امريکا په لوی لاس ښارونو ته خطر راوړي؟

0 626

ځينې غربي رسنۍ د امريکايي چارواکيو له قوله وايي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې له افغان چارواکيو څخه غوښتي دي چې ځينې لرې پرتې سيمې دې طالبانو ته خوشې کړي او سرتېري دې ښارو ته را وغواړي.
دوی وايي، له افغان لوري څخه د امريکا دغه غوښتنه د ډونالډ ټرمپ د هغې سټراټېژي برخه ده چې د افغانستان په اړه يې اعلان کړې وه.
که دغه غوښتنه د ښارونو د امنيت لپاره وي؛ نو تر دې بې‌ځايه غوښتنه بله پيدا کېدای نه‌شي.

د سټراټېژيک عمق په اساس چې دښمن دې څومره له ځانه لرې ساتلی وي، په هماغه اندازه ته خوندي يې، خو اوس چې دښمن ته سيمې په لوی لاس ور خوشې کېږي، په لوی لاس دښمن ته چانس ورکول کېږي چې لا نور وړاندې راشي او لا قوي بريدونه وکړي.
پښتانه وايي، په جنګ کې چې دې توره ماته شوه، د دښمن پر خوا يو ګام نور وړاندې ورشه.
دا په دې مانا چې توره دې ماته شوه؛ نو تر دښمن پورې دې لاس نه رسېږي، که دې تېښته وکړه، هم درپسې درځي وژني دي، که ځای پر ځای ولاړ وې هم ستا وار به در دښمنه پورې نه رسېږي، خو هغه درڅخه سر غوڅوي؛ نو ګام ور مخکې کړه او وار وکړه.

د کريکټ لوبه يې يو بل ښه مثال دی.
په دغه لوبه کې چې بالر درته توپ غورځوي، که ته ورڅخه را شا ته کېږي، هغه همدومره قوي او تېز توپ درغورځوي چې پښو ته ولګېږي، که پر شا تګ ته دغسې دوام ورکړې او هغه توپ پسې ګړندی کوي؛ نو بل وار دې پر مخ ولي.
خو که ته مخکې ورځې، هغه د توپ سرعت کموي او مجبوره کېږي چې ارامه توپ غورځوونه وکړي.
اوس طالبانو ته د سيمو خوشې کول عين همدا کيسه ده.
که سرتېري له لرې پرتو سيمو ښارونو ته را پر شا شي، طالبان به وکولای شي چې په ولسواليو کې ځانونه سم اکمال کړي، هلته د ارام ساه واخلي، د وسلو ستر ډيپوګان جوړ کړي او تر ټولو بده دا چې په لرې پرتو سيمو کې به پر خلکو قيامت را ټيټ کړي.
دوی به بيا په کليو او ولسواليو کې لښکرونه جوړوي او پر ښارونو به جبهه‌يي بريدونه کوي.

زموږ د سرتېريو قوماندانانو چې اوس سره له دې چې لوړپوړي حکومتي چارواکي وايي، سرتېري په تعرضي حالت کې دي، د سرتېريو پښې ورتړلې دي، هغه وخت خو به لا ښه پلمه ورته جوړه وي. بس طالبان به راځي، پر ښارونو به بريدونه کوي او سرتېري به جنازې باروي.
هغه وخت به بيا طالبان تر بريدونو وروسته بېرته کليو او ولسواليو ته ځي او هلته به د نويو بريدونو لپاره ساه جوړوي.
بله دا چې دا غوښتنه د ټرمپ له هغو څرګندونو سره بېخي په تضاد کې ده چې ويل يې په هر ځای کې چې ترهګر وو، په نښه کېږي به.
اوس خو دا دی ترهګرو ته سيمې ور خوشې کېږي، ښکاره به هلته ګرځي راګرځي او د ښارونو پر خوا به لښکرکشۍ کوي.

داسې ښکاري چې په قطر کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ دغه د سيمو د خوشې کولو ناز طالبانو پر امريکايانو کړی دی او هغوی يې هم ناز پر ځمکه نه غورځوي.
خو دا به لويه تېروتنه وي چې امريکان پر طالبانو باور کوي او تر هغه لويه تېروتنه به لا دا وي چې افغان لوری د امريکايانو دغه خواهش ته مثبت ځواب ووايي.

دا لا تر يوې اندازې پورې پر ځای خبره ده چې په يوه ولايت کې يوه سيمه طالبانو ته د امن سيمې په نامه ونومول شي، هلته نه عمليات کېږي، نه ورباندې بمبارۍ روانې وي، خو له طالبانو دا ضمانت واخيستل شي چې دوی به هم پکې جنګ ته تياري نه نيسي، بلکې يوازې به يې د سولې لپاره کاروي، خو تر دې ورهاخوا دا خبرې چې سرتېري دې له لېرې پرتو سيمه څخه په ټولو ځايونو کې را پر شا شي، د ځان‌وژنې په مانا ده.
امريکا به په دې توګه د افغانستان ښارونه اراموي، خو لمبې به يې د ښار تر لمنو رارسولې وي او دا به هغه حالت وي چې ورانه کړې به يې وي، ودانه کړې به يې نه وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply