د ماهرې يو بل خواخوږی را ميدان ته شو

0 857

په هند کې له پاکستانۍ فلمي ستورې ماهره خان سره د هندیانو له رویې به خبر شوي یاست، سرخط کې مو درته خپاره کړي و.
هغه مهال پرې نه یوازې پاکستانیانو تند غبرګون وښود، بلکې په بالیووډ کې هم ورسره شوی چلند سخت وغندل شو، خو پوهېږئ چې د ريیس فلم جوړوونکی راهول ډهولکیا اوس له خوبه را ويښ شوی او د خپلې کارکوونکې په اړه یې یو نظر ورکړی دی.

راهول ډهولکیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، هندیانو چې کومه رویه له ماهره خان سره وکړه، څوک یې له خپل دښمن سره هم نه کوي.
هغه زیاته کړې، دا یو ښه کار نه و او هندیانو نه باید د یوې نجلۍ په حق کې داسې یو عمل کړی وای.
راهول وايي، ماهره د هندیانو دښمنه نه وه او نه ده، بلکې یوه ستورې او هنرمنده ده.

وروسته له هغه چې په کشمیر کې یو شمېر هندي پوځیان ووژل شول، هندي حکومت پاکستان په دې پېښه کې په لاس لرلو تورن کړ.
هماغه و چې هندیانو ماهره خان ته اجازه ور نه کړه چې په هند کې پاتې شي او حتا د خپل فلم د پروموشن له‌پاره یې هم پرې‌نه‌ښوده.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply