د کورنۍ جګړې ګټونکي څوک دي؟ /د. صلاح الدین سعیدي

0 779

زمونږ په حالت کې افغان دښمنه، ای اس ای او هغه داخلی اقلیت ، پردي نوکره افراد او حلقات چې بعضې یې حتې د وطن واګې او یا د ‌‌‌‌‌‌ډېرو حساسو دولتي کړیو غاصبین دي او په په غیر مجاز توګه حاکمیت کې صلاحیت لري، هغه عناصر، کړۍ او کاذب شخصیتونه دي چې د افغانستان د جنګ، عدم استقرار او کورنۍ جګړې څخه بهره او ګټه پورته کوي.
هو دا حالت جنګي حالت، او زه ضعیف او محتاج ساتل شوي حالت، ما مجبوروي چې ووایم او قبول کړم د بهرنیو پوځيانو وجود افغانستان کې توجیه او منطق لري.
هو د ترور او دهشتګرو د پاره دا د جنګ او ترور حالت او کورنۍ شخړې مفیدې دي چې په همدغه حالت کې دوی خپل کار کولای شي او خپلو موخو ته رسیدلای شي.
د قومي او سمتي تاجران او د قوم او سمت د خلکو د اوښکو او وینو پر سر تاجران
هو د معادنو د غیر قانوني د څلور لسیزو د استخراج او قاچاق برانو لپاره دا د افغانستان ویجاړ حالت او کورنۍ ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي په ګټه، ښه او ضرور ده.
هو بریا په دغه حالت کې د هغو ده چې بې کفایته او د نل دوانۍ، کندن کارۍ او د تفحصات له کاګره، کل اختیار جنرال او د وطن پر چارو حاکم پاتې کیږي او د سولې په حالت کې به واپس خپل د اصل وظيفې مستحق وي.
هو دغه حالت به ددې زمینه برابره نه کړي چې عدالت تأمین او متخلف په خپل سزا ورسیږي او یا اقلاً د ملت پر سر د حاکمیت دعوا ونکړي. دا او داسې نور عناصر، حلقات او جوانب دي چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې، عدم استقرار، او تشنج حالت نه ګټه پورته کوي او د کورنۍ جګړې وړونکي دي!

د دې خبرې په پوهېدو او درک ټولو خیرخواه او سلیم عناصرو او ټول ملت او د هغه مخکښانو ته په مار ده چې له دې وضعې نه د وتلو لپاره او کله هم د اقل ضرر د منلو په قیمت د اکثر ضرر د دفعې په خاطر په هر قدم او هر نفس کې کار وکړي او دا وجیبه ده. حسبنا الله نعم المولی و نعم الوکیل.
دوکتور صلاح الدین سعیدي
٨/٢/٢٠١٧

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply