پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په خړ لیست کې پاتې شو

0 1,197

پاکستان لاهم د پیسو د غیر قانوني لېږد او د ترهګرو ملاتړ کوي، نو په همدې خاطر په خړ لیست کې پاتې شو.
پر پیسو د مینځلو د څار بنسټ (FATF)  یو ځل بیا په خړ لیست کې د پاکستان د پاتې کېدو پرېکړه کړې.
یاد بنسټ په دې اړه څلور ورځنۍ غونډه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان  ته په ورکړل شویو ۲۷ سپارښتنو کې ډېرې یې نه دي عملي شوي؛ ځکه دوی نشي کولای پر یاد هېواد بشپړ باور وکړي.
یادې ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې پاکستان د دوی تر کلک نظارت لاندې دی او لاهم یاد هېواد د پیسو غیر قانوني لېږد او د تر هګرو ډلو ملاتړ نه دی پریښی.

بل طرف بیا پاکستان له تېرو دوه ورځو راهیسې وايي، چې په افغانستان کې نور د طالبانو او ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام نه ورکوي او نه غواړي، چې یاد هېواد دې یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدل شي.
باید یاده شي، چې دا دریم  ځل دی، چې پاکستان د یادې ادارې په خړ لیست پاتې کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply