اسلام اباد کې د پښتنو پرلت …./ خوشال خلیل

0 937

۱, اسلام اباد کې د پښتنو پرلت نړۍ او پاکستان ته د پښتنو نوی پر امنه او مترقي تصوير ور وښود..
۲۲, پخوا به پښتنو ايله ملکي حکومتونه چلنجول خو دا ځل يې د پاکستان ټول سټيټ او د پاکستان نظریه وننګوله او له حکومت نه يې چې کومه ويره کېده هغه يې کمه/ختمه کړه.
۳۳,ټول زاړه سياسي رهبران او ګوندونه يې چې د پاکستاني ستبلشمنټ برخه دي بې اعنباره کړل او د يو نوي سياسي او فکري جريان بنسټ يې کېښود او نوی تاریخ يې جوړ کړ.
۴,په پښتنو کې يې د ظلم او تېري په وړاندی ټولنيز حساسيت زیات او د مطالبه ګرۍ روحيه يې پياوړې کړه. دوی د ټول افغان پښتون د مشترک درد ښه ترجماني وکړه او ټولو ته یې ور وښوده چې د پښتون لومړیتوب لکه ملایان یې چې ورته وايي نه کشمیر دی، نه پاکستان او نه فلسطین نه د اسلامي نړۍ ازادول دي او نه یې هم ستونزه داده چې رایونډ ته لاړ شي او خپله عقیده سمه کړي، بلکې لومړیتوب یې په خپله خاوره خپل اختیار دی.
۵۵, د لروبر ترمنځ قومي حس پياوړی شو او د قبیلو نه بهر یې ملي قامي هویت ته نوی رنګ او موړ ورکړ.
۶۶، دوی په دې پوه شول چې احتجاج څومره مفید دی او که ټوله پاکستانۍ میډیا یې تحریم کړي دوی بیا هم د سوشل میډیال په وسیله سره اړیکې نیولی او نړۍ خبرولی شي.
۷۷، دومره سیاسي ادبیات تخلیق شول چې د دوی د زړونو ترجماني کوي اوس به ورته د ملایانو ترانې هغومره جذابې نه وي لکه خپل قامي شعرونه او ترانې.
۸۸. دوی ثابته کړه چې کوزه پښتونخوا کې د لوی افغانستان د منلو پوټانشیل شته او له دوی سره به زموږ لویه مرسته دا وي چې خپل وطن افغانستان او دلته موجود سیاسي نظام دومره قوي کړو چې د ټولو پښتنو سیاسي قبله د اسلام اباد په ځای کابل شي..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply