د حامد مير د پام وړ

0 875

د حامد مير پاموړ :

د بي بي شهيدې ((بېنظيرې)) بالکی هم د تروريستانو خواخوږی شو

افغانان حکمتيار وعبدالله دواړه نه غواړي. يو د حميدګل نظرياتي پاکستانی او بل يې خدمت کړی دی

د حکمتيار وعبدالله ماتې پنجاب ته يو بل ښکاره پيغام دی چې افغانان پنجاب ته خپل سرونه نه ټيټوي. خلک دې د الحاق وکنفېدرېشن خوبونه نه ويني. پنجاب بايد خپله تګلاره ختمي بدله کړي.

ناپوه انسانه زاړه زخمونه دې تازه کړل :

نوټ : حامدميره ته به ماشوم وې، خو د نصيرالله بابر د خولې خبره ده چې ويل به يې : ((موږ ځکه دوی [حکمتيار ومسعود ورباني] انتخاب او په لاس کې ونيول چې دوی په قوم کې ريشه نه لري)). نن خو بابر نشته خو خبره يې پر ځای وه. شرم خو تا ته دی چې هغه منحوسې ادارې چې له يو لورې يې روزلی او له بل لورې يې د سلمان تاثير په شمول ستا و د بي بي شهيدې په په سر او په سينو کې کې مرمۍ سړې کړې، د بي بي شهيدې د پلار ورمېږ يې د اعدام پر تخته ورمات او هم يې ورور ورته وواژه، د انصاف وعدالت حق يې هم ترې اخېستی، خو د دې باوجود يې لا ته صفت هم کوې. کنه په کار خو دا وه چې جنرال نيازی يې اعدام (پانسي) کړی وی، خو پوځ خپله ګناه پر بوټو ورواچوله.

ښاغلی حامد مير :

ستا به يا ياد وي او يا نه، خو ميرزا اسلم بېګ داسې ويلي وو :

((بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!))

له بېنظيرې سره خو د نيويارک په سفر کې ته مل وې او تا هلته د خپلې بي بي او آغلې روبين رافيل ترمينځ  په خبرو کې هغه څه واورېدل چې هلته وويل شول چې له خپرولو وروسته پر سبا بيا شهيده بي بي دې هم درباندې په غوسه وه چې دا تا څه ليکلي دي؟

له پاکستان ته راتګ سره يې بيا ته خپل کاکا بابر ته ورمخامخ او هغې بيا ملا محمد عمر او هغه اسامه بيا بن لادن ته ورسيخ کړې، خو هماغه ورک سړی اخر همدا پخپله سومبۍ کې راووت. د افغانستان په غرونو او سمڅو کې دې ليدلی شو، خو پخپله سومبۍ يا د پوځي اکاډمۍ په مينځ کې دې نه شو ليدلی. ته څنګه ړوند يې؟ لېرې ګورې او نژدې نه.

سالک داسې وايی :

چو کاری بی فضول من بر آيد

مرا در وی سخن گفتن نشايد

و گر بينم که نابينا و چاه است

اگر خاموش بنشينم گناه است

دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې ستا په شمول پنجاب د ترهګرو ملاتړی او ورسره ژوره خواخوږي لري. دا اوس د نړيوالې ټولنې ذمه وارې جوړيږي چې تاسې وڅاري چې له نورو کومو چينلونو او څارګرو سوړو سره ښکېل او لوبېږې؟

ښاغلی ميره،

زما پوښتنه له تا ده؛ د ميرزا اسلم بېګ د خبرې پر بنسټ چې بېنظيرې ورته ((د جلال اباد د نيولو او د کابل د سېځلو امر کړی وي، نو بيا موږ ډاکټر نجيب الله ته ولې شهيد ونه وايو؟

ستا بي بي خو د جلال اباد د جګړې مسووله ده او ډاکټر نجيب الله له خپلې خاورې ساتنه (دفاع) کړې ده. دلته خو هغه د تيري کوونکې ((تجاوزګرې / اشغالګرې)) حکم رانغاړي ولې شهيد ونه وايو؟ حال دا چې ستا د بي بي کاکا وحميدګل دواړه د نجيب قاتلان دي. خپل او د بي بي قاتل د دوبۍ په روغتون کې بستر دی او غاښونه موږ ته ژوې. دا پنجابيان هم عجيبه خلک دي.

متل :

پر تا مې وس نه رسي مړ به دې پلار کړم.

ښاغلی ميره،

همدا شرم دې بس نه دی چې د نوي کال له پيغام رسونې سره پر تاسې د يو نړيوال درغژن غږ وشو چې پر موږ يې يوازې د ۳۳ ميليونو ډالر دروغ پلورلي دي.

د سي آی ای پخوانی مشر بروسريډل :

((پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي)).

وخت راتلونکی دی داسې وخت به راشي چې تاسې به د ضياء، بابر وحميدګل قبرونه په کاڼو وولۍ او پر خپلو تېرو کړو به سخت پښېمانه شئ.

ايا همدا به بسنه نه کوي چې يو نامسلمان بروسيډل دې پايلې ته رسېدلی چې تاسې له ورسره دوه مخې لوبه کوله؟ تاسې خو هغه اسلامي واخلاقي ان نړيوال ارزښتونه ټول تر پښو لاندې کړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply