د ملي اردو سیمه ییزو ځواکونو جوړېدل اغیزمن دي خو…؟

0 982

ودان روښان
له څه مودې راهیسې افغان چارواکي په تېره د ملي دفاع وزارت وایي چې په پام کې لري په ناامنه سیمو کې له چاڼیزو پوځي عملیاتو وروسته د پاکو شویو سیمو امنیت ساتنې له پاره د ملي اردو سیمه ییز ټولګي جوړکړي. د ملي دفاع وزارت ددغو نویو جوړېدونکو ځواکونو شمېر ۳۶ زره ښودلی دی.
دې مسلې د امنیت ټینګښت له پاره هم هیلې راټوکولي او هم یې اندېښنې راپورته کړي دي.
افغانستان یا بل هرهېواد ته چې له بغاوت، شورشګري، ترهګري، خپلسره او اجیرو ناقانونه ډلو او لنډغرو له کړو وړو کړېږي د هر هېواد او سیمې کلتوري، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي شرایطو ته په کتو دغه ډول ځواکونه ګټور دي.
د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي چې د ملي اردو سیمه ییز ځواکونه به د ملي اردو له هغو پخوانیو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو جوړوي چې اوس له پوځه جلا شوي دي. غوره به وي چې ددغه ځواک ګومارنې، دندو، واکونو او مسوولیتونو له پاره جلا قانوني لایحه جوړه شي.
دا قانوني لایحه باید په ډېر ځیر سره د وتلو پوځي، استخباراتي او امنیتي متخصصینو، اوسنیو او پخوانیو تجربه لرونکو افسرانو، پوځي حقوق پوهانو، او په پوځي او امنیتي چارو کې د نظر خاوندانو په ګډون یو واکمن کمېسیون له هراړخیزو او علمي څېړنو وروسته په داسې بڼه جوړه کړي چې احتمالي خطرونه په کې په پام کې نیول شوي او د مخنیوي لارو چارو وړاندوینه یې شوې وي.
هغه ډول چې ویل شوي د ملي اردو سیمه ییز ځواکونه به په هره سیمه کې د اړوند قول اردو تر امر لاندې وي، منظم یونیفورم به لري، اعاشه، اباطه وسلې، مهمات او نور اړتیایي توکي به یې ملي اردو ورکوي.
اړینه ده چې په لومړي سر کې ددغو ځواکونو د چارو تنظیم او مخته وړلو له پاره په ملي دفاع وزارت کې یوه وړه خو د کار وړ څانګه جوړه شي چې په پرله پسې او ډېر ځیر سره د ملي اردو سیمه ییزو ځواکونو کار او فعالیت له نږدې وڅاري او له ځنډ پرته یې اړتیاوې او نیمګړتیاوې پوره او د هغوی ټولو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
د ملي دفاع وزارت د ورکړل شویو مالوماتو له مخې دغه ځواکونه به د هغو سیمو امنیت ساتي چې د دولت له وسله والو مخالفینو پاکې شوې وې او دا رښتیا هم یوه مهمه اړتیا ده دا ځکه چې په ټولو سیمو اوکلیو کې د ملي اردو ځواکونو اوږد مهاله پاتې کېدل ناشوني دي او ډېر ځله څه چې تل لیدل شوي کله چې د ملي اردو ځواکونو یوه سیمه پاکه کړې خو له سیمې په وتلو سره د دولت وسله والو مخالفینو په ډېره اساني سره سیمه بېرته نیولې ده، نو ځکه خو اړینه ده چې پاکې شوې سیمې ته د وسله والو بېرته ستنېدو مخه ونیول شي. د دغه کار بله ګټه داده چې که د سیمې خلک پر دې ډاډمن شي چې دولتي ځواکونه دوی بېرته وسله والو مخالفینو ته نه پرېږدي، له تردید پرته به د امنیت په ټینګښت کې دولتي ځواکونو سره همکاري ته چمتو شي خو که ډاډمن نه وي چې دولتي ځواکونه د دوی امنیت نه شي ساتلی کله هم له دولتي ځواکونو سره همکاري ته زړه نه ښه کوي.
د دغه کار ګټه په دې کې ده چې د سیمه ییز ځواک اړوندان پوځي روزنې ته اړتیا نه لري ځکه چې پخوا روزل شوي. بله دا چې دغه ځواک ته به له اړوند ولایت یا هم ګاونډي ولایته پخواني پوځیان ګومارل کېږي.
هڅه باید وشي چې له ملي اردو سربېره د ملي اردو سیمه ییز ځواکونه له سیمه ییزو څانګو لکه ولسوالۍ، ولایت، امنیه قوماندانیو، په تېره د ملي امنیت څانګو سره نږدې اړېکې، همکاري او همغږي ولري. څرنګه چې دغه ځواکونه تر ډېره له سیمه ییزو خلکو غوره کېږي نو ځکه خو د سیمې له خلکو سره بشپړه پېژندګلوي او دسیمې په اړه پوره مالومات لري نو ځکه خو باید له کشفي او استخباراتي څانګو سره د دوی همکاري ډېره اړینه او ګټوره ده.
ننګونې
د نورو تر څنګ د دغه ځواکونو یو خطر دا هم دی چې د ملي اردو ځینې اړوندان چې په لرې پرتو ولایتونو او ناامنه سیمو کې دندې لري خپلې دندې به پرېږدي او د خپلو قطعو پر ځای به په اړوند ولایت کې د ملي اردو سیمه ییزو ځواکونو ټولګیو کې دنده غوره وګڼي او په دې سره به د ملي اردو منظم ځواکونو لیکې کمزورې شي نو ځکه خو باید د دغه حالت مخنیوي لارې چارې په ځیر سره وسنجول شي.
بله دا چې اجازه ورنه کړل شي چې ، د ملي اردو سیمه ییزو ځواکونو په نوم خپل سره وسله والې ډلې د ځینو کسانو له پاره د شیدو پر غوا بدل شي یانې زور واکي او قومي ټیکه داران بیا د ملي اردو سیمه ییزو ځواکونو په نوم خپل پلویان وسله وال له هغو ناوړه ګټه واخلي، چې وروسته سرخوږی جوړ کړي په دې مانا، چې کله هم دغه ځواک په ملیشه ځواکونو بدل نه شي دا ځکه، چې ملیشه ځواک د مخالفینو په پرتله تر ډیره خپله دولت ته ګواښ دي.
دا اوسنۍ خبره نه بلکې ان په پنځلسمه پیړۍ کې وتلي سیاست پوه نیکولو برناردو ماکیاولي د ملیشو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي:« اجیرې او مزدورې ډلې هغه بانډونه دي چې له یو شمېر لنډغرو او ریذیلانو جوړې شوي او چمتو دي هر هغه چا ته تورې ووهي چې ډېرې پیسې ورکوي، هغوی هیچا ته وفادار نه دي، د ارباب د دوښمن په پرتله یې تر ډېره زیان او خطر خپل ارباب ته متوجه دی.» (۱)
د ملیشه ځواک ګواښ او ناوړه پایلو په اړه تر ټولو د ښه ثبوت بیلګه د افغانستان خپل تاریخ دی، نوځکه خو باید ډیر پام وشي، چې د ملي اردو سیمه ییز ځواکونه پر ملیشه ځواک بدل نه شي.
یو ځل بیا یادونه کېږي چې داسې قانوني او اداري اډانه باید رامنځته شي چې ځینې کسان او ډلې له دغه ډول اغیزمن او ګټور ځواکه په هیڅ ډول هم ناوړه ګټنه ونه کړي تشکیل او جلب او جذب یې باید د ملي دفاع وزارت هغې څانګې په لاس کې وي چې دوی ورپورې تړلي دي او په غوڅه توګه د قومي ټیکه دارانو، زورواکو او مافیایي ډلو لاس ترې لنډ شي. اجازه ورنه کړل شي چې د ملي اردو سیمه ییز ځواک د قومي، ژبنیو، توکمیزو، مذهبي، مافیایي او سیمه ییزو زورواکانو تراغیز لاندې راشي.
(۱) پازار ګاد. بهاو الدین ډاکتر- د سیاسي فلسفې تاریخ دویم ټوک ۴۴۹ مخ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply