له ټاکنو مه واره بله چاره او بدیل نشته

0 668

محمدروښان ښاد

ټاکنې د ولسواکۍ اصل او د واک د لېږد تر ټولو سوله ییزه لاره ده. ښېګڼه یې داده چې د چا پوزه هم نه په کې وینې کېږي. د یو کس، ډلې ، قوم، سمت او ژبې په انحصار کې نه وي او هر څوک قانوني او فردي ازادي لري چې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي. له دې امله د افغانستان په څېر جګړه ځپلو هیوادونو ته د ټاکنو پروسه که له یوې خوا نوې تجربه ده، مګر له بل لوري ورته ګټور او بې جنجاله بدیل دی.

په همدې خاطر ولسمشر غني تل په دې ټینګار کوي چې ټاکنې به شفافې وي، بې پرې به وي، سراسري به وي او ټول شموله به وي. هیڅوک نشي کولای چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او یا هم ټاکنې په خپل انحصار کې وساتي او یا خلک په لوی لاس او قصدي ډول د خپلې ارادې برخلاف داسې مجبور کړي چې دوی ته رایه ورکړي، دا نه یوازې د ټاکنو او ولسواکۍ د روحیې خلاف عمل دی، بلکې د ټاکنو د قانون له پلوه دا جرم ګڼل کېږي.

مګر په افغانستان کې ستونزه داده چې سیاسیون د سیاست پرځای ډېر وخت په دسیسو او معاملو تېروي، له تېر یو کال راهیسې یې دا ډنډوره غږوله چې ولسمشر غني او حکومت نه غواړي چې ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي، بلکې نوموړی د خپل واک د غځولو په هڅه کې دی، مګر ولسمشر غني له همغه پیله دا نارې وهلې چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي.

کله چې دوی په دې پوه او یقیني شول چې ولسمشر غني حتما ټاکنې کوي، نو دوی د ټاکنو د سبوتاژ کولو لپاره منفي تبلیغات پیل کړل. دوی ټاکنې او سوله سره وتړل او یو له بل سره یې په تناقض کې واقع کړل. دوی ویل چې حکومت د سولې مخالفت کوي او ټول ټینګار یې په ټاکنو دی، په دې خاطر چې دوی یو ځل بیا خپل واک ترلاسه کړي. حال دا چې حکومت نه یوازې د سولې مخالفت کوي، بلکې سوله چې دا اوس کوم پړاوو ته رسېدلې ده دا د حکومت د پاملرنې او هلو ځلو له برکته ده.

ولسمشر غني د وطن وضعیت او شرایطو ته په کتو ټینګار کوي چې ټاکنې به پر وخت ترسره کېږي، ځکه د سولې پروسې او د سولې تړون د تطبیق لپاره موږ امنتخب حکومت او ولسمشر ته اړتیا لرو، داسې ولسمشر چې د ولس په خوښه او اراده راغلی وي.

په همدې خاطر ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي دي، مګر د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان غلي دي او هیڅ هم نه وایي، ځکه چې دوی پوهېږي چې ټاکنې نشي ګټلی او د ټاکنوبریا د ولسمشر غني په برخه ده، نو په همدې خاطر یې اوس په دې وروستیو کې یوه بله سناریو را پیل کړې او د ولس د اذهانو د مغشوشولو لپاره دوی داسې تبلیغوي چې ګواکې ټاکنې نه شونې دي او نه هم کېدونکې دي، بلکې د سولې تړون کېږي او سوله رامخته کېږي، مګر له ټاکنو مه واره نه بله چاره شته او نه هم کوم بدیل، ټاکنې به کېږي، خامخا به کېږي او پر خپل وخت به کېږي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply