رسول الله صلی الله علیه وسلم/عبدالغفار جُبیر

0 1,157
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲برخه)
بسم الله الرحمن الرحیم
نبي کــــریــــم صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانــانــو په آ ند
الحمدلله الذی أرسل رسوله بالهدی و دین الحق، وبین له من معالم العلم وشعائر الشرائع و مشاعر الملل کل ماجل ودق، و نزل علیه کتاباً معجزاً والصلاة والسلام علی من أرسله الله إلی الخلق هادیاً وبشیراً ونزل علیه الفرقان لیکون للعالمین نذیراً، أکمل به بنیان النبوة والجلالة و ختم به دیوان الوحی والرسالة، و أتم به مکارم الاخلاق و محاسن الافعال، و علی آله الطیبین الطاهرین و صحابته والتابعین لهم باحسان الی یوم الدین و اجعلنامنهم یارب العالمین اللهم آمین.
اللهم اجعل صلوتک ورحمتک وبرکاتک علی سیدالمرسلین وامام المتقین وخاتم النبين عبدک ورسولک ورسول الرحمة اللهم ابعثه المقام المحمودیغبطه به الاولون والآخرون.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم دټوله بشریت لپاره دی:
فخرالموجودات حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د ټولو انسانانو لپاره رالېږل شوی دی، تر ټولو لومړی قرآن کریم ورباندي ګواه دی:
{وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ} (سورت سبا: ۲۸)
ژباړه: او ته مو نه یې لېږلی؛ بلکې ټولو انسانانو ته زېری ورکونکی او وېرونکی خو ډېر خلک نه پوهیږي.
 په بل ځای کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: (بعثتُ الی الناس کافة) زه ټوله بنی نوع انسان ته رالېږل شوی یم، په بل ځای کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: (کنت نبيا و آدم بین الروح والجسد) زه هغه وخت هم نبي وم؛ کله چې حضرت آدم علیه السلام د روح او د جسد په منځ کې ؤ.
ددې بل ښه دلیل دادی چې کله حضرت آدم علیه السلام سترګې خلاصي کړې؛ نو پر عرش باندي یې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک نوم (محمدرسول الله) ولیده.
نـــــبي کــــریــم صلی الله علیه وسلم دستــر واخلاقـو څښتن ؤ:
دا چې نبي کریم صلی الله وسلم مبارک د ټول بشریت ستر لارښود دی، اولین او اخرین دی؛ نو ځکه یې اخلاق دومره ښکلي اولوړ دي، چې قرآنکریم ورباندي اعتراف کوي اوفرمایي:
{وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ}(سورت القلم:۴)
ژباړه: او بې شکه ته (ای پېغمبره!) د اخلاقو په لوی پړاو کښې ېې.
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم خُـــلق عظیــــم (ستراخلاق)
حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمایي چې دخُلق عظیم څخه عظیم دین مراد دی، چې دالله جل جلاله په نزد له دین څخه بل زیات محبوب شی نشته، ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمايي، چې د خُلق څخه خپله قرآن کریم مراد دی، یعنې قرآن کریم چې دکومو اعلی اخلاقو تعلیم ورکوي ، دی د دغو ټولو عملي کولو غوره نمونه اوبېلګه ده.
حضرت علی کرم الله وجهه فرمايي چې دخُلق عظیم څخه مراد آداب القرآن دي، یعنې هغه آداب کوم چې قرآن کریم ښودلي دي، حاصل د ټولو سره یو دی، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په وجود کې الله جل جلاله ټول ښکلي اخلاق سره جمع کړي وو، پخپله نبي کریم صلی ا لله علیه وسلم فرمايي:
بعثتُ لاُ تمّمَ مکارم الاخلاق.
ژباړه: زه د دې کار لپاره رالېږل شوی یم چې د اعلی اخلاقو تکمیل وکړم.
حضرت انس رضی الله عنه فرمایي چې ما لس (۱۰) کاله د نبي کریم صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ، په دې ټول وخت چې ماکوم کارونه کړیدي، ماته نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا نه دي ویلی چې دا کار دې ولې کړی دی، او کوم کارونه چې مې نه دي کړي؛ دا یې نه دي راته ویلي چې دا کار دې ولې نه دی کړی؟ او دا ښکاره خبره ده چې دلسو کلونو په وخت کې ډېر کارونه خلاف طبع کېدای شي.
ام المؤمنین حضرت عائیشه صدیقه رضی الله عنها وایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم هیڅکله یو څوک پخپل لاس نه دی وهلی، بغیر له جهاد فی سبیل الله نه، چې په جهاد کې د کفارو وهل او وژل ثابت دي، او نه هم نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو خادم او نه هم یوه ښځه وهلې ده، که چېری له دوی څخه به خطا هم وشوه؛ نو انتقام یې نه ور څخه اخیسته، بغیر له دېنه، که یو چا به دالله جل جلاله له حکم څخه سرغړونه کړې وه، په هغو به یې شرعي سزا جاري کوله. (رواه مسلم)
حضرت جابر رضی الله عنه فرمایي، چې له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه داسې سوال نه دی شوی چې ده دې په ځواب کې (نه) ویلي وي.
ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمايي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه فحش ویونکی ؤ، نه فحش ته نژدې کېده، نه په بازارونو کې شور او شغب کونکی ؤ، دبدۍ بدله یې هیڅکله په بدۍ سره نه ورکوله، بلکې معافي به ئې کوله.
حضرت ابودرداء رضی الله عنه فرمايي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چې  د ښو اخلاقو په شان د میزان په تله کې بل هیڅ شی دروند نشته او الله جل جلاله د ښکنځل کونکي اوبد زبانه سره بغض لري.
ام المؤمنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها فرمايي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم و فرمایل، چې مسلمان د خپلو ښو اخلاقو له کبله، د هغه چا درجه پیداکوي چې تل د شپې عبادت کوي، ویښ وي او د ورځي روژه نیسي. (رواه ابوداؤد)
حضرت معاذرضی الله عنه فرمايي چې کله زه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د یمن عامل مقرر کړم او هغه اخري وصیت چې مایوه پښه په رکاب کې ایښې وه، هغه دادی:
[یامعاذ احسن خلقک للناس].
ژباړه: ای معاذه! له خلکو سره ښه سلوک کوه. (رواه مالک)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply