د کابل دشتي برچي خونړي بريد موخه څه ده؟ / خوشحال آصفي

0 640

سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار په لویدیځه څنډه د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د تذکرو د ویش پر یو مرکز ځانمرګی خونړی بريد وشو چې له امله په لسګونو ملکيان مړه او په لسګونو ټپيان شوي دي. د تذکرو د ویش پر دغه مرکز په داسې حال کې برید کيږي، چې له ناندريو وروسته يوه اونۍ کیږي چې د رایې ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه پیل شوې. د رایې ورکوونکو نوم لیکنه د تذکرو له مخې کیږي، چې له امله یې د تذکرو د ویش مرکزونو ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی.

که څه د دغه بريد مسوليت ممکن وسله وال طالبان په غاړه واخلي ځکه له وړاندې دغې ډلې خلکو ته خبرداری ورکړی وو، چې په ټاکنو کې ګډون و نه کړي. او يا ممکن داعش د ياد بريد مسوليت په غاړه واخلي ځکه په کومه سيمه کې چې بريد ترسره شوی دی، دلته تر ډېره اهل تشيع افغانان اوسيږي او په شيعه ګانو په وروستيو کې ترسره شوي بريدونونو مسوولیت داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخيستی دی.

له دې پرته دغه بريد په خپل ذات کې يو ډول سياسي ترهګريز بريد معلوميږي. ځکه چې بريد د تذکرو د وېش پر مرکز شوی دی او د تذکرو د وېش پر مرکزونو کې د ټاکنو لپاره د نومليکنې د پيل راهيسې بيروبار او د خلکو تګ راتګ زيات شوی دی. دلته دغه بريد دوه مهم اړخونه لري لري چې بايد روښانه شي. يو دا چې دا بريد ممکن په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کمرنګه کولو او په ضمن کې خلکو ته د حکومت کمزوري ښودلو په خاطر شوی وي چې خلک په حکومت بې باوره او په راتلونکو ټاکنو کې برخه وانخلي. دايم دا چې داسې ښکاري چې دا بريد د هغه کړيو لخوا ترسره شوی وي چې د برښنايې تذکرو وېش نه غواړي او پر وړاندې يې خنډونه جوړوي.

لومړی احتمال: د کابل د دشت برچي وروستي خونړي بريد هدف په اړه يو نظر دا دی چې دښمن هڅه کوي څو په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه کړي او خلک وډاروي چې د رايې کارتونو د ترلاسه کولو لپاره د نومليکنې مرکزونو ته ولاړ نه شي. دلته مغرضې کړۍ غواړي چې د کارتونو د وېش په اړه خلکو ته حکومت يو بې کفايته او ضعيف معرفي کړي چې ګويا په پلازمېنه کې د نومليکنې د مرکز امنيت نشي خوندي کولی نو په ولايتونو کې به څنګه د هغه خلکو امنيت ونيسي چې په ټاکنو کې برخه اخلي. په دې ترتيب د هيواد د پرمختګ او ديموکراسۍ دښمنان هڅه کوي چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه د حکومت اراده تر پوښتنې راولې او خلکو ته وښيې چې حکومت د خلکو په امنيت نيولو کې پاتې راغلی او تاسې په ټاکنو کې برخه وانخلئ.

دويم احتمال: د کابل د دشت برچي وروستي خونړي بريد هدف په اړه دويم نظر دا دی چې ممکن دا بريد د هغه کړيو لخوا ترسره شوی وي چې د برښنايې تذکرو وېش نه غواړي او پر وړاندې يې خنډونه جوړوي. ځکه له کله نه چې حکومت د برښنايې تذکرو د وېش خبره راپورته کړې ده، په هيواد کې د ننه ځينې کړۍ چې د ايران، پاکستان او نورو هيوادونو د ګټو د تامين لپاره کار کوي، دغه کړيو په وار وار د بېلابېلو لارو څخه استفاده کړې څو د برښنايې تذکرو د وېش پر وړاندې خنډ رامنځته کړي. کله يې د افغان او اسلام کلېمې پر سر ولس په دوه ځايه ويشلی او هڅه يې کړې چې په دې توګه په افغانستان کې ميشتو قومونو تر منځ د بې تفاقۍ فضا خوره او د برښنايط تذکرو د وېش بهير بند شي. اوس د دشت برچي وروستی بريد هم دا بيانوي چې د دښمن هڅه کوي څو په راتلونکې کې د برښنايې تذکرو وېش له خطر سره مخ کړي او د برښنايې تذکرو د وېش پر وړاندې يو بل خنډ رامنځته کړي.

خو په ډاډ سره ويلی شم چې دښمن به هيڅکله خپل شوم هدف ته ونه رسيږي. ځکه اوس مو ولس بيدار شوی دی، اوس نو ولس ته مو د هر غدار څېره تر بل هر وخت ښه معلومه شوې ده. نور مو ولس د دوی په دامونو کې نه راګيريږي او نور نو دوی نه شي کولی چې په دغه ډول بريدونو خلکو کې وېره خپره کړي او په ملي پروسو کې له ګډونه يې راوګرځوي. ولس لکه څرنګه چې په تيرو ولسمشر ټاکنو حماسه وکړله او د سترو تهديدونو سره سره راووتل او په خپله رايه يې ورکړه؛ دا ځل بيا هم خپل مسوليت په سمه توګه سر ته رسوي.

همدا ډول د که د دشت برچي بريد هدف د برښنايې تذکرو د وېش پر وړاندې خنډ جوړول وي نو بيا هم دښمن خپل دې شوم هدف ته نه شي رسيدلی. ځکه اوس مو ولس درک کړې ده چې برښنايې تذکرې د تقلب، درغلۍ او فساد د مخنيو غوره انتخاب دی نو ځکه خو په بشپړه توګه د برښنايې تذکرو د وېش غوښتونکي دي او ان شاالله په پراخه پېمانه به برښنايې تذکرې واخلي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply