خوږمن احساس

0 1,288

سید عبیدالله
دا ســـــــــــــــست بنیاد ، دلتـــــــــه لــــرزان وینمه
دانشــــــــــوران ،اخــــــــــــــته په ځــــــــــان وینمه
خوږمن احســـــــاس په ورکیـــــــــــــدو دی، زمونږ
خـــــــــاوند د درد ،تل پریشـــــــان وینــــــــــــــــمه
هر خـــــــــوا حــــــــالات ، زمونږ دردمـــن ژړوی
په ژړیـــــــــدو ، صـــــــــا حـــــبدلان ویــــــــــــمه
د نا امـــــــــــــیدۍ ، په خـــــــــــــا نقاه کې یو ناست
په ژور ســــــــــوچ کې ، غمــــــــــــخواران ، وینمه
د خــــــــــپل د زړه او د ضـــــــــمیر په ســـــــتر ګو
په چـــــــاپیریال کې می ، دیـــــــــوان وینــــــــــــــمه
غوره یو رنګ، د صــــــــــــــــلابت ځـــــان ته کړئ
ځــــــکــــــــه چـــي هر خــــــــــــواته ، طوفان وینمه
دیو و د د ګــــــرځي ، د انســــــــــان په جــــــــــامه
صـــــاحب نظر ورته ، حـــــــــیران ، وینــــــــــــمه
ښایــــــــــــسته ګلشن نه د نفــــــــــــرت راځي ، بوی
اغــــــــــــــزن مــــاحــــــول د ګلـــــتان ، ویــــــــمه
په زړه ځـــــــــــوریږي ، د احســــــــــــــاس خاوندان
ځـــــــــان ته حـــــــــیران ، مهـــــربانان وینــــــــــمه
د بی حــــــــــــــــــیا دښــــــــــمن ، مــــــوده د پایښت
خدایږو چي لنډه ، په جــــــــــــهان وینـــــــــــــــــــــمه
چي مــــــــــو راویښ کـــــړي ، د غفــلت له خـــــوبه
شـــــــورو فریاد کې ، بلـــــــــــــبلان وینــــــــــــــــمه
تیاره ماحــــــــول ، او نادانۍ ، د لاســــــــــــــــــــــه
عمــــرونه کیږي ، چي هجـــــران وینـــــــــــــــــــمه
منګـــــــــــــــول رسۍ ته ، د وحــــــــــــــدت واچوئ
ځــــــــــــــــکه چی دي کې مو ، درمـــــــــــان وینمه
ســـــــــــــــــــوری ســــوری ، زړه د (نادر)شي تا ته
چی باغ و بڼ کې دي ، خــــــــــــــــــزان وینــــــــــمه
سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶پیښاور
ته انسـان یي ، نمــــونه د کـــــرامت یي
یو شهکار د عظــــــمتونو ، د قدرت یي
د هوی او د هوس سره په جنــــــګ یي
ته پیـکر د خواهشـــــــــاتو د شهوت یي
تا ته یي نفـس ،د امتــــحان د پاره درکړ
دغه دیو ته که تسلیم شو ي ملا مت يی
امانت بارونه ، تا ته سپــــــارل شــوي
ته مسول ، د ستر هدف او رســـالت یي
ته مالیاریي دخــــــــــالق په دغه بڼ کې
ته باعث ددي چمـــــــن ، د طراوت یي
ته د امن او د ســــــــــو لي ، فرشته یي
ته حــــــامی ددي وګړو ، د عزت یـــي
سیدعبیدالله نادر

معنوی سکون
مرید د ماحــــــــــــول، له نا خوالو ، سټړی ستو مانه او ځوریدلی ، ددیو صفته انسانانو د ځور څخه چی
د فرشتو په جاموکې یي هر راز ځور او جفا په دي خوریدلي خلـــــکو منلي . او د دو ی د نادانئ او کم
عقلي له آزاره د خپل معنوی ســـکون لپاره د خپل پیر مخي ته کبښیناست . پیر په خپل صاحبدلي پو هه
او رسایي سره چي د صاحبدلانو خاصه ده . دده په تندي کي ، د زمان ناخوالي ولوستلي مرید نه یي حال
و پو ښته . مرید چي د دیو صفته انســـــانانو د ځور او جفا څځه یي د صبر پیمانه نوره ډکه شوي وه. نو
پیر ته یي د زړه حــــال بیانوو . پیر په ژور دقت او سوچ کي مرید د زړه حال اوریده ، دده د شرح حاله
څـــــخه ، پیر شیبه په شیبه د غمونو او اندیښنو په سمندر کي لاهو کیده .
مرید د غمونو او د غمــــونو د د زبیښلو اود خاطراتو د تکرار له وجهي د قیصې په ویيلو کی یي ستونئ
و نیول شو . یعني ژړغونئ شو . او په ســـــخته ژړا یي پیل وکړ . داسي یي وژړل چي داوښکو باران یي
په دواړو باړخو ګانو جاري شو . خو په ژړا یي ژړه داسي سپک شو . تا به وییل چی د عالم بارونه یی
د اوږي اوچت شوي .
د پیر زړه پری سخت ودردیده . او وي وییل بس بس دی ته اوس په خپله ژړا هغه ځای ته رسیدلای یي
چي ډیر د ریاضت خاوندان چی په شپو شپو عبادتونه کوي .دا مقام لاس ته نشي راوړی ته همدي دردونو
د معنی خواته راکاږلی یي .
سید عبیدالله نادر

ژور سوچ
بهار وو او د ګلونو مو سم ، تر هغه ځایه چی نظر ورتله ښکلا وه ، سمه او غر په رنګین ګلونو پو ښلي وو .
درویش د دیواله اړخ ته ډډه لګولي او دي ورشو ته مخامخ ناست وو . سر یي په ګریوان کې د ننه کړی او په
ژور سوچ کې وو . لاروی چی پری د تیریدو په حال کې وو .ور ږغ یي کړ درویشه! سر د ګریوانه څخه
راپورته کړه چی ګلونه او ګلزار ووینئ ،درویش ووییل سر په ګریوانه کی د ننه کړه ، چی د ګلونو خالق ووینئ
د فارسی ادبی پارچو څخه ژباړه
سید عبیدالله نادر

۱۳۷۶کال پیښاور
تناب د زړه هم په شلیدو شو ، ته به کله راځې
د انتـــــظار لمر په ډوبید شو ، ته به کله راځې
له لالـــــــــهنده ژونده سا شوله تر ستونی سپره
فروغ د ژوند په ختمیدو شو ، ته به کله راځې
د ناامیدی غوغا شوه ګډه ،په کوڅو د زړونو
د امیـــــــــد غر په ویلیدو شو، ته به کله راځې
په وطــــــــنپالو با احساسو زړونو اور بلیږي
فرزانه ګان په سره لمبو شو ، ته به کله راځې
قطرې د او ښــکو د هر چا دي په بڼو ولاړې
هره قطره په غورځـــیدو شو ، ته به کله راځې
سترګي مـــــــــــو ځیر دي ستاراتلو ته په لار
د ستر ګو نور په ورکیدو شو، ته به کله راځې
په غمو شین زړګئ کوو به ، مونږه ستا انتظار
زړه د هر چا په خوړنیدو شو ، ته به کله راځې
پردي وطن کي له ډیره غمه کوو د مرګ انتطار
د مسافر مرګ په راتلـــــــو شو ، ته به کله راځې
سید عبیدالله نادر

په څپو کې ژوند
چې راویښ له درانه خوبه، غــــــافلان کړم
درسته شــــــــــــپه لکه بلبل ، په چغهار یم
چې مې پوه په درد دل، صـــــاحبدلان شي
زه په تال و سر د ساز کي، هــــــغه تار یم
پاســـــــداری چی د ګلونو، د ناموس کړي
زه بـــــــــوټو د چمن کې هغه خــــــار یم
نه رغیږي چي می زړه د کلـــــــی کوره
ځــکه مینه کي پابند د خپل نـــــــــګار یم
بی منته ګوهر شیندمـــــــــــــــــه په خلکو
په محفل کی ، لکه وریځ د نو بهــــــار یم
چی اوچت یي کړم تر عرشه ، محبت کې
د هغې مینــــــــــــــــی تر تله منت بار یم
تر ګریوانه می راځي د عــــــجز اوښکي
ځـــــکه پروت په اندیښنو کې تر سهار یم
بی ارزۍ نه دا ماحول راته سور اور شو
لکه پروت چې ، په مجمر د سور انګار یم
آرامی می په هیڅ ملک کې مینده نه کړه
زه بی کوره ،بی وطنــــــــه ، بی دیار یم
نارامئ کې می قرار ځـــــــــان ته میندلی
د څپــــــــــــوپه دود، په ژوند کې ناقرار یم
سیدعبیدالله نادر

دیو جانس کلبی او انځور ګر
دیو جانس کلبی دیونان د مشهورو فلاسفه وو او حکیما نو نه دی . چې د تاریخ په اوږدو کي
دده حکیمانه اوفیلسوفانه خبرو ډیر د حکمت خاوندان په حیرت کې پریښي . او ډیرو دده د حکیمانه
او پند و حکمت نه ډکو خبرو څخه ټکان حوړلی او په خود راغلي . نو وایي چی دیو جانس کلبی ته
یو انځور ګر ورغی او ورته یي وویيل : چې ما انځور ګری پریښوده ، او اوس د طبابت د علم په
حصول کې میشته یم . دیو جانس کلبی چی حاضر جوابه نکته سنجه او حاضرذهن انسان وو . نو په
خورا انتباهی انداز کي یي ورته وویيل : چی انځور ګری پریښودل او د طبابت علم اختیارول دا د عقل په
زیات والي دلالت کوی . ولي هغه خطا چی په تصویر یا انځور کي مینځ ته راځي د هر چا نظر او
سترګي هغه خطا ویني لیکن هغه خطا چې په طب کي مینځ ته راځي یا واقع کیږي ،هغه خاورې پوښي .
سید عبیدالله نادر

د پو هني رڼا
چی اسرارو ته له فهمـــــه ، لار پیدا کړو
مــــــعرفت په نور تیارئ په ځان رڼا کړو
د تـــــحقیق سترګي ، اسرارو ته په کار دي
په ادراک سره چی حـــــــــــــل د معما کړو
دي صـــــــحرا کي د تحقیق خپی کړو تڼاکی
تر څو پوی ځان، په رموز د دي دنـــیا کړو
په ړندو سترګو له څه ناز د تـــــــحقیق کړو
په کار داده چی د زړه سترګی ،بینــــــــا کړو
که د عـــــــــــلم کرامت مونږ ته حاصل شيد
د پو هــــــــــــــني په رڼا به، لار صفا کړو
که د علم په ښیــــــــــګړه ، مونږه ، پوی شو
دغه شپی د تورتمــــــــــــــونو به، صبا کړو
سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۸پیښاور
د سو لي فرشته
دآرزو ښـــــــــــــــــکلی بهاره، ته به بیا کله راځې
د حـــــــــــــزین زړګي قراره ، ته به بیا کله راځې
ړندي شوی هغه سترګی چی به یي ستا لاره څارله
ستــــــــــــــــا له ډیره انتظاره ، ته به بیا کله راځې
د آرزو ګلان شول مړاوی ،بولهوســو د خپو لاندی
ای د باغ و بڼ مالیــــــــــــاره ،ته به بیا کله راځې
د قرار رسئ شلولي، د اوهامـــــــــــــو تورتمونو
د امید روښـــــــــــــان سهاره، ته به بیا کله راځې
له بیبــــــــاکه بیدردانو ، د دردمن زړونو نه وینې
په رخســــــــار و کړله لاره ، ته به بیا کله راځې
ټول ښارونه سیـــځل شوی ،په اورونو د نفاق کې
ای د ســـــــــــو لي طرفداره ، ته به بیا کله راځې
د هوی هوس جګړې کی ،اختیــــارله مو نږه تللی
ای زمونږ واک و اختیــــاره ، ته به بیا کله راځې
ډیر کلونه د چـــــــــــــمن نه ، د ماتم نغمې راځي
ای بلبل د شـــــــــــــاخساره ، ته به بیا کله راځې
مروره به تر څو یي ، ای د ســــــــــو لي فرشتې
ستــــا په عشق کي یو بیماره، ته به بیا کله راځې
سید عبیدالله نادر

منصوری فلسفه
له خودۍ چي می ، نظر کړلو خپل ځان ته
نو ستا تــــصویر می ، په وجــود کې ولیده
خــپل وجــود می ، معمـــــــــا وه د اسرارو
په حقــــیقت کـــــــې هغه څه چــي مــا لیده
منکران د حقیقت به ترې ، انـــــــکار کړي
چـي هــــغوي دي تل غفــلت په خــوب بیده
تجـــــــلی ســــــتا د آیينـــــۍ وه په سینه کې
هره شیبه چي می ، صـــــورت کــــې ځلیده
سر ګردانه په کــــــعبه، او بتـــــــــــخانه وم
خــو سـتا د مینی لیـــــلا ، زړه کـــــې نڅیده
خپل وجـــود راته کــــانون، د مـــــعرفت وو
چی وحـــدانیت نښه، پری ښـــــکلی ښکاریده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply