افغانان څه غواړي؟

بریال حبیبي

862

ډېری افغانان له امارت سره ولاړ دي او که یې مخالف؟
ټاکنې به وشي او که نه؟
که ټاکنې وشي، نو رایه به چاته ورکړي؟
د فلسطین په اړه یې نظرونه څه دي؟
د پاکستان په اړه څه وایي؟
روسیه یا چین یا امریکا او یا… څنګه او څه ډول وسلې جوړوي؟
د امریکا او چین سیالۍ څنګه دي؟
اوکراین ـ روسیه او روسیه او امریکا؟
کابینه کې به څوک راشي او څوک…؟
او دارنګه لسګونه او سلګونه نورې پوښتنې… .
ډېری فکر کوي، چې د افغانستان د خلکو اندېښنې همدغه او دې ته ورته لسګونه او سلګونه نورې پوښتنې دي؛
کنفرانسونو، رسنیو، لیکنو، تبلیغاتو او آن د آسمان او ځمکې د ګز کولو دعواوې یې تر نظر تېرې کړئ!
په دغه پخپله جوړه کړې محدوده دایره کې داسې ګرځي راګرځي، چې ته به وایې د دایرې بهرنۍ خوا ته نه کومه بله نړۍ شته او نه هم لکه دوی هغسې انسانان.
ستونزه داده چې دوی غږ او رسنۍ لري او هغه لسګونه میلیونونه انسانان چې اندېښنې، غوښتنې او اړتیاوې یې له دوی سره توپیر لري، یا بې غږه دي او یا که چېرته یې غږ هم پورته کېږي، نو اورېدونکي غوږونه ورته نه موندلي کېږي.
خو که وپوښتو، چې افغانان څه غواړي؟
نو په یوه لنډه جمله کې یې ویلای شو چې:
عادي ژوند!
افغانان نه لکه آلمانیان د هیټلر د دورې غوندې په نژادپالنه اخته دي، نه یې لکه داعشیان په نړۍ کې د خپلې ایدیالوژۍ د پراخوالي په تکل تورې راایستلې او نه لکه بایډن او… په نړۍ د پاچاهۍ کولو خوبونه ویني؛ خو هغوی لکه د نړۍ نور میلیاردونه انسانان یوازې یو څه غواړي او هغه دی:
عادي ژوند.
عادي ژوند یعني یو داسې ژوند چې د هغه ډېره برخه شعارونو نه وي نیولې.
افغانان که سهار راډیو چالانه کړي، که ماخستن تلوېزیون روښانه کړي، که انټرنیټ ته ورننوځي، که ورځپاڼې ولولي او لنډه دا چې که هر څه ته وګوري، وایې وري او یا یې آن حس کړي؛
ځانونه د شعارونو، شعارونو او شعارونو په کلابندۍ کې وویني.
که رښتيا شي نو یو ملت تر کومې کچې پورې شعار ورکول زغملای شي؟
عادي ژوند یعني دا چې له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې ولرو؛ هره ورځ د ځان لپاره نوی دښمن و نه مومو؛ داسې کار ونه کړو چې آن د یوه هېواد کوم عادي وګړی زموږ د هېواد د نوم په اورېدلو سره راباندې تف لعنت ووایي او… .
هو؛
داسې څه کول په کار دي، چې د افغانستان نوم دده له څو زره کلن تاریخ او کلتور سره سر وخوري.
عادي ژوند یعني دا چې یو افغان ځوان او یا سوداګر وکولای شي، لکه کوم پاکستانی، تاجک، هندی، بنګله دېشی او یا د کوم بل هېواد اوسېدونکی یا سوداګر په ټوله نړۍ کې سوداګرۍ او یا دندې ترسره کړي او خپل هېواد ته مادي او معنوي ګټې راوړي؛ نه دا چې تل یې زړه او پښې د افغانیتوب له امله ولړزېږي او فکر وکړي چې ټولې لارې یې پرمخ تړلې دي؟
د ده ګناه څه ده او ولې ګناهګار دی؟
عادي ژوند یعني دا چې د ورځې په اتو او آن لسو ساعتونو کارکولو سره عادي معیشیت برابر کړلی شي؛ د استوګنې ځای وموندلی شي، اړتیا ته په کتو خوراک، څښاک او پوښاک چمتو شي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی وي، په کال کې یو دوه داخلي او یو خارجي لنډمهاله سفر وکړلی شي، د ماشومانو راتونکې دې نامعلومه نه وي او… .
عادي ژوند یعني دا چې کله د شپې ویده شې، سهار راکښېنې او که ګورې د جېب د پیسو ارزښت دې تر نیمایي رالوېدلی نه وي.
عادي ژوند یعني هغه هوا چې تنفس کوې، له مضرو غازاتو نه ډکه نه وي؛ هغه مېوه چې خورې دا اندېښنه درسره نه وي، چې د کروندې سموم به ورباندې پاتې وي؛ هغه خبره چې په زړه کې ده، له کومې اندېښنې پرته یې وړاندې کولای شې؛
ټول ددې په لټه کې نه وي، چې کوم هېواد په کومو شرایطو سره اقامت او یا تابعیت ورکوي؛ مخدره توکي دې په خوا او شا کې سترګکونه ونه وهي؛ ددې اړتیا نه وي، چې موټر ته دې د ردیابي سیستم ورولګوې؛ پر دېوالونو د بډوډو، قرنیې او یا د بدن د نورو برخو د پلور خبرتیاوې ونه ګورې؛ هغه نجونې او مېرمنې چې له مازدیګر وروسته د سرک پر څنډه د ټکسیو انتظار کوي، له رنګ رنګ مزاحمتونو سره مخې نه شي؛ که هېوادوال په قانون کې د کوم بدلون غوښتونکي وي، د بدلون او یا نه بدلون اړوند یې منطقي ځواب واورېدلای شي؛ د هېواد د نړیوال وضعیت په اړه اندېښمن نه وي؛ ټول شموله خفګان نه وي او… .
دا او دې ته ورته نورې غوښتنې او اړتیاوې عجیبې و غریبې نه دي، خو د هغوی لپاره ښایي وي چې عادي ژوند ته د ناعادي هغه په سترګه ګوري.
عادي ژوند نه له عزت سره په ټکر کې دی او نه له ملي ګټو سره؛ آیا هغه انسانان چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې عادي ژوند لري او له کوم ملي فشار، خفګان او یا… نورو پرته ژوند کوي؛
بې عزته دي او که د خپلو ملي ګټو اړوند فکر نه لري؟
عادي ژوند زموږ مسلم حق دی او که چېرته یوه ورځ کوم څوک وغواړي، پرې تېری وکړي، په وړاندې به یې هرومرو یو څوک ودرېږي، ځکه دایمي جګړه خو هم عادي کار دی.
افغانان، یوازې عادي ژوند غواړي؛ یوازې عادي ژوند!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.