د چونګښو من / ډاکټر ګل مرجان منګل

0 939

وایي چې د چونګښو من څوک نه‌شي جوړولای، دا ځکه چې یوه تلې ته وراچوې دوې ترې بېرون ته ټوپونه وهي. افرين شه رباني او احمدشاه مسعود، دوی ته چې دا چنډخان یې څنګه دا دومره وخت سره یو ځای ساتلي وو!؟
کېدای شي د جمعیت دا پاشلی حالت ډېر علتونه ولري، خو د احمدشاه او رباني له وژل کېدو وروسته په دې ډله کې داسې مشر را و نه ټوکېد چې جمعیت یې پر محور را وګرځي، دا ډله سره یو ځای وساتي، کله چې رباني وژل کېږي د همدې ډلې مشري د هغه زوی صلاح الدین رباني ته چې خورا ډېر ضعیف دی د همدې ډلې مشري وسپارل شوه.

دا خپله د جمعیت د ډلې په نورو د سر کسانو باندې نېغ په نېغه منفي اثر پرې‌ايست، ځکه د احمدشاه مسعود وروڼه تر صلاح الدین ځانونه ډېر مستحق په دې بولي او فکر کوي چې دا خو احمد شاه مسعود د دوی ورور و چې تر ټولو یې ډېره جګړه کړې وه، همدا رنګه بله خوا تورن اسماعیل خان ته چې صلاح الدین رباني ورته یو بې‌تجربې او د یوه ماشوم په شان مالومېږي، ځان ښه نه ښکاري چې د صلاح الدین د مشر په ډول پر سټېج ولاړ وي، خبرې کوي او دوی ورته غوږ ونيسي.

بل علت چې همدغه ډله یې سره وېشلې ده، هغه د امریکا مفت ډالر وو چې د امریکا تر راتګ وړاندې يې د جمعیت ډلې ځینې مشرانو ته ورکړل او دغه مشران یې لکه تریاک هسې په ډالرو اموخته کړل بیا را وروسته کله چې په بون کې حکومت جوړ شو، دوی یانې جمعیتیانو غوړه ونډه تر لاسه کړه او ورپسې د غرب په تېره بيا امریکا ډالرو وو، د جمعیت له مشرانو یې را نيولې تر کوچنیو قوماندانانو پورې پوره شتمن شول اکثر پکې میلیونران شول، په خوا کې یې ډېری دولتي او شخصي ځمکې او کورونه غصب کړل، ځکه کرزي ازاد پړی په دې خاطر په لاس کې ورکړی و چې کرزي ته یې د بون په غونډه کې د یوې چوکۍ «ولسمشري» په مقابل کې ټول قدرت په خپل لاس کې اخیستی و، وروسته په داسې حال کې چې کرزي دوه واري د خلکو په مستقيمو رایو ولسمشر شوی و، خو بیا یې هم له جمعيته شور نه‌شوای خوړای، سړی نه پوهېږي چې څه کوډې یې ورباندې کړې دي، د کرزي د قدرت تر اخېره وروستۍ خبره همدغه خلکو کوله.

که د جمعیت د ډلې ټولو مشرانو ته نظر واچول شي، دوه کسان پکې دي چې یو یې قانوني او بل یې امرالله صالح دی چې لږ ډېر په خبره پوهېږي، نور یې له عبدالله را نيولې تر صلاح الدین او عطا محمد پورې یو يې هم نه سیاستوال ته ورته دي او نه د مشرۍ وړتیا لري، عبدالله عبدالله یوازې او یوازې په فېشن خلک غولوي، نور نه سياستمدار دی او نه داسې هوښيار چې حساب ورباندې وشي، خو په صلاح الدین رباني پسې بس د پلار دوعاوې او برکت دی نور د دوو خرو اوربشې هم نه‌شي سره جلا کولای، د پلار میراث ورپاتې دی، پاتې شو عطا نور…

د عطا نور هسې په اوبو کې اور بل و، ګنې نه یې پخوا کومه توره کړې ده، نه کومې لوړې زده‌کړې لري، فکر نه کېږي چې له اووم یا اتم ټولګي دې یې لوړ درس لوستی وي، دا د استاد نوم یې هسې افتخاري نوم دی چې د ډالرو له برکته یې په نصیب شوی دی، ځکه وړاندې یې نوم نشان هم چا نه دی اورېدلی او نه داسې تورزن دی، بس طالع یې برابرې اور یې له هغې ورځې په اوبو کې بل شوی چې د کرزي د واک د لومړیو وختونو تر څو ورځو وړاندې د مزار والي پاتې شوی دی، د ولایت په ټوله دغه دوره کې چې پنځلس شپاړس کاله یې د بلخ د والي په صفت دنده اجرا کړه، پوره ځان سيټ یا شتمن کړ، داسې حدس او ګمان کېږي چې د جمعیت تر ټولو شتمن حتا د افغانستان په سویه زیات ډالر همدغه عطا دی چې لري یې.

دا ډالر نه له پلاره ور پاتې دي او نه هم له نيکه د کونډې، د یتیم او ملت مال دی چې غلا کړي یې دي، د حیراتانو د ګمرک ټول عوايد که یو څو روپۍ یې پر ځینو دولتي تعمیرونو یا سړکونو لګولې وي، پاتې د هغه شخصي جېب ته روانې وې، همدغه د ملت مال و چې د معلم عطا اوږده ږیره یې لنډه، استاد عطا محمد نور یې ورڅخه جوړ کړ، له عطا محمد سره همدغه د ملت پیسې وې چې هغه یې په خپله ډله جمعیت کې وځلاوه، ځکه له عبدالله عبدالله سره یې په ټاکنو کې ډېرې پيسې مصرف کړې همدغه علت دی چې اوس هم وروستۍ خبره په جمعیت ډله کې عطا محمد کوي.

اوس چې حکومت وغوښتل عطا محمد وروسته له شپاړسو کالونو څخه د ولایت له مقامه ګوښه کړي، جمعیت ته وروستی ګوزار دی چې رسېږي او جمعیت ډله عملاً له منځه ځکه ولاړه چې عبدالله او ډېری د جمعیت مشران له اشرف غني سره د عطا له ولایته په لېرې کولو کې ګډ نظر لري.
ځکه خو ویلای شو چې وروسته له دې پر جمعیت د چونګښو د تلې حساب هم نه‌شي کېدای باید جنازه یې واخيستل شي.

پاتي د نه وي چی حکومت باید په دغه مسله کې یوه سنتي هم شاته لاړ نه شي او که د عطا د ګوښه کولو څخه حکومت پر شا شي بیا نو حکومت په ځانګړي توګه اشرف غني ته په کار ده چې له ابرومندانه قدرت خوشې کړي.
ځکه بیا نو حکومت په تېره بيا اشرف غني ته هیڅ حیثیت نه پاتېږي.
یو څه چې په دې وروستيو تحولاتو کې د نظر وړ او د افغانستان له‌پاره ډېر خطرناک دي هغه دا دي چې یو تعداد افراد او اشخاص چې ځانونه لوستي، روښنفکره او متمدن بولي او د جمعیت له ډلې سره هیڅ اړیکه هم نه لري، غواړي اوبه خړې کړي ماهیان ونيسي باید له پامه و نه غورځول شي.

همدغه ډله کسان له موقع په ګټې اخیستو سره په ورځپاڼو، وېبپاڼو، راډيوګانو او ټلوېزیونو کې داسې بحثونه او خبرې کوي چې ولس عملاً سره وېشي، دوی غواړي چې یوې عادي خبرې ته قومي او سمتي رنګ ورکړي تر ټولو خطرناک دي، دغه ټول هغه کسان دي چې له بېرونه اوبه کېږي.
دغه ډله کسان څوک دي او څه غواړي؟
دغه ډله هغه کسان دي چې ځينې د ببرک کارمل په ډله کې د پرچمیانو په نوم او ځینې د جمعیت په ډله کې د جمعیتیانو په نوم ننوتلي دي او یا هم د ځانونه د همدې ډلو خواخوږي بولي چې په حقیقت کې دوی نه پرچمیان دي او نه هم جمعیتیان، بلکې ستمیان دي چې د افغانستان د یو خاص قوم چې هغه پښتانه دي سخته دښمنۍ پالي، لکه چينجي چې شرایط او موقع په لاس ورځي، مثلاً د عطا محمد په تازه مساله کې یا په پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان په مساله کې او یا نورو ملي مسایلو کې، په ټولنه کې خطرناک زهر پاشي، ټولنه د داخل له خوا زیانمنه کوي او ټولنه د خطر سره مخامخ کوي که مخه یې و نه نیول شي، د افغانستان له‌پاره به په راتلونکي کې بدې پايلې ولري، هیله ده چې د دې ډلې مخه نوره ونیول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply