د جنګ داخلي فکټورونه/محمد روښان ښاد

0 568

 

په افغانستان کې روان جنګ داخلي، سیمه ییز او نړیوال بېلابېل ابعاد لري، نو د له منځه وړلو لپاره یې باید په بېلابېلو اړخونو فکر وشي، ځکه تر هغو چې د جنګ مختلف ابعاد دقیق تشخیص نشي، نو تر هغو جنګ نه یوازې ختمېږي نه ، بلکې ورځ تر بلې لا شدت پیدا کوي.
د جنګ له داخلي فکټورونو څخه یو هم په ادارو کې د پراخ فساد شتون دی. ځکه دغه فساد زموږ هېواد او خلکو ته څو اړخیز زیانونه لري. لومړی دا چې ادارې فلج شوي او د خدمتونو د وړاندې کولو پرځای ځینو خاص ډلو، افرادو او اشخاصو ته په عایداتي سرچینو بدلې شوې دي. د دې ترڅنګ شته فساد د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شوی او د دغه واټن ټوله ګټه وسله والو مخالفینو ته ځي.
د جنګ بل داخلي بعد بې عدالتي ده، موږ ګورو چې ډېرې سیمې او ولسونه په بېلابېلو پلمو له ډېرو اسانتیاو او خدماتو څخه محرومې او بې برخې دي. حال دا چې اساسي قانون له هر ډول تفکیک او توپیر پرته ټولو هېوادوالو ته د برابرو حقونو د ورکولو توصیه کوي، مګر د دې باوجود هم ځینې ډلې او ټپلې په لوی لاس د نورو د منزوي کولو او لا محرومولو کوښښ کوي.
تر هغو چې حکومت د ټولنیز عدالت او متوازن پرمختګ اصل ته پام ونه کړي او په سمه او واقعي مانا یې تامین نه کړي، نو تر هغو ناشونې ده چې له شته ستونزو او ناخوالو څخه خلاص شو، ځکه د همدغې بې عدالتۍ او غیر متوازن انکشاف له امله ډېر قومونونه او خلک ناراضه دي او دغه ناراضه خلک له حکومت څخه واټن نیسي. د دوی له نارضایتۍ څخه د افغانستان دښمنان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول زموږ د هېواد، خلکو او ملي ګټو برخلاف ناوړه ګټه اخلي.
د جنګ بل داخلي فکټور د دولتي کسانو له مامور نیولې، تر ډاکټر، صاحب منصب، عسکر، ښوونکي، ښاروال، څارنوال او ټولو هغو کسانو پورې چې د دولت معاش خواره دي او په دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي د دوی ناسم چلند. تر هغو چې دغه کسان خپل چلند سم نه کړي او له ولس سره د ولس په ژبه ونه غږېږي، تفاهم ونه کړي، هغوی ته درناوی ونه کړي، د وطندارۍ احساس ورنه کړي او اړوندې چارې یې پر وخت او ښه توګه خلاصې نه کړي، نو تر هغو به نه ولس پر حکومت، حکومتي کارکوونکو او حکومتي ادارو باور ونه کړي.
لنډه دا چې د جنګ، ناامنۍ، بې ثباتۍ او نورو بدبختیو ځېلې او رېښې باید وپلټل شي او بیا دغه ځېلې پرې شي او لومړی پیل باید له ځانه وشي. یانې په پیل کې باید د جګړې او ناامنۍ داخلي فکټورونه تشخیص او بیا یې د له منځه وړلو لپاره جدي او عملي ګامونه واخیستل شي.
تر هغو چې د جنګ داخلي فکټورونه له منځه لاړ نشي، نو باور مې نه دی چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو بېدرېغه اود قدر وړ سرښندنې، مبارزې، د ولسمشر هلې ځلې ، د پروژو تطبیق او د خدماتو وړاندې کول یا د جنګ مخه ونیسي او یا به روان بحران ته د پای ټکی کېږدي، نو د دې لپاره غوره ده چې لومړی داخلي فکټورونه له منځه یووړل شي او بیا یې د بهرنیو فکټورونو چاره وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply