عبدالوافي نایبزی-
د عليک وجهه دا وینا مې په ذهن کې حک ده، چې د هر سړي شخصیت د هغه د ژبې لاندې دی. رښتیا ده، موږ ټول هغه وخت د خپل شخصیت نمایندهگي او څرگندونه کوو، کله چې خوله پرانيزو او خبرې وکړو. ډېری خلک له لرې ښه ښکاري، همداسې د لرې يې گورئ، کوښښ مه کوئ، چې نږدې ورشئ، کهنه هغه تصویر چې یې تاسې په ذهن کې تصور کړیوو، خلاف راووځي؛ بیا به هسې ځانته پهقار ياست.
دا راته د وړمې شپې د مرکې پورې رایاد شول، ډېری پښتنو ملګرو فکر کاوه، چې د «همګرايي» ټیم دا وار ډېر ښه شویدی، انعطاف يې ښودلی، بېخرته پرې ورمات وو، خو هغه څرگنده کړه، چې:
زه د جمعیت گوند نوماند یم.
نظر – افغانستان د ګوندي سیاستونو له لاسه تر دې دمه در په در دی، همدا سیاسي ګوندونه نهوو، چې وطن یې لولپه کړ او د زوال کندې ته يې وغورځوو؟ همدا ستاسې امر صاحب شهید او ګلبدین حکمتیار نهوو، چې کابل ته يې اور ورته او بېشمېره راکټونه يې وتوغول، همدې مجاهدینو (!) له لاسه ناهید شهید ځان له مکرورویانو راونهغورځوه؟ تاسې په کومو سترګو بیا له ګوند څخه د افغان ولس څخه د پاکو رایو دعوه کوئ؟
برېښنايي تذکره نهاخلم، که ولسمشر شوم، پر پروسه له سره غور کوم.
نظر – برېښنايي تذکره ځکه نهاخلم، چې د «افغان» ټکی دی، د افغان ټکو یوازې د پښتنو پورې منحصر نهدی، بلکې د دې هېواد هر زېږېدلی انسان افغان دی، ولې په لوی لاس د افغانیت څخه انکار کوئ، آیا تاسې د ملي سرود له دې ټکي څخه هم انکار کوئ، چې (دا وطن افغانستان دی – دا عزت د هر افغان دی)، که يې منئ، نو بیا راسره «افغان» کلمه هم ومنئ، له افغانیت څخه انکار، د دې وطن د عزت او حېثیت سره لوبې دي. د «همګرايي» ټیم باید له ځانه سره د داسې اشخاصو ملاتړ ونهلري، چې پر افغان او افغانیت شرمېږي.
بچیان او کورنۍ مې افغانستان ته نهانتقالووم.
نظر – کرزی صیب او کورنۍ دې يې خیر یوسي، چې پر واک او له واک وروسته پر همدې خاوره مېشت دي، ورور يې په همدې خاوره شهید شو، د اکا زوی يې پر همدې خاوره سر کېښود، بلا شهیدان يې ورکړل، خو لا دلته مېشت دی، د همدې ولس په څنګ کې ولاړ دي، زما هدف دا نهدی، چې زه دې د کرزي صیب ننګه وکړم، خو دا خاصیت يې واقعاً د ستایلو دی، د هغه زوی کوشنی ميرويس لا هم دولتي مکتب کې دی. د «همگرايي» ټیم خو د «دولتساز» غوندې قمار هم نهشي وهلی، چې د ولسي سیاست پر ځای تخنيکي سیاست پر لار واچوي، تاسې خو د ولسي سیاست دعوه کوئ، باید د دې ولس په منځ کې اوسئ، د همدې ولس سره اوسئ، داسې نو نهشي، کېدای چې ۴شنبه هند ته ځم، یکشنبه بېرته راځم، د وزیرانو شورا مجلس پر مخ یوسم، دوشنبه او سهشنبه بیا د هندوستان په فکر کې اوسم!
یو یخنقاق په ۷۰۰ډالر او جامپر په ۱۰زره ډالر اخلم، تاسې د پوښتنې حق هم نهلرئ!
نظر – د «همگرايي» ټیم مشر، په داسې حال کې دا ډول پېرنه کوي، چې د مرکزي احصايي د وروستیو ارقامو پر بنسټ، د هېواد ۵۴٪ سلنه نفوس د فقر کرښې لاندې ژوند کوي.
دا په کوم کتاب او کوم قانون کې روا دي، چې د یو داسې غریب ولس حکومتي مشر دې، دا ډول غني اوسي؟ چرچېل رښتیا ویل، کله چې فقر په یوه ټولنه حاکم وي، دوه خبرې دي، یا خو حاکمان احمقان دي، یا درباندې احمقان حاکمان دي!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320