کوچیان د خپلو ستونزو حل غواړي/ ګلرحمن رحماني

0 1,887

د یو هیواد وګړو ته باید حکومت هغه لمړنی اسانتیاوی رامنځ ته کړی چی هغوی  ورته ضرورت لری او هیواد د پیشرفت او ثبات پر لوربیایي ، کوچیان چی د افغانستان د نفوس ډیره برخه تشکیلوی له ډېرو مشکلاتو سره اخته دي . څه موده وړاندې دوی د همدی ستونزو د حلولو په موخه دلته کابل ته سره راټول شوي و او له حکومت نه یي غوښتنه وکړه چی ددی هیواد د اوسېدونکو په توګه باید د دوی حقونو ته پام او ستونزو ته رسیدګی وشي .

پلازمېنه کابل کې د لوی جرګې خېمه کې له ټول افغانستان نه د کوچیانو راټولو شویو مشرانو له ولسمشر نه یو لړ غوښتنې وکړی او ورته یې وویل چی زمونږ غوښتنی د نورو لوړ رتبه اشخاصو په شان د کومی څوکۍ، مقام او منصب غوښتنه نه ده، بلکی زمونږ غوښتنی قانونی غوښتنې دی او باید زمونږ ستونزو ته رسیدګی وشي.

تعلیم د یو هیواد د پیشرفت او ترقی سبب ګرځی خو کوچیان په یویشتمه پېړۍ کې هم له دغه  لوی نعمت نه بی برخې دي. دوی په همدی هدف له ټول افغانستان نه راټول شوی وه او له حکومت نه یي غوښتنه کوله چی باید حکومت زمونږ د اولادونو تعلیم ته متوجه شی او باید زمونږ لپاره سیار مکتبونه اماده کړي تر څو مونږ سره د ژمی په موسم کی ګرمو سیمو ته لاړ شی او د اوړی په موسم کی مونږ سره باید یخو سیمو ته لاړ شی ، تر څو زمونږ ماشومان تعلیم حاصل کړی .

حکومت باید په هیواد کی د هیوادوالو صحت برخی ته پوره اماده ګي او تدابیر ولری کله چی هیوادوال د صحت برخه کی کومی ستونزی لری باید حکومت ورته رسیدګی وکړی، خو کوچیان د روغتیایي اسانتیاوې څخه هم برخی دی او دوی له حکومت نه غوښتنه کوله چی باید حکومت زمونږ د ماشومانو او لویانو د صحت برخی ته توجه وکړی او حکومت باید مونږ ته سیار کلینیکونه جوړ کړي. په ځینو مواردو کی له کوچیانو سره په دولتی کلینیکونو کی سم وضعیت نه کیږی دوی سره د یو بل هیواد د وګړی په څیر چلند کیږی .

دوی له افغان حکومت نه وغوښتل چی باید افغان حکومت مونږ ته د افغانستان په هر ولایت کی تذکرې راکړي تر څو مونږ د یوی تذکری لپاره  لیرې مزل ونه کړو او اوس چې راتلونکې ټاکنې په تذکرو کېږي، نو د دې لپاره د دوی د دغې ستونزې حل ته اساسي پام پکار دی.

کوچیانو د نورو له لوري له دوی سره د توپیري چلند، د کوچیانو د ځورولو، امنیتي ستونزو، په یو او بل نوم د کوچیانو د نیولو او بندي کولو د یادونې ترڅنګ وویل، زمونږ ځینی بندیان اوس هم په زندانونو کی موجود دی او له حکومتي مسوولینو یې وغوښتل چې مجرمینو ته د دې د قوانینو مطابق سزا ورکړي، خو بې ګناه نیول شوي کسان دې ژر تر ژره له زندانونو څخه ازاد کړي.

دوی د کوچیانو د ستونزو د هوارولو لپاره د ټول افغانستان لپاره یوه ۵۰۰ کسیزه شورا جوړه کړه دغه (۵۰۰) کسیزه شورا به په ټول افغانستان کی د کوچیانو ستونزی راوړی او د دوی تر منځ چی کوم سل کسیزه اشخاص دی له حکومت سره شریکوی او حکومت به ستونزی ورته حل  کړي.

کوچیانو همدارنګه د مالدارۍ د ودې، څړځایونو، مېشتېدنې او نورې هغه ستونزې هم له مسوولینو سره مطرح کړې چې که حکومت یې حلولو ته پام وکړي، نو د هېواد د امنیت، ثبات، اقتصادي ودې ، اتفاق او یووالي په برخه کې ګټورې تمامېدلی شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply