتحونه موږ غبرګونو ورورڼو (هلمند او هیواد )ته !

دا نصحیتونه د نن (۸-۱-۲۰۱۸) څخه تقریبا ۲۰ کاله مخکې (۱۹۹۸ )ع کال کې چې کله زموږ پلارجان زموږ څخه زموږ د ښې راتلونکي لپاره جدا کیده او د افغانستان د خوست ولایت څخه د اوکراین ادیسې ښار ته مسافر شوو،ده له خپل تګ څخه مخکې موږ ته دا سپارښتې په لیکلی ډول پرېښودې.
شل کاله پخوا خو ټولو ته ښکاره وه،چې د اوروپا مسافرو به په کال او یا کالونو کې ډېر کم احوال راتلو ،ځکه چې نه د نن په شان تېلفون وو،او نه به د اروپا مسافرین داسې زر، زر وطن ته تلل او راتلل،چې د نورو مسافرو احوال یې راوړی وو.
زموږ بخت په دې بیدار وو،چې زموږ پلارجان د لوړو تحصیلاتو څیښتن وو،او دې هر څه ته یې له ورایه فکر کړی و،چې زما د مسافرۍ پر محال چې زه به دې دوی پوښتنه او زر، زر احوال نه شم اخیستلی، باید څه وکړم.
د پلارجان د سپارښتنې سره سم؛موږ به هر وخت د ده دا سپارښتنې لوستلې،او لا هم زما سره ساتلی دي، زه چې اوس کله هم دا نصیحتونه لولم، لا هم ځان همغه شان ۱۴ کلن احساسوم،او دغه نصیحتونه ځان لپاره اړین بولم،چې و یې لولم،او زده کړه ترې وکړم.
دا چې موږ به څومره توانیدلی وو،چې د پلارجان ارمانونه به مو پوره کړی وي،د ځان په اړه قضاوت ځکه نه شم کولی،چې دا قضاوت بیا زموږ د ټولنې حق دئ،خو یوه خبره دا چې د ستر رب العزت شکر دی،پلارجان مې ژوندی پر وطن ارامې شپې او زموږ له کړو او وړو څخه راضي دئ.
دا نصیحتونه ځکه تاسو درنو ملګرو،همځولو او لوستونکو سره شریکوم،چې هر مسافر پلار د دې ترڅنګ چې د خپلې کورنۍ مادي ضروریات پوره کړي،تر څنګ یې باید معنوي اړخونو ته هم ښه غور او دقیق فکر وکړي،تر څو راتلونکي کې د مادي مشکلاتو د حل سره معنوي ستونزې ته هم باید د پای ټکې کیښودل شوی وي.
تاسې ملګري او دوستان هم کولی شئ،چې و یې لولئ،او ګټه ترې واخلئ،ځکه ډېرۍ افغانان د مسافرۍ شپې په نورو ملکونو سبا کوي،نو دا نصیحتونه یې ښه بیلګه ده،چې د خپلو ماشومانو د ښو روزلو لپاره ترې ګټه اخیستلی شي.

زما دا لاندې نصیحتونه په نظر کښې ولرئ. 
اول-په تعلیمي ساحه کې: 
۱-بې سواد او بې علمه انسان نه د ځان په درد خوري او نه د جامعې .
۲-د زده کړې علم او پوهې سره عمل لومړی شرط دی،او بې عمله عالم داسې دی،لکه بې ثمره ونه.
۳-د تعلیم د حاصلو وخت د (۷) کلنۍ نه شروع کیږي او په (۲۴) کښې ختم کیږي،له هغه ورورسته د تعلیم لپاره وخت نه شته.
۴-سواد يواځې د خط لوستلو او لیکلو ته نه ویل کیږي،بلکه د دې سره د وطن او جهان په باب سیاسي،جغرافیایي،(تخنیکي انکشافات) او د جهاني ادبیاتو په باب معلوماتو ته ویل کیږي،نو د درسی کتابونو سره نوره مطالعه هم ضروری ده.
۵- د اسلامی فقهې لوستل،د قران شریف تفسیر او ترجمه ضروري ده.
۶-علم یواځې په صنف کې نه زده کیږي،بلکه د هغې زده کړه د صنف څخه د باندې مطالعې سره اړه لري.
۷-انسان داسې لوښی او منګۍ نه دی چې ډک شي،بلکه شمع ده،چې یواځې روښانولو ته ضرورت (اړه) لري.
۸-تر دولسم پورې زده کړې ته منځنۍ مکمل تعلیم وايي،مګر اوسنۍ عصر د تخصص زمانه ده،چې تاسې یې باید ولرئ،یعنې ورورسته له دولسم صنف څخه حتما باید فاکولته ووایئ.
۹-یواځې عالم او پوه سړی د قدر وړ دئ او بس.
۱۰-په خاص ډول تاسې ته وایم،چې په ۲۴ ساعتو کښې ۸ ساعته مطالعه وکړئ.
۱۱-د مکتب کورنۍ کار په خپل وخت اجرا کوئ،او د پوهو افرادو څخه د ناحل شوو سوالونو پوښتنه کوئ.

په اخلاقي برخه کې.
۱-نیک اخلاق او ښه سلوک د انسان او حیوان تر منځ سرحد تشکیلوي،که انسان ښه او منلی اخلاق و نه لري نو بې تمیزه حیوان دی.
۲-زما غوښتنه له تاسې نه دا ده:
-جنګونه مه کوئ.
-سګرټ،نصوار او نور مسکرات مه کوئ.
-قمار مه وهئ،او نور قمار ډوله افعال و نه کړئ.
-دروغ او بهتان مه وایئ.
-چا ته ازار مه ورکوئ.
-بېکاره مه ګرځئ او د وخت ښه خیال ساتئ.
-بې لمانځي مه کوئ،(لمونځونه په وخت او ښه اجرا کوئ).
-د ټولو ماشومانو خصوصا د خپلو خویندو ،وروڼو عزت او لارښونه کوئ،هغوی مه وهئ،صرف نصیحت ورته کوئ، او د بدو کارو څخه یې منع کوئ.
-زما د شخصي ملګرو او دوستانو احترام او عزت کوئ.
-د لوچکانو سره مه ګرځئ،او په دوکانو کې مه کینئ.
-بل ځای شپه مه کوئ.-
-په عام سرک کې د بایسکل سواری مه کوئ.
-خپلو خویندو ته په کور کې دینې زده کړې ورکړئ.
-د مور د اجازې پرته چرته مه ځئ،او د هغې خبره منئ.
-سپي،چرګان،او مړځان مه جنګوئ،او د هغه په میله کښې هم اشتراک مه کوئ.

په اقتصادي برخه کې .
۱-اقتصاد په ژوند کې تعین کوونکی رول لري،تاسې ګوری چې زه ستاسې د اعاشې او اباطې په خاطر ستاسو څخه جدا کیږم که چیرې ما دلته امکانات لیدلی یعنې اقتصادی ستونځې نه وای،نو به نه سره جدا کیدو.
نو په دې برخه کښې مې لاندې خبرې مه هیروئ.
-چې خپل ونلرې،څوک یې نه درکوي.
-مصرف باید د ګټې څخه زیات نه وي،بلکې د هغې څخه باید کم وي.
-اسراف مه کوئ.
-صرفه جویي په هر استهلاکي څیز کښې زده کړئ.
-د کالیو او بوټونو سره بد چلند مه کوئ.
-نظافت مراعت کړئ،تر څو مریضان نه شئ،او په دوا مو پیسې مصرف نه شي.
-بیدیاني کارونه په خپله کوئ،په کار کې عدالت کوئ.
-په خویندو مشکل کار مه اجرا کوئ.
-دواړه ښه کار کوئ،چې ښه محصول ولرئ.
-زه ستاسې په خاطر هرې مزدوري ته تیار یم تر څو ستاسو راتلونکی اقتصادي حالت ښه وي،او دا کار ستاسو د مرستې او پوهې پرته نه کیږي.
-هر کار په خپل وخت اجرا کوئ.
نو ګرانو بچو:که چیرې تاسې زما نصیحتونه په نظر کښې ولرئ، امید دی چې ښه اینده به ولری.
په ورځ کښې یو وار له مخې دا زما یادښت او سپارښتنې ولولئ.
خدای ( ج ) د وکړی،چې تاسې نیک او صالح لوی شئ،که چېرې د تاسې څخه پلید،ناولی،بداخلاقه ،ناپوهه،او بې علمه انسانان جوړیږي،دا به زما ارمان سره ستاسو جفا وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply