د سیاسیونو غوښتنې څومره عملي دي؟/ ګلرحمن رحماني

0 501

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې له سیاسي ګوندونو ، عالمانو ، د ښځو له شبکو ، د انتخاباتو د څار له بنسټونو او د رسنیو له استازو سره د انتخاباتو ، سولې، له طالبانو سره د احتمالي اوربند، په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو او د افغانستان د ځینو مهمو او روانو حالاتو په اړه جلا جلا ناستې درلودې او د هیواد د اوسني وضعیت په اړه یې د سیاسیونو او جهادي مشرانو سره په مختلفو برخو کې نظریات راټول کړل .

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبري ناستې ته وویل (پدې برخه کې به دبېلابېلو قشرونو له ځانګړو وړاندیزونو سره راشي ، وړاندیزونه به جمع شي او وروسته چې هر څه د حکومت صلاحیت وي، تصمیم به ونیول شي او هغه څه چې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون پورې اړه لري هغوی ته به وسپارل شي چې په خپلو کړنلارو کې یې په پام کې ونیسي) د ولسمشر ویاند وویل احتمال لري چې په لوی اختر کې بیا له طالبانو سره اوربند وشي .

یو شمیر احزابو او سیاسي جریانونو د ټاکنیز نظام د بدلون ، د رای ورکوونکو د پروسې باطلولو ، د رای ورکونکو پروسه کې له بایو میټریک ټکنالوژۍ څخه د استفادې او سیاسي احزابو ته د ځانګړې ونډې په اړه خپلې مهمې غوښتنې مطرح کړې. دوی ګواښ وکړ که یې په یوه اونی کې غوښتنې ونه منل شي، نو په خپل ټول توان به د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي او له حکومته یې وغوښتل چې د نوملیکنې بهیر دې ژر تر ژره باطل اعلان کړي .

عام افغانان، سیاسیونو او حکومت غواړي چې په ولسي جرګه کې یې باید واقعي اشخاص ځای پر ځای شي، د خلکو سمه نماینده ګي وکړي او د خلکو په اکثریت رایو باندې ولسي او ولسوالیو شوراګانو ته لار پیدا کړي . د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل (دېته په کتو چی د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په عملیاتي کارونو بوخت دی او دغو انتخاباتو ته یوازی ۷۰ نورې ورځې پاتې دي، نو ځکه د بایو میټریک سیستم عملي کېدل تړلی ګڼي خو کمیسیون پریکړه کړې چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بایومیټریک سیستم څخه استفاده وشی) نوموړي اصلي لامل د وخت کمښت او د تجهیزاتو نشتوالی وښوده .

د هیواد قومونو تر منځ د یووالی او اتحاد ټینګښت د ټولو ګډ مسولیت دی، خو د دې مواردو په تطبیق کولو سیاسي مشران ، دینی عالمان ، قومی سپین ږیری او مشران ډیر موثر او ګټور رول لوبولی شی . افغانستان په نازک حالت کې قرار لري له یوې خوا انتخابات  له بلې خوا د سولې خبرې را روانې دي.

دا چې اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د ټولو هیوادوالو دا غوښتنه ده چې باید افغان حکومت له طالبانو سره د اختر په شپو او ورځو کې اوربند وکړي تر څو خوشحالي مو یو پر دوه شي ، نو همدې ته په کتو افغان حکومت ویلي د دې احتمال شته چی له طالبانو سره یو ځل بیا په راروان اختر کې اوربند وشي ځکه تېر اوربند ډیری مثبتی پایلی درلودی او د طالبانو په ذهنونو کی یی ډیر مثبت تغیرات راوستی ، چی په همدی هدف حکومت غوره وګڼله تر څو له سیاسیونو سره ناستی وکړی او د هغوی نظریات راټول کړي .

که زمونږ سیاسي مشران او احزاب لاسونه سره یو کړی او افغان حکومت سره د روان حالت د بدلون په خاطر خپل نیک نظرونه شریک کړی او له حکومت سره صادقانه همکاری وکړی باور لرم چی د افغانستان په اوسنۍ اوضاع کې به مثبت تغیرات رامنځ ته شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply