رسنۍ ولې داسې کوي؟/ ګلرحمن رحماني

0 1,202

رسنی هغې حلقی ته ویل کیږی چی په یوه دیموکراتیکه ټولنه یا ولسواکه فضاء کی خلک ، مدنی ټولنی او دولت یو له بل سره وصل کړي. یانې رسنی د حکومت او ولس تر مابین د یو پله په شان اهمیت لری، ځکه رسنی هغه مشکلات چی عام خلک ورسره لاس او ګریوان وي حکومت ته رسوی او د حلولو غوښتنه یې کوي. حکومت هم د رسنیو له لارې د عام ولس غږ او غبرګون اوري او د هغه مطابق خپل ځان او برنامې عیاروي.

په عمومی توګه رسنی باید دری مهمو هدفونو ته چې خبرول یا معلومات ورکول، تفریح برابرول او لارښوونه ده ځان ورسوي، خو افغاني رسنۍ بیا د دې ټولو برخلاف په بله لاره روانې دي.

رسنی باید ټ هغه معلومات خپاره کړي چې دقیق او کره وي، د ملی ګټو خلاف نه وي او خپله بې طرفي هم باید حفظ کړي. خو د افغاني رسنیو خپرونو ته په کتو دوی له دې ټولو مسلکي او ژورنالستیکي ارونو سرغړونه کوي.

ښه بیلګه یی د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون د کریکټ په اړه هغه راپور دی چې ویل یې، (په کرکټ بورډ کی د رشوت ورکولو نه بغیر لوبغاړی نړیوال لوبو کی نه شاملوی) کله یي چی دا راپور خپور کړ په دی راپور کی یي د بی طرفی اصل ته پام نه وه کړی او دی راپور کی یی د کرکټ بورډ غړو سره اړیکه نه وه نیولی او د هغه شخص خبری یی یواځی راخیستی وی چی د شمشاد نړیوال راډیو تلویزیون ته راغلی وه او انتقاد یي کاوه چی د کرکټ بورډ غړی زما نه په زرهاوډالر غوښتل تر څو زه په نړیوالو لوبو کی ولوبیږم. یانې راپور یې غیر دقیق او پر یو طرفه ادعا بنا و.

زمونږ ځینی رسنی داسی راپورونه ، خبرونه او سیاسی پروګرامونه جوړوی چی له یوی خوا د ملي امنیت او ملي ګټو په ضرر دي او له بلې خوا د خلکو تر منځ تفرقه، نهیلي او بې باوري هڅوي.  د پښتون ، تاجک ، هزاره او ازبک په نوم باندی تفرقه اندازی کوی او د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهی ، بیلګه یي کله چی په الکترونیکی تذکرو کی د افغان او اسلام په نوم وړه ستونزه رامنځ ته شوه ډیرو رسنیو د افغان په نوم په یو او بل نوم باندی پروګرامونه جوړ کړل ځینو رسنیو ډیر کوشش وکړ تر څو په الکترونیکی تذکره کی د افغان ملی کلیمه ونه لیکل شی خو بریالی نه شول.

رسنی کولی شی چی په  ټولنه کی ناوړ دودونه ، رواجونو او نورو ناوړه پدیدو له منځه وړلو کی اغیزناک رول ولری که چیرته رسنی په واقعی توګه سمه هغه دنده چی ورکړل شوی ده او اداء یي کړی نو د ټولنی شته ستونزو ته به واقعی حل لاره پیدا کړی.

رسنی د ډیپلوماسی د وسیلی په ټوګه د هیوادونو په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کی د یوی اصلی وسیلی په توګه کارول کیږی او دغه اصل د اوسنی سیاست تر ټولو مهمه برخه ده ، د ملی او نړیوالو کړکیجونو او ستونزو د مدیریت او لارښوونی په برخه کی هم د رسنیو رول ډیر ارزښت لرونکی ده ، خو په افغانستان کی رسنیو دغه رول ته ډیر کم پام اړولی ده .

 ښه بیلګه یي د کندز په دشت ارچی ولسوالی کی د افغان هوایي ځواک له لوری پر مدرسی برید وشوه چی په پایله کی یي دطالبانو ډیر لوړپوړی اشخاص هم په نښه شول چی ځینی یي مړه او ځینی یي زخمیان شول ، خو د پاکستان رسنیو دی موضوع ته دومره شایعات ورکړل چی دوی د بی طرفی اصل ته هم پکی پام نه نیوه. پاکستان له دغې موضوع څخه د افغانستان د دولت او نظام پر ضد ډنډوره جوړه کړه.

زموږ رسنۍ نه پوهېږم چې ولې زموږ له حکومت، خلکو، هېواد او ملي ګټو سره دغسې ناوړه له دښمنۍ ډک چلند کوي، که چېرې رسنۍ خپل دریځ بدل نه کړي، نو مسوولین باید دوی دېته وهحوي او یا یې مجبور کړي چې د هېواد د اساسي قانون او رسنیو قانون مطابق خپلې نشراتي پالیسۍ عیارې کړي او که بیا یې هم دېته غاړه کېنښوده، نو له دوی سره دې قانوني چلند وشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply